د روژې څوارلسمه تحفه— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې څوارلسمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات  او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بیله عذره یا بیله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسی ادا کولای » . نو الله تعالی دی د هغې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق او توان راکړی . او دا هم څوارلسمه تحفه ، ( ن . صمد )

 

د زاهد حیرانتیا 

 

یو زاهد ویلی دي چی د څلورو کسانو ځواب ډیر سخت حیران او مات کړی یم :

لومړی ـ یو فاسد انسان می له څنګه تیر سو ، ما خپلی جامې راټولی کړې تر څو تماس ورسره پیدا نکړی . خو هغه داسی راته وویل : اې شیخه ! یوازی الله ښه پوهیږی چی سبا به زما او ستا حالت څنګه وی [ یعنی تا به وبخښی که ما ] .

 

دوهم ـ یو نشه انسان می ولیدﺉ چی کوږ ووږ او بې انډوله تلی ، ورته ومی ویل چی سم ګامونه اخله داسی نه چی غوځار سې . هغه راته وویل چی آیا تا په خپلو ټولو ادعاوو سره چی کوې یې ، ثابت ګامونه اخیستی دي ؟

درېیم ـ یو ماشوم می ولید چی لګېدلې شمع یې په لاس کی وه ، ورته ومی ویل چی دغه روڼا له کومه راځی ؟ هغه شمع پو کړه او هغه مړه سوه او داسی یې راته وویل : ته چی د ټول ښار لوی شیخ یې ، ووایه چی دا روښنایی چیری ولاړه ؟

 

څلورم ـ یوه ډیره ښایسته ښځه می ولیدله چی د قهر په حال کی یې د خپل میړه څخه شکایت راته کاوه . ورته ومی ویل چی اول خپل مخ پټ کړه بیا خبری راسره وکړه . خو هغې داسی راته وویل : زه چی په دنیوي غوښتنو کی ډوبه یم ، دومره له ځانه بې خبره یم ، خو ته څنګه د الله په محبت کی غرق یې چی د کتلو څخه بیرېږې ؟

 

هو ، که څوک بد یا ناوړه انسان ته بد ووایی ، که څه هم حقیقت به وی لاکن دا خبره پر هغه بده لګیږی آن د ځان بې عزتی یې بولی نو ځکه بد عکس العمل څرګندوی څو چی په لوی لاس به جنجال راته جوړ وی . د عالم لپاره چپ والی د هغه فایده او د جاهل لپاه چپوالی د هغه پرده ده . یعنی دا چی که عالم هر څومره ډیری خبری وکړی هیبت یې لږیږی خو بې خبره کسان او جاهلان که ډیر وږغیږی نو د ناپوهۍ څخه یې پرده ایسته کیږی . همدا علت دی چی یو مفکر ویلی دي چی : کله عقل کامل سی نو خبری کمی سی . الله دی د ښه خبرو د کولو او بدو خبرو د نه کولو توفیق را کړی .

 

د نیکیو او بدیو قوت

 

روایت دی چی یو پیغمبر کومه ورځ پر خپل ښیً اړخ درې نوراني او ښایسته مجسمې ولیدې او برعکس پر خپل  کیڼ اړخ یې درې بدرنګه او بد شکله مجسمې ولیدې . د راسته اړخ له هری مجسمې یې جدا جدا وپوښتل چی ته څوک یې ؟ لومړنۍ ورته وویل چی زه « عقل » یم . دوهمی ورته وویل چی زه « حیا » یم ، او درېیمی ورته وویل چی زه « رحم » یم . وروسته پیغمبر ورڅخه وپوښتل چی تاسی چیری اوسېږﺉ ؟  عقل ورته وویل چی زه د انسانانو په سر کی اوسیږم ، حیا ورته وویل چی زه د انسانانو په سترګو کی اوسیږم او درېیمی یعنی رحم ورته وویل چی زه د انسانانو په زړه کی اوسېږم .

 

پیغمبر وروسته د چپه خوا د درو ناولومجسمو څخه کټ مټ پوښتنی وکړې . لومړنۍ ورته وویل چی زه  « تکبر » یم او د انسانانو په « سر » کی اوسېږم . پیغمبر ورته وویل چی سر خو د عقل ځای دی . هغې ورته وویل چی که زه ورننوزم نو عقل ځی یعنی سر بې عقل کیږی . دوهمی ورته وویل چی زه « طمع » یم او ځای می د انسانانو زړه دی . پیغمبر ورته  وویل چی هغه خو د حیا ځای دی . مجسمې ورته وویل چی که زه د انسان سترګو ته ورداخل سم حیا ورڅخه ځی یعنی سترګی بې حیا کیږی . پیغمبر وروسته د درېمی څخه وپوښتل چی ته څوک یې او چیری اوسیېږې ؟ هغې ورته وویل چی زه « حسد » یم او د انسانانو په زړه کی اوسېږم . پیغمبر ورته وویل چی زړه خو د رحم ځای دی . هغې ورته وویل چی کله زه د انسانانو زړه ته ورننوزم نو رحم ځی یعنی د انسان زړه حاسد او بې رحمه کیږی . وروسته پیغمبر پر دغو درو واړو باندی لعنت ووایه او ورڅخه روان سو .

 

هو ، یو عالم څه ښه ویلی دي : دهغه علم څخه ځان وساته چی په هغه کی عمل نه وی ؛ او د هغه عمل څخه ځان وساته چی په هغه کی علم نه وی ! په رښتیا هم که انسانان بدیو او ګناهونو ته اجازه ورکړی چی بدن ته یې ننوزی ، نو نیکۍ او انساني اخلاق به کډه وکړی او ځای به یې بدۍ ، ګناهونه او ظلم ونیسی او اړونده انسان به له هره پلوه ګنهګار کړی او په دې ډول به یې دنیا او اخرت خراب وی . نو څومره به ښه وی چی پر خپل نفس غالب اوسو او شیطان ته اجازه ورنکړو چی بې لاری او مات مو کړی . خو که مو اراده اوسپنیزه ( یعنی ایمان پیاوړی ) وی نو بیا شیطان مات او مغلوب دی که نه خبره به برعکس وی .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.