د روژې اتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې اتمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوی چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( عنکبوت ـ ۶۹ ) . داهم اتمه تحفه چی ستاسو خدمت ته وړاندی کیږی ( ن . صمد )

 

هره شپه ۴ زره دیناره خیرات

 

رسول الله (ص) یوه ورځ حضرت علی (رض) ته داسی وفرمایل : اې علی ، مخکی له دې چی خپلی بسترې ته ولاړ سې ، دغه پنځه کارونه وکړه :

۱ ـ څلور زره دیناره صدقه ورکړه ، بیا بیده سه ؛

۲ ـ قرآن مکمل ختم کړه ، بیا بیده سه ؛

۳ ـ د جنت بیه ادا کړه ، بیا بیده سه ؛

۴ ـ دوه خوابدي ( مرَوَر ) کسان سره پخلا کړه ، بیا بیده سه ؛

۵ ـ یو حج وکړه ، بیا بیده سه .

حضرت علی (رض) ورڅخه وپوښتل : اې د خدای رسوله (ص) ! دا کارونه خو زما په وس پوره نه دي ، زه به څنګه دا ټوله کارونه وکړای سم ؟

نو رسول الله (ص) ورته وفرمایل :

۱ ـ څلور واره سورهً فاتحه ( الحمدلله ) ویل داسی لکه څلور زره دیناره صدقه چی ورکړې ؛

۲ ـ درې واره سورهً اخلاص ( قل هوالله ) ویل داسی لکه پوره قرآن چی ختم کړې ؛

۳ ـ درې واره [ په یو بل روایت کی لس واره ] درود ویل داسی لکه د جنت بیه چی ادا کړې ؛

۴ ـ لس واره استغفرالله ( یا بل هر استغفار ) ویل داسی لکه دوه خوابدي کسان چی سره پخلا کړې ؛

۵ ـ څلور واره د درېیمی کلمې ( سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله والله اکبر ولا حوله ولا قوة الی باالله ) ویل داسی دی لکه یو حج چی وکړې .

حضرت علی (رض) هم ورته وویل : د الله رسوله (ص) ! زه به هم سر له ننه خپل بستر ته د تللو څخه مخکی دا ټوله کارونه کوم .

هو ، ذکر اوتسبيح د الله تعالی په دربار کی یو ډول ګدائي ده چی هر مسلمان ورته اړ دی ، څوک ډیر او څوک لږ . دا چی حضرت علی (رض) غوندی یو ثابت قدمه مؤمن به ذکر او تسبیح کول ، نو موږ او تاسو به څومره ورته اړ یو . هیله ده چی د رحمت روانه لسیزه ضایع نکړو او مسلسل د الله ذکر ، تسبیحات او ثنا ووایو .

 

د بدن د غړو صدقه

 

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی د انسان په بدن کی چی څومره اندامونه دي په هغو صدقه ده . سبحان الله ویل صدقه ده ، الحمدلله ویل صدقه ده ، الله اکبر ویل صدقه ده ، د نیکۍ امر کول صدقه ده ، د بدوڅخه منع کول صدقه ده . خو که یو څوک د څاښت مهال دوه رکعته لمونځ وکړی نو د هر غړي صدقه یې ادا کیږی . ( صحیح مسلم )

هو ګرانه لوستونکې ، څومره پیرزوینه ، څومره امتیاز او څومره مراعات ! هیله ده چی دا بهترین نعمت وړیا حاصل کړو، بې تکلیفه او بې زحمته یې حاصل کړو . لوی خدای دی د یقین تلقین راکړی . بس یوه ټینګه اراده او فیصله غواړی .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *