منم دی انجنیره! — سلیمان شاه صوفی زاده

 

 

منم دی انجنیره!

 


 

سلیمان شاه صوفی زاده

 

 

یو وخـت کی مو مشـران د خـدای په لار وو برابره

بیا وروسته څه وفات او څه بی لاری شول له سره

یو تـه وی چــی تـر اوســه دی ولاړ یـی پـه خـبـره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

دچـا څـخـه کـم نـه وی تــه پــه پـوهـه لـیـاقـت کـی

نـه نـظـم دسـپـلیـن او نـه کمـزوری پـه طـاقـت کـی

په محض یَس سَر!*ویلو به اوس ټولونه وی سره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

یـو خـواتـه وو قــدرت او مـعـیـشـت او نـعـمـتـونـه

بـل خـواتـه مـشـقــت او خـه زحـمـت او مهـنـتونـه

کامـیـاب شوی امتـحان کی انـتخاب دی کـړه بهتره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

د چـا نـه وی دا خـوښــه چی ارام په تـعـمـیـرو کی

مـزی وی او چـړچی وی، ګرځی لکسو موټرو کی

نـن دلـتـه سـبـا هـلتـه، سـرګـردان پـه سـم او غـره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

زه ستایم دی ټینګ عزم، عمر تیر دی په جهاد شو

اصلی ځوی د وطن یی چی دنـیا دی پری برباد شو

په قـدر دی پوه نه شول زمـونږ خلک، ښـه رهبره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

ما ویلـی وو یو وخـت چی ته یی لری لـه حکـمـتـه

جــنـګــونـه د کـابـل دی وی بـیـځـایـه او بــی ګـټـه

لـیـکـن زه نـن پـوه شـوی یـم چـی زه وم بـیـخـبـره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

بــیـځـایــه مـخـالــف نــه وی د دغــو لــوټـمـارانــو

وطـن یـی کـړلـه خـرڅــه پـه وحـشـی ځــنــاورانــو

د دوی پــه دا چــمــونــو زه غــافـــل تــا بــا خـبـره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

دا لــویــه دســیــســه وه د کــابــل پــه تــقــابـل کی

دامــونــه او حــیــلــه وه د بــاطــل پـه تـکـامـل کی

د نــن ســره بــســتــه وه پــرونــی ټــولــه خــبــره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

روسان که وو پوه شوی چی دوی دومره سست ایمان دی

قــدرت تـه لـیـونــی او د دنــیــا ټــیــکــه داران دی

هـغـو بـه هـم دوسـتئ کـی وړانـدی کـړی وه ډالـره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

دوهـمه دوره راغـلـه د جـهـاد چـی مو غلبـیل کړی

ریـښـتــیـنی مجـاهـد او د درواغــو سره بـیـل کړی

الـحـمــدلله شــکــر، تــه ســـرلـــوړی یــی سـروره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

گرم نه یم زه، ایمان می هڅوی چی زه دی یار شم

د حــق ویــنــا لــپــاره طـرفــدار د حـکـمـتـیـار شـم

افـسـوس ابـن الـوقـتـانـو تـه، دی څـرنــګـه بـشـره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

څوک زار شی له کرزیه، څوک سیاف نه قربانیږی

څوک شـاتـه د فــهـــیـم او عبـــدالله چــی روانـیږی

زه زار ســتــا لــه هــمــت او د اخــوند مــلا عــمره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

عجیب وخت دی راغلی سپین مو تور، تور موهم سپین شو

فـتـوی بـاسـی له خـیـټی، حرامخور عالم د دین شو

حـیـران صوفی زاده ده چـی مـو حـال نـشی بـدتـره

منم دی انجنیره! منم دی انجینیره

 

——————————————————————————–          

* Yes sir! (بلی صاحب!)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *