د روژې اوومه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اوومه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني اړخ یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . نو د دغه نبوي حدیث د مراعاتولو په هیله لطفأ اوومه تحفه قبوله کړئ ، ( ن . صمد )

 

الهی نعمتونه

 

راسئ چي د الله (ج) يو څه لوى لوى نعمتونه او احسانونه تر نظر وباسو او بيا د دغه احسانو په مقابل کي خپل مسئوليت حِس کړو او ورته متوجه سو .

لومړی : تر هر څه د مخه الله (ج) موږ د عدم څخه و وجود ته راوستلو ، دا هم کېدلاى سواى چي الله (ج) موږ هيڅ نه واى پيدا کړي . نو دغه زموږ وجود په خپله يو لوى نعمت دى .

 دوهم : بيا چي يې پيدا کړو ، په انسانانو کي يې پيدا کړو نه په حيواناتو او حشراتو کي . آيا دا ممکنه نه وه چي رب (ج) زه او ته هم د هغه بدو حيواناتو د جملې څخه ګرځولي واى ، چي د نوم په يادولو سره يې زه او ته شرمېږو يا حياء را ته درېږي ؟!

درېيم : بيا يې په انسانيت کي په مسلمانانو کي خلق او پيدا کړو او د اسلام په مُبین دين سره يې سر لوړي کړو ، آيا زه او ته په خپل اختيار په اسلامي ټولنه کي په وجود راغلو ؟ او په خپله خوښه مو اسلام غوره کړ ؟

څلورم : په مسلمانانو کي يې بيا د خپل محبوب رسول الله (ص) په اُمت کي پيدا کړو ، چي دا کار هم زموږ په اختيار سره نه ؤ .

پنځم : پسله خلقولو ، پسله انسانيته ، پسله اسلامه ، بيا يې پوره او کامل اعضاء راکړي دي . آيا زه او ته تر هغه ګوډ او شل ، تر هغه ړانده او ګونګي ښه او بهتر يو ؟ او که مو الله (ج) ته د دغه اعضاوو قيمت ورکړى دى چي خامخا به يې موږ ته کامل وجود راکولاى ؟

شپږم : تر ذکر سوو نعمتو وروسته يې ژوند ، پراخ رزق ، په ټولنه کي نوم او نښان راکړی دی . مال ، ښځه ( یا میړه ) او اولاد خو مه حسابوه . آیا دا هر څه ستر الهی نعمتونه نه دي ؟

هو ، دغه ټول الهي نعمتونه که زه او ته په دواړو حسابوو ، پاى ته يې نه سو رسولاى . نو آیا دا حق لرو یا لازمه به وی چی د دغه الهی پیرزوینی په وړاندی سرکښي او بغاوت وکړو ؟ نا شکري او شکایت وکړو ؟ یعقوب بن اسحاق (رح) ویلی دي چی که غواړئ تل د نعمت څخه برخمن اوسی د هیڅ نعمت ناشکري مه کوئ . نو اوس هم ډیر ناوخته نه دی او باید چی پرخپلو نامطلوبو کړنو له سره غور وکړو .

 

درواغ او رښتیا

 

یوه ورځ درواغ و حقیقت ته داسی وویل : آیا نه غواړې چی نن سیند ته ولاړ سو او هلته لامبو وکړو ؟

حقیقت ورته وویل چی هو ، چمتو یم چی درسره ولار سم .

په دې ډول دواړه د سیند اوبو ته روان سول خو کله چی هلته ورسېدل نو رښتیا ته یې وویل چی جامې وباسه او ځان یې هم د لباس په کښلو مصروف کړ . کله چی حقیقت کالی وکښل او غوښته یې چی په اوبو ورګډ سی چی دا مهال درواغ د حقیقت لباس واغوست او وتښتېد . حقیقت چی هر څه وکړل درواغ یې ونه موند .

بس د هماغه ورځی راهیسی حقیقت همیشه لوڅ او ناخوښه وی لاکن درواغ د حقیقت په جامه ملبس وی او په ظاهره د هر چا په نزد تر حقیقت منلی او ښاغلی معلومیږی .

هو ، په رښتیا هم د نن ورځی د بې وفا زمانې په ترازو کی درواغ تر حقیقت ډیر دروند وی ، عزت او قدر یې کیږی حال دا چی حقیقت تجرید وی او څوک یې په باک هم نه راوړی . له همدې امله هر څه وران دي . خو یوه اساسی پوښتنه به مطرح کړو او هغه دا چی آیا تر رښتیا هم په دې دنیا کی بل حق سته ؟ ځواب طبعأ منفی دی . پس که حقیقت هر څومره لیری او ګوښه هم وغورځوو ، یا د درواغو اووه پوښونه ورکړو ، ژر یا وروسته به راپاڅیږی او ځان به د لمر غوندی برېښوی خیر دی چی نن درواغ غالب او رښتیا مغلوب دی .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.