د روژې نهه ویشتمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې نهه ویشتمه ډالۍ

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

قدرمنو دوستانو ، دا چی تیری ۲۸ قصې مو په مینه او حوصله سره لوستلي دي ، الله دې اجر درکړی . او دا هم د روژې د نهه ویشتمی ورځی لپاره نهه ویشتمه ډالۍ چی د الهی رحمت او بندګی زحمت په هکله ده ( ن . صمد).

 

د یو ګنهګار توبه :

 

یو وخت د موسی (ع) په زمانه کی پر بنی اسراییلو ډیره سخته لوږه ( قحطی ) او وچکالي راغله . کلونه کلونه باران و نه اورېدﺉ . کښتونه وچ ، حیوانات هلاک او خلک ډیر په تنګ او وږي سول . موسی (ع) ته یې عرض وکړ چی الله ته دعا او زارۍ وکړه چی باران نازل کړي . موسی (ع) هم ټول خلک راغونډ کړل او دباندی دښت ته ووتل او په عاجزۍ او زاریو سره یې د الله څخه د باران غوښتنه داسی پیل کړه : اې زموږ ربه ، موږ په باران سره اوبه کړه . پر موږ باندی د خپلو رحمتونو پراخي جوړه کړه . اې الله ، د معصومو کوچنیانو په سبب ، د بې زبانو حیواناتو په خاطر ، د ضعیفو ، ناروغو انسانانو ، بوډاګانو او میرمنو په خاطر موږ ټول په خپل پراخ رحمت سره ونازوه .

 

همدا دعاګانی روانی وې لاکن په اسمان کی هیڅ اوریځ نه تر سترګو کېده . حتی دا چی ګرمي نوره هم شدیده او مځکه سور اور غوندی سوه . موسی (ع) حیران سو چی خدای څنګه برعکس عمل راسره وکړ . نو یې د الله څخه د دې دعاګانو د نه قبلېدو او اضافی تکلیف علت وغوښت .

په څو شېبو کی وحی پر نازله سوه چی « اې موسی ، ستاسو په منځ کی یو داسی انسان موجود دی چی څلوېښت کاله یې مسلسل زما نافرماني کړې ( هره ګناه یې کړې ده ) . نو ته اوس په خلکو کی اعلان وکړه چی هغه کس د خلکو له منځه راووځی ( که هغه په رښتیا د دې خلکو خواخوږﺉ وی ) . ما د هغه سړي په سبب پر تاسو باران بند کړی دی . که هغه را و نه وځی نو یو څاڅکی باران به هم و نه سی . »

موسی (ع) عرض وکړ چی اې زموږ ربه ، زما کمزوره ږغ به تر چا ورسیږی ، ځکه په زرګونو خلک راوتلي دي . د الله تعالی لخوا داسی ځواب ورته راغی : « مِنکَ النِد‌اءُ وَ مِنا البلاغ ـ یعنی ستا کار صرف آواز کول دﺉ تر هر چا پوری رسول زما کار دی » .

 

نو موسی (ع) هم خپل قوم مخاطب کړ او داسی یې ورته وویل : « اې زما د رب ګنهګار بنده ، څلوېښت کلونه دې پرله پسې د خپلو ګناهونو په ذریعه د الله سره جګړه کړې ده ( اوس پر ښځو ، کوچنیانو ، حیواناتو او ضعیفو انسانانو ورحمېږه ) د خلکو د ټولۍ څخه راووزه ، ځکه ستا په سبب موږ د باران له رحمته محروم یو . »

په دې سره یو ډول چوپتیا خپره سوه ، هیڅوک هم له ځایه و نه  ښورېد . آخر د دغه ګنهګار په زړه کی راوګرځېده چی د الله اشاره خو ستا لورې ته ده ، په ګناهونو کی خو ته غرق یې . قتل ، زنا ، غلا ، ظلم ، شیطانت ، منافقت او هر څه دې کړي دي . که ځان معلوم نه کړې نو الله به دې خپله اوس رسوا کړي . نو سمدلاسه یې فیصله وکړه چی باید ځای پر ځای توبه وباسم او ګوندی خدای می معاف کړی او د رسوایی څخه بچ سم . نو په صداقت سره یې توبه وکړه او پر خپلو ټولو اعمالو سخت پښېمان سو او په آینده کی یې د هر ظلم او ګناه څخه توبه وکښله او مخ یې په پټو کی پټ کړ او خدای ته یې ډیر وژړل او د رحمت غوښتنه یې وکړه او داسی یې وویل :

« اې زما بخښونکې ربه ، زه یقینأ ستا په وړاندی سترګي نه لرم ، برابر تا ته نسم کتلای ، ځکه خو می مخ پټ کړ ، په خوله کی ستا سره د خبرو کولو لپاره ژبه ، وړ الفاظ او مناسبي کلمې نه لرم . خو بېشکه چی ته ډیر کریم او رحیم ذات یې . ما پوره څلوېښت کلونه ستا بی شمیره نافرمانۍ کړي دي ، د یوې ګناه څخه می هم مخ نه اړاوه ، خو بیا هم تا مُهلت راکړﺉ و ، مسلسل دې خوراک او څښاک راکاوه ، کور او ځای دې راکړی دی او ډول ډول نعمتونه دې را عطأ کړي دي . خو اوس زه توبه کوم ، پر ټولو ګناهونو پښېمانه یم او د راتلونکې لپاره ټینګه وعده کوم چی بیا به ستا نافرماني نه کوم او دا چی ستا بخښنه او رحمت هیڅ پای نه لری نو زما ګنهګار بنده توبه قبوله کړه او د خلکو په مخ کی می مه ذلیل کوه . اې زما ربه ، زه له تا پرته بل دوست او مددګار نه لرم ، که ته ما ذلیل او رسوا کړې او د خپل رحمت څخه می وشړې نو زه کوم دربار ته ورسم او چا ته لاس پورته کړم ؟ یا الله ، زه یوازی ستا بنده یم او ستا په رحمت پایم ، ما د خپل در څخه مه شړه او مه می د خلکو په مخ کی شرموه . »

د ده دعا لا پای ته نه وه رسېدلې چی پر آسمان اوریځ راوخته ، د لیری څخه د تالندې او بریښنا ږغونه پورته سول او په څو شېبو کی ښه کافی باران و اورېد .

 

موسی (ع) حیران سو ، یو ځل بیا یې د الله په دربار کی لاسونه پورته کړل او داسی عرض یې وکړ : « یا الله ، تا څنګه باران اوروَل پیل کړل ، کوم نافرمانه بنده چی ستا مطلوب و ، تر اوسه یې ځان نه دی ښکاره کړی او نه هم د ټولۍ څخه دباندی راوتلی دی ؟! »

الله تعالی ورته وفرمایل چی « اې موسی ، د کوم کس په سبب چی ما پر تاسو باران بند کړی و ، اوس خاص د هماغه سړي په خاطر پر تاسو باران اوروم . ته خبر نه یې هغه توبه وکړه ، پر ټولو ګناهونو پښېمان سو او د راتلونکې لپاره یې د نیکو اعمالو ټینګ قول او عزم وکړ . »

موسی (ع) چی د ډیری حیرانۍ له مخی ژر ژر دې خوا هغه خوا وکتل ، وویل : یا الله ، هغه بنده خو یو ځل په ما ووینه ، دا څنګه سړﺉ دی چی یو وار د ده په سبب پر موږ باران بند و ، او وروسته خاص د ده په خاطر پر موږ ټولو رحمت نازل سو ؟

الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ، دغه سړﺉ په هماغه وخت کی لا هم ما خوار او رسوا نه کړ چی زما په نافرمانۍ کی ولاړ و ، نو اوس چی زما مطیع او فرمانبردار جوړ سو او ما ته یې د دوستۍ لاس راکړ ، څنګه شرمنده او رسوا کړم ؟

 

هو ، الله تعالی د سورهً الجن په ۱۶ نمبر آیت کی فرمایی چی : که خلک پر سمه لار برابر سی ، نو موږ به هم یقینأ هغوی په پراخو اوبو سره اوبه کړو ( یعنی له ستونزو به نجات ورکړو ) . الله دې موږ ته د بدلون تکل په زړونو کی راواچوی ، که نه هر څه به زیانمن وی لکه اوس چی دي .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.