د روژې نهه ویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې نهه ویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکي داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول عمربه ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعي عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری موقع او آخری شپه ضایع نکړو او چټی یې له لاسه و نه باسو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تهلیل ، تسبیحات ، استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد )

 

د خدای (ج) او پیغمبر استدلال

 

حضرت عبدالله بن سلام (رض) فرمایی چی : یو وخت کوم پیغمبر د الله سبحان و تعالی په دربار کی د خپلو مصیبتونو څخه شکایت وکړ . نو الله (ج) داسی ورته وفرمایل :

تر څو پوری زما څخه شکایت کوې ؟ زه ستا د شکایت او مذمت سزاوار نه یم . د خلقت په ورځ ستا لپاره همدا لیکل سوي وو . نو ولی زما د عالی نظم او ترتیب څخه ناراضه یې ؟ آیا ته غواړې چی صرف ستا په خاطر دنیا او د لوح محفوظ لیکني تغییر کړم ؟ ستا د غوښتنی سره سم رفتار وکړم ؟ او د خپلی غوښتنی مطابق رفتار ونکړم ؟ آیا هغسی چی ته یې غواړې باید وسي ، خو هغسی چی زه یې غواړم باید ونسي ؟ په خپل نفس می قسم چی که په دې باره کی بیا شکایت وکړې ، نو د نبوت څخه دې محروم کوم او په دوږخ کی دې اچوم او له دې کاره باک هم نه لرم .

نو هغه و چی پیغمبر د الله تعالی لپاره پر سجده پرېووت او په ژړاوو ، زاریو او استغفار یې پیل وکړ .

هو ، چی د نبیانو او رسولانو دا حال و ، نو د یوویشتمی پیړۍ د مسلمانانو به څه حال وی ؟! نن موږ عملأ ګورو چی ډیرئ کسان د خدای (ج) په اراده او فیصله کی هم د مداخلې کوښښ کوی آن خبره کله کله کفر ته رسوي . دغسی کسان انتقاد کوی چی خدای ولی دغسی یا هغسی کوی ، یا ولی دغسی یا هغسی نه ده…. حال دا چی الله تعالی هر څه په خپله اراده او فیصله سره کوی او په هر څه کی خپل حکمت لری خو موږ نه پوهیږو . یوه انتباهی قصه را په یاد سوه : یو سړی د بایزید بُسطامی (رح) حضور ته ورغی او داسی شکایت یې وکړ : زما عیال ډیر او عاید می لږ دی . نه پوهیږم چی څه وکړم . که تاسی څه وکړای سیً نو ښه به وی .

 

بسطامی (رح) ورته وفرمایل چی : د خپل کور هغه اعضاوی له کوره وشړه چی ستا په خیال د هغوی رزق زه ورکوم ، او هغه اعضاوی پریږده چی رزق یې الله (ج) ورکوی ، او همدا یې ښه چاره ده .

په دې عالمانه خبره سره د هغه سړي سر خلاص سو او نور یې د دغسی شکایتونو او د خدای په اراده کی د مداخلې څخه ډډه وکړه .

 

حاسد د الله سره مقابله کوی

 

یو حکیم فرمایلی دي چی حسود انسان په پنځو طریقو سره د الله مقابله کوی :

لومړی ـ د هر هغه نعمت سره بُغض کوی چی د الله لخوا د ده څخه علاوه پر بل شخص هم ولوریږی ؛

دوهم ـ د هغو نعمتونو څخه چی الله یې تقسیموی د خپل حسادت له امله نارضایتی کوی ( د الله تقسیم صحیح نه بولی ) ؛

درېیم ـ د فضل الله سره بغض او حسد کوی ( الله پر هر چا چی ویې غواړی خپل فضل کوی ، خو حسود انسان هغه نه غواړی ) ؛

څلورم ـ حاسد غواړی چی اولیأالله ذلیل کړی ( الله چی پر هر چا خپل فضل او کرم کوی ، نو حاسد د هغه رکود غواړی ، یعنی د هغه ذلیل کیدل یې مطلب وی ) ؛

پنځم ـ حسود انسان د خپل حسد له امله د خدای دښمن یعنی شیطان خوشحاله کوی ( ځکه د الله د فضل څخه محرومول د ابلیس اصلی هدف او مقصد دی ) .

هو ، په رښتیا هم حاسد او کینه پال تل په مصیبت او غم مبتلا وی . ځکه حسد د هغه نیک عملونه داسی خوری لکه اور چی لرګي خوری . رسول الله (ص) وفرمایل : یوه ډله خلک د الله د نعمتونو دښمنان دي . ورڅخه وپوښتل سوه چی هغوی څوک دي ؟ ویې فرمایل : هغوی چی د خوشحاله انسانانو سره حسد کوی . نو هیله ده چی نور نو خپلو ځانو ته جدأ متوجه سو او د الله تعالی سره مقابله ونکړو او د هغه ذات (ج) اراده او فیصله عملأ او پر سر او سترګو ومنو او دا ثابته کړو چی نور نو د ځان د اصلاح او فلاح ټینګ او غوڅ تصمیم لرو . نو ستر رب دې مو په دغه سپیڅلي تکل کی بریمن کړی .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.