د روژې پنځلسمه تحفه ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې پنځلسمه تحفه

 

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

ګرانو او معززو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی یو څه کهالت او عطالت لری ، که نور نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره نامناسب ، ناوړه او نامطلوب کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی عملأ تغیر راولو تر څو الله تعالی مو حالت راتغییر کړی ( الرعد ـ ۱۱ ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله  به مو راسوځوی . دا هم پنځلسمه تحفه چی ستاسو درانه حضور ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

غم مه کوه

 

مسلمانان اصلأ ډیر طالع من دي خو اکثریت نه پوهیږی . په خوښۍ او خپګان ، بډاینه او نېستۍ ، سختۍ او آسانۍ کې مو خیر پروت دی : پیغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي : د مؤمن کارونه عجیب دي ، چی په هر څه کی یې خیر دی او دا له مؤمن څخه پرته د بل چا په برخه نه کیږي . که ښېګڼه ورپېښه سي ، شکر وباسي او دا یې په خیر دی ، او که مصیبت ورپېښ سي ، صبر کوي او دا یې هم په خیر دی .

 

هو ،  په رښتبا هم موږ او تاسی باید غم ونکړو . که دې ګناه کړې وي ، توبه وکړه . که دې بدي کړې وي ، د الله څخه بخښنه وغواړه . که اشتباه درڅخه سوې وي ، سمه یې کړه ځکه د الله رحمت خورا پراخ دی او د زکندن تر وخته توبه قبلوي . ایمان د دوو برخو څخه جوړ سوی دی چی هغه شکر اوصبر دی . امام شافعی (رح) ویلی دی چی : « تر ټولو جاهل او ناپوه هغه څوک دی چی د ګناه څخه ښه خبر وی او بیا هم د هغه مرتکب کیږی . » بس نور نو یوه رښتیانۍ اراده او فیصله غواړي !

 

د دنیا وروستی منزل

 

دې ځای ته قبر وايي . دا د علماوو او جاهلانو ، بیوزلو او بډایو ، زورورو او کمزورو ، پاچاهانو او عوامو کور دی . دا د حشراتو او چینجیو ټاټوبی دی چې د انسان له غوښو به تغذیه کېږي . فرش یې خاروې او اوسېدونکي یې د مړیو کالبوتونه دي . دلته د دوږخ د اور یا د جنت د خوندونو نښې دي…. اوسیدونکي یې یو رکعت لمانځه ، دعاء او لږ نیک عمل ته اړ دي . دا د دنیا وروستی او د آخرت لومړی منزل دی . دا تک تور او تنګ غار هر چا ته منتظر دی که زه یم که ته ! که وغوړو یا نه ، که مو خوښه وی یا نه ، که یې ومنو یا نه ، حتمأ ورتلونکي یو !

 

لو مړنۍ شپه یې د یوازېتوب او حسرت شپه ، له خپلوانو او بچیانو لیری شپه او د وارخطایی شپه ده . که دې اعمال پکښی ونه منل سي نو بدمرغه به سې . هغه شپه چې سهار یې د قیامت ورځ ده او تر هغه بیا لمر خاته نسته . نور به دې موذن د سهار لمانځه ته له خوبه نه راپاڅوي ! د دې شپې د سهار مؤذن اسرافیل دی.

 

که د دې تور غار د اوسېدونکو څخه وپوښتل سی چی ستاسو سره یې څه وکړل ؟ هغه ښکلي څیرې مو څه سوې ؟ نرم او نازک بدنونه مو څه سول ؟ خاورې او چینجیو څه درسره وکړل ؟ هغه کلک او سپین غاښونه مو څه سول ؟ توري څڼې او غټې سترګې مو لا هم سته ؟ افکار ، سیاست ، تبلیغات او مدیریت مو څه سول ؟ مقام ، دبدبه او حُکم مو اوس هم چلیږي که یا ؟ د میوو باغونه او ښکلې جامې مو چېری دي ؟ هغه نوي او لوړ ماډل موټرونه مو اوس چیری چلیږي ؟ د قوم او قبیلې ملاتړ مو څه سو ؟ چېری دي هغه بانډارونه چې الله به مو پرې هېراوه ؟ لاسونه مو لا هم هومره زور لري چې د کمزرو ورمېږونه او څټونه مات کړﺉ ؟ هغه توره او توپک مو څه کړل چې پر مظلومانو مو سړول ؟ هغه غرور او لویی مو څه سوه ؟ هغه پلوونه او مکلف خوراکونه دې څه سول ؟ اوس خو د تورو خاورو مېلمه یې !

 

هو ، فقيه ابواللیث سمرقندي (رح) داسی ویلی دي : څوک چي غواړي د قبر له عذابه ځان وژغوري نو هغه ته پکار دي چي څلور شيان په ځان باندي لازم کړي او له څلورو شيانو څخه ځان وژغوري . هغه لازم شيان په لاندي ډول دي :

لومړی : د لمونځونو پابندي ؛ دوهم : صدقه ورکول ؛ درېيم : د قران تلاوت کول ؛ څلورم : تسبيح ، ځکه چي دا به د هغه قبر پراخ او منور کړي . او د کومو شيانو څخه چي ځان ژغورل پکار دي هغه دا دي : لومړی : درواغ ويل ؛ دوهم : خيانت کول ؛ درېيم : چغلي کول ؛ څلورم : د ميتيازو ( بولو ) د څاڅکو څخه ځان نه ساتل.

 

په رښتیا هم د یو عالم له قوله درواغ د ګناهونو مور او خیانت یې پلار دی . نو الله دی د دغو او نورو بدو اعمالو د ترک او پرې ښودلو توفیق راکړی .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.