د روژې در ویشتمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې درویشتمه ډالۍ

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

عزتمنو دوستانو ، هیله ده چی د آموزنده قصو دا لړۍ ګټوره وی . او دا هم د درویشتمی روژې لپاره درویشتمه کیسه چی د ملحدینو ، دهریانو او منافقانو په باره کی ده ( ن . صمد ) .

 

آیا خدای سته ؟

 

یو سړﺉ د سر او ږیری د سمولو لپاره د سلمانی ( نایی ) دکان  ته ورغی . سلمان چی د ده سر او ږیره اصلاح کول ، نو یو تر بله یې مجلس سره کاوه . د بېلا بیلو موضوعاتو په باره کی یې خبري کولې . کله چی خبره « خدای » ته ورسېده ، نو سلمان وویل چی زما باور نه راځی چی خدای دې (اعوذ بالله ) وجود ولری . مشتری په تعجب سره وپوښتل چی ولی باور نه کوې ؟ سلمان ورته وویل چی کله دباندی ووزې او شاوخوا هر شي ته ښه نظر وکړې نو پخپله به درته معلومه سی چی خدای نسته ( نعوذ بالله ) .

ځکه ، که خدای شتون درلودای آیا دا دومره انسانان ناروغه کېدل ؟ بی سرپرسته کوچنیان پیدا کېدل ؟ که خدای موجود وای نو دا دومره درد او رنځونه او عذابونه او مصیبتونه هم باید نه وای . آیا د خدای مهربانی همدا ده ؟ نو ځکه د خدای پر شتون باندی زما باور نه کیږی .

 

مشتری یوه شېبه فکر وکړ خو ځواب یې ځکه ور نه کړ و ځکه نه یې غوښته چی مناقشه او شخړه یې ورسره کړې وای . سلمان خپل کار ختم کړ او مشتری هم د دکان څخه راووت . کله چی دباندی ووت نو سمدلاسه یې سترګي پر یو ډیر چټل انسان ولګېدې چی د سر وریښتان یې خیرن ، ککړ ، جاروتلي ، ببر او شکېدلي وو . ږیره یې رسېدلې او خیرنه وه او بریتونه یې تر خولې تیر او یوه ناولې څیره یې لرله . لنډه دا چی ظاهره یې ډیره خرابه او کثیفه وه .

 

مشتری چی دا حالت ولید ، نو ډیر ژر بیرته د سلمان دکان ته ور وخوت او داسی یې ورته وویل : آیا پوهیږې چی څه خبره درته لرم ؟ هغه ورته وویل چی یا ، نه پوهیږم څه خبره ده ؟

سړي ورته وویل چی زما په نظر هیڅ کوم سلمانی ( نایی ) وجود نلری . سلمان په تعجب سره ورته وویل چی دا څه وایی ، همدا زه سلمان نه یم ؟ همدا اوس می ستا سر او ږیره در اصلاح نکړه ؟

مشتری په اعتراض سره ورته وویل چی یا ! سلمانیان شتون نلری ، که نه هیڅوک به هم د هغه سړي غوندی کثیف او ببر وریښتان او خیرنه ږیره نه درلودای . سلمان ځواب ورکړ چی نه نه ، سلمانیان وجود لری خو مسأله دا ده چی خلک مراجعه نه ورته کوی ، دا د دوی خپله ګناه ده .

 

مشتری هم د تایید په ډول خپل سر وښوراوه او داسی یې ورته وویل : هو ، په رښتیا هم همداسی ده ! خدای هم وجود لری ، خو خلک مراجعه نه ورته کوی او په خیال کی یې هم نه دي . همدا علت دی چی ټوله رنځونه او مصیبتونه په دنیا کی وجود لری .

سلمان یو دم جټکه وخوړه او پر مخ یې سړې خولې راوبهېدې او باطنأ  اصلاح او متوجه سو او توبه یې وکړه .

 

هو ، زموږ ځینی کسان سیکولریزم دومره مست کړي چی خپله مبدأ ، منشأ او بقأ یې هېره کړې او د ګمراهۍ او عقیدوی انحطاط په غیږ ورغلی دي چی خلاصون یې مشکل ، حتی ناممکن دی .  

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *