د روژې اتمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اتمه ډالۍ

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

ګرانو دوستانو ، هیله ده چی د پند او عبرت تیري اووه قصې ګټوري واقع سوي وی ، او دا هم د اتمی روژې لپاره اتمه ډالۍ چی د فانی دنیا د زرق او برق په هکله ده [ ن . صمد ]

 

د بیری خوب :

 

یو وخت کوم چا ډیر بیرونکی خوب ولیدﺉ چی یو زمری ورپسی راځغلی . سړﺉ هم بېله ځنډه یوې ونی ته وخوت او هلته پر یو ښاخ باندی کښېناست . کله چی یې لاندی وکتل نو زمری ورته ولاړ و او د ده  د ښکار په تمه منتظر و . څه شېبه وروسته یې دوه صحرایی موږکان ولیدل چی د هغه ښاخ بېخ په خپلو تیره غاښونو سره توږي چی دﺉ پر ناست دی . دغه موږکان یو تک تور او بل هم تک سپین دی . ده چی ورته وکتل نو دواړو موږکانو په چټکۍ سره د ښاخ پر بیخ دوره وهله او هغه یې ژر ژر په غاښونو پرې کاوه او داسی معلومېده چی لږ ګړﺉ وروسته به هغه مات سی او سړﺉ به لاندی راولویږی چی هلته بیا زمری ورته ناست دی .

 

سړي یو ځل بیا په ډیره وارخطایی سره کښته وکتل چی دا مهال یې ناببره یو غټ تور مار ولیدﺉ چی نېغ تر ده لاندی پر ښاخ باندی را تاو سوﺉ دی . مار خپله غټه خوله ورته خلاصه کړې وه او داسی ښکارېده چی دﺉ به مستقیمأ د هغه په دغه وازه خوله کی را ولویږی .

 

سړي وروسته په بې صبرۍ سره لوړ وکتل تر څو د ځان ټینګولو لپاره کوم شی یا کوم بل ښاخ ولټوی . دا مهال یې پر یو بل ښاخ سترګي ولګېدې چی د شاتو د مچیو یو غټ کندو ورباندی واقع دی او څاڅکی څاڅکی خواږه عسل ځنی راڅڅیږی . سړي وغوښته چی یو څاڅکی وخوری . نو خپله ژبه یې را ویسته او یو څاڅکی یې په مزه سره وخوړﺉ . عسل بی حده ډیر خواږه او مزه داره وو . وروسته یې یو بل څاڅکی هم وخوړ، بیا یې بل پسی وخوړ او مسلسل یې دوام پسی ورکړ څو چی د دې عسلو په خوږوالي او مزه کی ښه مصروف سو آن تر دې چی هغه دوه موږکان یې هیر کړل چی د ده د ښاخ په توږلو او ماتولو لګیا وو . هلته لاندی یې پر مځکه زمری او تر ښاخ کښته تور مار هم هیر کړل .

 

دا مهال ناببره ښاخ مات سو او په یوه شېبه کی دا ټول خطرونه ورپه یاد سول او ځای پر ځای راولوېد او یو دم له خوبه راویښ سو .

څنګه چی دا یو بی مثاله او نا آشنا خوب و ، نو یو مشهور دینی عالم ته ورغی او د دې خوب تعبیر یې ځنی وغوښت . عالم داسی ورته وویل : هغه زمرﺉ چی تا په سترګو لیدﺉ ، ستا مرګ دی . هغه همیشه تا تعقیبوی او نه دی پسی پریږدی او تر شا درپسې دﺉ .

 

هغه دوه موږکان چی یو تور او بل سپین دی ، اصلأ ورځ او شپه ده . هغوی پر تا رادرومی ، یو ځي او بل راځی تر څو ستا وخت وخوری او باالاخره مرګ ته دې ورسوی .

هغه تور مار چی غټه توره خوله لری ، په اصل کی ستا قبر دی . هغه تا ته منتظر دی تر څو ور ولوېږې .

د عسلو کندو اصلأ دا دنیا ده او د هغه څخه د خوږو عسلو څاڅکی څاڅکی رالوېدل د دې دنیا ښکلاوی دي .

 

موږ لومړی د هغه لږ مزه څکو چی بیحده خواږه دي . وروسته یو څه نور خورو او بیا نور پسی خورو څو چی ځان دومره پکښی ورک کړو چی وخت راڅخه هیر سی ، مرګ مو هیر سی ، او باالاخره قبر مو هم له یاده وباسو او هر څه مو برباد سی .

 

سړي چی دا تعبیر واورېد ، نو ډیر متأثر او متوجه سو . د دنیوی اضافی مادیات پالنی څخه یې توبه وکړه او د خدای د لاری لاروﺉ او د دین پتنګ سو .

هو ، الله دې هر مؤمن دغسی متوجه او اصلاح کړی تر څو د دې دنیا مؤقتی عشرت یې د هغې دنیا د دایمی لذت څخه محروم نکړی .

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.