د روژې دیارلسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې دیارلسمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

ګرانو او متدینو لوستونکو ، وړمه ورځ د کاناډا په اېجکس ښار کی یوه ډیره زړه دردونکې پیښه رامنځته سوه : یوه منوره او مشهوره افغاني کورنۍ ده چی یوه ډیره ښایسته ، متدینه ، تعلیم یافته او مهربانه لور یې درلوده چی په یوه ډیره مشهوره کمپنۍ کی منېجره وه او تل به یې ښه حجاب او اسلامی لباس اغوست . خورا ټینګه پرهیزګاره او زاهده پیغله وه . والدینو دغه پېغله په افغانستان کی یو ځوان ته ورکړه چی یو نیم کال مخکی د کابل د طب پوهنځی څخه فارغ سوی او تازه ډاکټر سوی و . دغه ځوان درې میاشتی مخکی کاناډا ته راورسېد او میرمنی یې ښه کور هم ورته رانیوی چی دواړه پکښی اوسېدل . یو ښایسته زوی یې هم درلود چی یو نیم کلن دی ( ځکه هغوی درې کاله مخکی په کندهار کی واده کړی و ) . درې ورځی مخکی دغه ځوان پر داسی مهال پر خپله مهربانه میرمن باندی د چاړې حمله وکړه چی روژه مات ته فقط یو ساعت پاته و . دغه وحشی انسان خپله معصومه میرمن ۴۸ واره په چاړه ووهله ، سورۍ سورۍ او ځای پر ځای یې شهیده کړه ، انا لله و انا الیه راجعون . پولیسو دغه ځوان ونیوئ خو د میرمنی د والدینو کور یې خراب کړ . زه نه پوهیږ چی دا څنګه ډاکټر او تعلیم یافته انسان و ؟! نو ستاسو درنو دوستانو څخه ورورګلویزه هیله ده چی دغه شهیدی او ټولو شهیدانو او مرحومینو ته دعا وکړئ .

 

قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « د بنی آدم هر عمل د هغه خپل وی ، مګر روژه زما لپاره ده او د هغه بدله به زه ورکوم » . موږ پوهیږو چی د الله بدله رحمت ، مغفرت او هدایت دی . د روژې میاشت د معنوی او فرهنګی بیا رغونی ، عفوی او تیررېدنی ، د باطلو عادتونو د پرېښودنی ، د غفلت له خوبه د راویښېدنی ، د شهوت له دامه د خلاصیدنی ، د غیبت ، حسد ، درواغو او ګناه څخه د لیری کېدنی میاشت ده . ځکه ، یوولس میاشتی زموږ او دغه یوه میاشت د الله ده نو څومره مراعات یې باید وکړو . دا هم د دې مبارکی میاشتی لپاره دیارلسمه تحفه چی ستاسو درانه حضور ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

د یوې نیکۍ اړتیا

 

په يو روايت كی راځي چې د قیامت په ورځ به الله رب العزت يو ځوان ودروي . د هغه ګناهونه او نيكۍ به ټولې سره برابری سي . الله رب العزت به ورته وايي چی اې بنده ! كه ستا سره يوه بله نيكي هم وای نو ما به ته جنت ته بېولى وای . ځوان به ورته وايي چی اې الله رب العزته ! ماته اجازه راكړه چی د خپلوانو څخه یې وغواړم . الله تعالی به اجازه وركړى . دا ځوان په زړه كی ډېر ډاډه وي ، چې زما خپلوان خو په دنيا كې ماته په هر مصيبت كې پكار راتلل ، او زه به دوى ته پكار ورتلم نو ضرور به يوه نيكي راكوي .

 

اول به خپل ورور ته ورسی او ورته  وبه وايي چی ورور جانه ! موږ  په دنيا كې يو ځاى ژوند سره کړی دی ، زما او ستا خوشحالي يوه وه ، غم مو هم يو و ، ما او تا به يو لاس يو بازو وو . كه ستا به څه ضرورت و ما به پوره كاوه ، او كه به زما څه ضرورت و ، نو تا به پوره كاوه . اوس زه فقط یوې نيكۍ ته اړتیا لرم ، بس يوه نيكي راكړه . ورور به ورته وايي چی ګرانه ! نن ورځ زه ستا سره هیڅ مرسته نسم كولاى ، هسې نه چی زما نيكۍ كمي سي زه به څه كوم ؟ په دې ډول به ورور منفی ځواب وركړى .

 

د ورور څخه به د مأيوسۍ په حال کی پلار ته ولاړ سي او ورته  وبه وايي چی پلارجانه ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو يخوالی يم ، ستا د زړه ټوټه يم ، زما يوې نيكۍ ته ضرورت دی . په  دنيا كې چی به كوم مشكل ماته راتی نو ته به راسره ولاړ وې . پلار جانه ! ته خو زما د سر سیورى يې ، نن زما یو مشكل دی كه صرف یوه نيكي راكړې ، زما مشكل حل كیږی . مګر پلار به هم انكار وكړى ، او زوى به مأيوس ځنی روان سي .

 

خور ته به ورسي او ورته وبه وايي چی زما خورجانې ! زما او ستا په دنيا كې څومره محبت و ، ما هر څه له تانه قربان كړي وو . زه ستا ورور يم ، زما فقط يوه نيكي كمه ده ، كه يوه نيكى راكړې نو نجات به حاصل کړم . مګر خور به هم انكار وكړى . دا ځوان به خپلې میرمنی ته راسي او پوره يقين به یې وي چې دا خو  ضرور نيكي راكوي . ورته وبه وايي چی زما او ستا څومره محبت و ، تا چی به څه غوښتل ما به راوړل . اوس زما يوه نيكى كمه ده كه يوه نيكى راكړې ، زما ټول مشكل حلیږي ، خو دا به هم انكار وكړى .

 

رابه سي خپلې مور ته او دلته به یې پوخ يقين وي چې مور به مې حتمأ نيكى راكوي ، ځکه چی په دنيا كې پر ما باندې ډېره مهربانه وه ، زه ورځم مور ته مې . کله چی مور ته راسي ، ورته وبه وايي مورجانې ! زه ستا زوى يم ، ستا د سترګو تور يم ، ستا د زړه ټوټه يم ، ماته يوه نيكى راكړه . كه یې را نكړې زه جهنم ته ځم . مور به يې انكار وكړى خو دغه ځوان به په زور سره چغې وهى ، مورجانې ! ستا زوى ستا مخې ته فرياد كوي ، ستا مخې ته ژړا كوي ، يوه نيكى غواړي ، مورجانې ! پر خپل زوى باندې لږ مهرباني او زړه سوﺉ وكه . پر خپل زوى باندې رحم وكه ، خپل زوى ته خو وګوره ، مورجانې ! په دنيا كې به زه تا ګرمۍ ته هم نه درولم ، خو اوس جهنم ته ځم ، صرف يوې نيكۍ ته ضرورت لرم ، يوه نيكي راكه .

 

د دومره سوالونو او زاریو سره سره به یې مور هم انكار كوي او نيكى به نه وركوي . وروسته به الله تعالی ته خالی لاس ورځی څو چی وروسته به الله تعالی دا ضرورت ورپوره کړی .

هو ، هر انسان تنها زوکیږی ، همداسی تنها به د الله تعالی حضور ته حاضریږی او د خپلو اعمالو حساب به ورکوی او هیڅ شی به یې هم پټ نه پاتیږی ( الحاقه ـ ۱۸ ) . هغه اعمال چی موږ یې کوو په ظاهره خو جنت ته د تللو وړ نه دي . نو الله رب العزت دې موږ پخپل فضل او كرم سره جنت ته بوځي . دا دنیا خو فانی او د سترګو په رپ کی درومی . وخت هم د بل هر شي غوندی د الله یو امانت دی چی ضایع کول یې خیانت ، مصیبت او فلاکت دی . الله تعالی د توبې دروازه خلاصه پرېیښې ده داسی نه چی ناوخته سی او بیا په قیامت کی د مور او پلار غوندی مهربانه خپلوان هم آن یوه نیکي لا نه راکوی .

 

لوی او دروند عذاب

 

ډیر پخوا په بنی اسراییلو کی یو سړی و چی د پیغمبر سره یې داسی مناقشه لرله : ما په خپل ټول عمر کی د خدای نافرماني کړې ده . ډیر ګناهونه او ظلمونه می کړي دي . ډیر زیانونه می رسولی دي . خو تر اوسه می هیڅ تاوان نه دی لیدلی او نه هم څه عذاب راکول سوی دی . که ګناه او ظلم سزا لری نو ولی ما ته نه ده راکول سوې ؟

پیغمبر څو ورځی وروسته ورته راغی او داسی یې ورته وویل : الله تعالی فرمایی چی ما تا ته ډیر عذابونه درکړی دي خو ته نه پوهیږې . آیا ته می د خپل عبادت د خوږوالې او لذت څخه نه یې محروم کړی ؟ آیا ستا پر مخ می د مناجات دروازه نه ده تړلې ؟ آیا په آخرت کی می د ښه او مؤفقانه ژوند امید نه دی درڅخه اخیستی ؟ آیا له دې نه هم لوی او دروند عذاب غواړې ؟

 

هو ، الله تعالی هیڅ ظالم او هیڅ ګنهکار هم بې سزا نه پریږدي . په دې دنیا کی لږ خو په آخرت کی د هغه د ګناه مطابق جزا ورکوی ( آل عمران ـ ۱۸۵ ) . دا چی ډیرئ کسان د الهی اوامرو او نبوي هدایاتو څخه سرکښي کوی باید پوه او متوجه اوسي چی الله تعالی یې همداسی نه پریږدی بلکی حتمأ یې راګیروی او ښه ټینګ یې راګیروی . الله تعالی د هری ګناه ، هر ظلم او هری بې انصافۍ د جزا ستره برخه ځکه په آخرت کی ورکوی چی که یې په دې دنیا کی ورکړي نو د مځکی پر مخ به هیڅوک هم پاته نسی  ( النحل ـ ۶۱ ) . همدا علت دی چی هر څوک ګناه او ظلم کوی خو سزا یې ژر نه وینی بلکی ورته ساتل سوې ده ، یعنی لوی او دروند عذاب ورته معطل دی .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.