د روژې پنځلسمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې پنځلسمه ډالۍ

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

عزتمنو دوستانو ، هیله ده چی د پند او عبرت د قصو دا لړۍ ګټوره وی . اوس د دې پرله پسې قصو څخه د پنځلسمی روژې لپاره پنځلسمه برخه درته وړاندی کیږی چی د زړه د ککړوالي په هکله ده ( ن . صمد ) .

 

د نفرت کثیف بوی :

 

د مکتب ښوونکې شاګردانو ته وویل چی غواړم ستاسو سره یوه ډیره جالبه لوبه وکړم ، او ورته ویې ویل چی آیا غواړﺉ دغسی دلچسپه لوبه وکړﺉ ؟ هلکانو په ډیره مینه ورته وویل چی هو باالکل دغسی لوبه غواړو .

معلم ورته وویل چی سبا هر یو د ځان سره یوه یوه پلاسټیکی کڅوړه راوړﺉ او د هرڅومره انسانانو څخه چی ستاسی بد راځی یعنی چی کرکه ورڅخه لرﺉ هغومره پیاز ور واچوﺉ ، خوله یې ټینګه وتړﺉ او ښوونځی ته یې درسره راوړﺉ .

 

سبا هلکان د پلاسټیکی کڅوړو سره مکتب ته راغلل . چا یو ، چا دوه ، چا درې . . . چا پنځه یا شپږ پیاز  پکښی اچولي او کڅوړي یې کلکی تړلي وې . دا مهال ښوونکی هغوی ته وویل چی تر یوې اوونۍ پوری چی هری خوا ته ځیً باید دغه کڅوړه درسره وی او د ځانو څخه یې لیری نه کړﺉ .

 

څو ورځی وروسته هلکانو لږ لږ د کڅوړو له دننه د کثیف او خراب بوی شکایت پیل کړ . بل مشکل لا دا و چی د هغه چا سره چی ډیر پیاز وو ، هغوی دا دروند وزن هم ورسره انتقالاوه او تعفن یې هم ډیر و .

 

کله چی یوه هفته پوره سوه ، نو ښوونکې ټول راوغوښتل او د لوبی د ختمېدو اعلان یې وکړ . دا مهال معلم د شاګردانو څخه وپوښتل چی کله مو دا یوه اوونۍ دغه پیاز د ځانو سره ګرځول ، نو څه احساس مو کاوه ؟ هلوکانو چی مجبور وو باید دا یوه هفته یې دغه پیاز چی  وراسته سوي هم وو ، باید د ځانو سره ګرځولی وای ، نو د شکایتونو په کولو شروع وکړه . دا وخت معلم د خپلی لوبی اصلی هدف او نتیجه داسی ورته وویل :

 

دا کټ مټ د هغه وضعیت غوندی دی چی تاسو د هغو انسانانو کینه په زړه کی درسره ګرځوﺉ او هره خوا یې د ځانو سره وړﺉ چی بد مو ورڅخه راځي . د نفرت بد بوی ستاسی زړه فاسد کوی او تاسو هره خوا هغه د ځانو سره انتقالوﺉ . نو دا چی تاسی د خوسا شوو پیازو بد بوی لا هم فقط یوه هفته نسیً زغملای ، نو بیا څنګه کولای سیً چی د نفرت او کرکې خوسا بوی د ټول عمر لپاره تحمل کړﺉ ؟ په دې سره ټول شاګردان جدأ متوجه او پوه سول او دا کثیف عادت یې خوشی کړ .

 

هو ، په رښتیا چی د انسانانو څخه نفرت د چا زړه ناروغ کوی . د قرآن د ( ق ) سورت په اووه دیرشم آیت کی خدای (ج) په صاف زړه سره د پوهېدو او متوجه کېدو ارشاد فرمایی . الله سبحان و تعالی دې ټول مسلمانان د کرکی د ناروغۍ څخه وژغوری .  

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *