خدای ته لاره — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

خدای ته لاره

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

روایت دئ چي د حضرت عمر (رض) د امارت پر مهال یو سړی پر یوه داسي ښځه میَن سو چي میړه ئې درلود .

 

دغه سړي به تل دغي ښکلي ښځي ته پیغام لیږی او ورته ویل به ئې چي درباندي عاشق یم . ښځي به ورته ویل چي له خدایه وبیرېږه او زه میړه لرم . خو سړی نه پر شا کیدی او ورپسي لیونی وو .

 

ښځه چي ډېره متقي او نیک عمله وه ، یوه ورځ دغه سړي ته خبر ورکړ چي چمتو یم چي تا میړه کړم او خپل میړه ایله کړم ، خو یو شرط لرم او هغه که وکړې نو زه ستا میرمن کیږم .

 

سړي ورته وویل چي هر ډول شرط ته تیار یم . ښځي ورته وویل چي شرط ډېر اسانه دئ او هغه دا چي پوره څلویښت ورځي به پنځه وخته لمونځونه په امیرالمؤمنین پسي په جماعت ادا کوې او د لومړني تکبیر پر مهال به هلته حاضر یې . پسله څلوېښتو ورځو راسه او خپله مینه اظهاره کړه ،  نو زه به هم خپل میړه ایله کړم او تا به وکړم .

 

سړي ورته وویل چي دا خو په رښتیا هم ډېر آسانه شرط دئ او سر له همدې ننه به ئې پیل او عملي کړم . سړي به هره ورځ پنځه وخته په مسجد کي په حضرت عمر (رض) پسي په جماعت لمونځ ادا کاوه څو چي څلوېښت ورځي پوره سوې او هماغي ښځي ته ئې خبر ورکړ چي ما اوس اصلي او حقیقی معشوق پیدا کړ او نور ستا میني او محبت ته اړتیا نه لرم چي مطلب ئې په لمانځه کي د خشوع او خضوع په لیدو سره خدای (ج) ته لاره پیدا کول وو . په دې ډول هغه ښځه د دغه مزاحمت څخه بیغمه او د دې سړي د اصلاح سبب سوه .

 

هو ، که لمونځ په خشوع او خضوع سره یعنی په ټینګه جذبه ،اراده ، بشپړ تمرکز او صداقت سره ادا سی ، نو هغه به عبادت وی ، او مؤمن ته به د مجازی عشق څخه واقعی محبت عطا کړی . یعنی : پر عمر به یې ژوند ډیر ور زیات کړی وی،  که نه صرف عادت به وی او بس ، یعنی پر ژوند به یې یوازی کلونه ور زیات کړي وی  .

 

منبع : د لیکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ) ؛ ۲۰۱۰ ؛ صفحه : ۹۸  . والسلام ( ن . صمد )

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *