د روژې لومړنۍ تحفه ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې لومړنۍ تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

ګرانو دوستانو ، د تیرو درو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د روحانی او معلوماتی تندی د ماتولو لپاره خدمت ته حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی .

ښه درنو لوستونکو ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه او بله دا ده راورسیده . څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .

د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید له خدایه رحمت طلب کړو او هره ورځ په خپلو تسبیحاتو کی « یا حی یا قیوم برحمتِک استغیث » ، « سُبحان الله و بحمدهِ سُبحان الله العظیم » ډیر ووایو . نو دا هم په همدې هیله د لومړۍ روژې لومړنۍ تحفه ، ( ن . صمد )

 

د الله او بندګانو سوله

 

روایت دی چی یوه ورځ بهلول صاحب په بازار کی ناست و ، چی خلیفه هارون الرشید تیرېدﺉ او هغه یې ولیدی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، څه کوې ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم ، یعنی هغوی سره پخلا کوم . خلیفه ورڅخه وپوښتل چی آیا هغوی دی سره پخلا او راضی کړل ؟ بهلول ورته وویل چی الله تعالی یې منی او راضی دی مګر بندګان یې نه منی او نه حاضریږی .

تصادفأ څو ورځی وروسته هارون الرشید د یوې هدیرې تر څنګ تیرېدﺉ چی بیا یې بهلول ولیدی او دا ځل د قبرونو په منځ کی ناست دی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، دلته څه کوې ؟ بهلول هماغه ځواب ورکړ یعنی دا چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم . خلیفه بیا ورغبرګه کړه چی نو څنګه سو ، آیا هغوی دې سره پخلا او راضي کړل ؟ بهلول ورته وویل چی نن یې بیا بندګان منی او هر څه ته حاضر دي ، خو الله تعالی یې نه منی !

هو درنو لوستونکو ، نن موږ پوره او کافی وخت لرو ، موقع او فرصت لرو ، مهلت او چانس لرو او الله تعالی باالکل سولی او پخلاینی ته چمتو دی ؛ داسی نه چی ناوخته سی ، موقع مو له لاسه ووزی او بې ژونده سو ؛ نو چی بیا هر څومره زارۍ وکړو او هر ډول شرایط ومنو خو الله تعالی به راڅخه ناراضه وی او سولی ته به نه حاضریږی . ځکه نو نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

 

پنځه شیان په پنځو شیانو کی

 

علمأ وایی چی الله تعالی پنځه شیان په پنځو شیانو کی ایښی دي ، مګر خلک یې په نورو شیانو کی لټوی ، نو څنګه به یې ومومي ؟!

لومړی ـ الله خپله رضا د نفس په مخالفت کی ایښې ده ، مګر خلک هغه د نفس په موافقت کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

دوهم ـ الله آرام په جنت کی ایښی دی ، مګر خلګ په دنیا کی پسی ګرزی ؛ نو څنګه به یې پیدا کړی ؟

درېیم ـ الله علم او حکمت په لوږه کی ایښی دی ، خو خلګ یې په موړتیا کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

څلورم ـ الله وس او توان په قناعت کی ایښی دی ، لاکن خلګ یې د مال او دولت په تلاښ کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

پنځم ـ الله عزت په خپل اطاعت کی ایښی دی ، خو خلګ د واکمنانو په دروازو کی پسی ګرزی ؛ نو څنګه به یې حاصل کړي ؟

هو په رښتیا هم دا څومره عالی او عینی لارښوونه ، پوهوَنه او سموَنه ده . که دغه آفاقی ارشاد ته ښه ځیر سو نو د ژوندانه اصلی هدف او مقصد به راته معلوم سی انشاالله . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړی .  

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.