د روژې دیرشمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې دیرشمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

ګرانو او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو نهه ویشت برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ؛ دوهم جلد ) څخه انتخاب سوي وو . دغه اثر څه باندی ۴۰۰ آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری . ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر هم د لومړي جلد غوندی چاپ کړم . نو دا دی اوس پر درنو مینه والو زیری کوم چی د اخلاقی کنایو دوهم جلد هم د چاپ لپاره چمتو کیږی او هیله من یم چی تر چاپ وروسته یې په مینه ولولیً .

 

باید عرض وکړم چی دغه دیرشمه برخه می د خپل یو بل ناچاپه اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستې ده چی د موضوع د اهمیت له کبله یې دلته راوړم . په پای کی د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ټولو معززو دوستانو او لوستونکو ته د زړه له اخلاصه مبارکي وایم او لوی خدای دی یې په ټولو مسلمانانو ، منجمله افغانانو پوری ښادمن او سودمن ولری ـ آمین .

 

یادونه : د هغو مؤمنو دوستانو څخه ډیر ممنون او مرهون یم چی دغه لړۍ یې هره ورځ په مینه او اسلامی جذبه سره د خپلو ویب پاڼو یا ویبلاګونو له لاری تر ګرانو لوستونکو پوری رسوله ، په تیره بیا د ښاغلو : مختار احمد احسان ، محمد امین بسمل ، خالد هادی حیدری ، محمد طارق بزګر ، ویس ناصری ، نصیر احمد څپاند او د صدای افغان د متدینو مسؤلینو لپاره د ستر رب څخه ستر اجر او عوض غواړم او لوی الله دی یې دا عملی خدمت د جاریه صدقې په حیث قبول کړی ـ آمین . نو دا هم د دې لړۍ وروستۍ برخه ( ن . صمد )

 

د شیطان سره ظلم

 

روایت دی چی د حضرت دانیال (ع) په زمانه کی یو سړی هغه ته راغی او شکایت یې وکړ چی شیطان می ډیر په عذابوی ، کومک راسره وکړه . دانیال ورڅخه وپوښتل چی څه آزار یې درکړی دی ؟ سړي ورته وویل چی هر ښه کار ته اراده وکړم هغه می مخه نیسي . دانیال ورڅخه وپوښتل چی آیا هغه پوځ او لښکر لری او جنګ درسره کوی تر څو د ښه اعمالو څخه دی منع کړی او برعکس بدو کارونو ته دی مجبور کړی ؟ عارض ورته وویل چی یا ، بلکی هغه په زړه کی وسوسه راواچوی ، بد کار ښه راته وبرېښوي ، شپه او ورځ می غولوي او ګناهونو ته می هڅوي .

 

دانیال ورته وویل چی سم می پوه کړه ، یعنی دا چی کله ته لمونځ کوې نو هغه دې منع کوی ؟ که د خدای په لار کی صدقه ورکوې نو هغه دې تر لاس نیسي او دې کار ته دی نه پریږدي ؟ که د لمانځه لپاره مسجد ته ځې نو آیا شیطان په غاړه کی رسۍ در اچوی او راکشوی دې او برعکس قمارخانې ته دې بیایی ؟ آیا که د چا سره پسته او نرمه لهجه استعمالوې نو هغه په خوله کی کیزه در اچوی او برعکس بدي خبری درباندی کوی ؟ آیا کله چی د خلکو سره کومه معامله کوې نو شیطان راځي او د هغه سړي پیسې په زوره ستا په جېب کی در اچوی ؟ مطلب دا چی هغه څه ډول زور او قوت درسره استعمالوی ؟

 

سړي ورته وویل چی یا ، دغسی نه کوي بلکی نه پوهیږم چی څنګه دې پوه کړم . هغه په زړه کی وسوسه را اچوی او په غیر مستقیم ډول می بدو اعمالو ته هڅوي او ګناه راباندی کوی . لنډه دا چی شیطان زما د هر بد عمل او ګناه مسؤل دی او زه یې ډیر تنګ کړی یم ، کومک راسره وکړه .

 

دانیال ورته وویل چی زه دې ته حیران یم چی ته ولی د شیطان څخه دومره شکایتونه لرې او هغه څنګه دا هر څه درباندی کوی . که داسی وی ، نو هغه ما ولی نه سي غولولای ؟ ځکه نو ته د هغه څخه ناحقه شکایتونه کوې او دا بې انصافي ده چی هره ګناه پر شیطان تاوانوې .

 

دانیال ورڅخه وپوښتل چی ستا نوم څه دی او چیری اوسیږې ؟ هغه ورته وویل چی نوم می ( عم اوغلي ) دی او په هغه بل کلي کی اوسېږم . دانیال په تعجب سره وپوښتل چی : اوح ! عم اوغلی همدا ته یې ؟ سړی حیران سو او ورڅخه ویې پوښتل چی ولی ؟ او څه قصه ده ؟ دانیال ورته وویل چی ګوره ، تر اوسه می ته نه پیژندلې خو اوس چی دی خپل نوم راوښود نو دا دی ومی وپېژندلې چی ته ظالم یې . سړي په وازه خوله ورڅخه وپوښتل چی څه ظلم می کړی دی او د چا سره ؟ دانیال ورته وویل چی زه خو تا نه پیژنم ، لاکن پرون تصادفأ شیطان ما ته راغی او ستا څخه یې خورا ډیر شکایتونه کول . سړي ورڅخه وپوښتل چی شیطان څه شکایتونه راڅخه کول ؟ دانیال داسی ځواب ورکړ : شیطان ویل چی زه د عم اوغلی څخه ډیر په عذاب سوی یم او هغه می سخت ځوروی او ظلم راباندی کوي . شیطان هیله راڅخه وکړه چی تا پیدا کړم او نصیحت درته وکړم تر څو شیطان نور په عذاب نه کړې . سړي وپوښتل چی آیا تا د شیطان څخه و نه پوښتل چی عم اوغلی څه درکړي دي ؟ دانیال ورته وویل چی هو ، همدا پوښتنه می ځنی وکړه او هغه راته وویل چی ته خبر یې چی الله تعالی پر ما لعنت ویلی دی او ما هم قول ورسره کړی دی چی تر قیامت پوری به انسانان ګمراه او ګنهګار کوم . خو دغه عم اوغلي مسلسل زما په کارونو کی مداخله کوی ؛ یعنی دا چی هر څه پخپله کوی لاکن پروپاګنډ په ما پسی کوی او ما ملامتوی . مثلأ عم اوغلي کولای سي چی لمونځ وکړی مګر نه یې کوی ، کولای سی چی روژه ونیسی لاکن نه یې نیسی ، کولای سی چی د خیر په کارونو کی پیسې خرڅي کړی لاکن نه مصرفوي ، کولای سي چی د سلګونو بدو اعمالو او ګناهونو څخه ډډه وکړي لاکن نه یې کوي ، خو د دې ټولو ګناهونو پړه پر ما اچوي ! شراب زما عمل دی خو عم اوغلي یې څښي ؛ حیله ، فتنه او دوه مخي زما هنرونه دي لاکن عم اوغلي یې په خرپ سره کوی ، مسجد د الله کور او قمارخانه زما کور دی خو عم اوغلي هلته نه بلکی دلته راځی ، بې شرمي او بده لهجه زما کارونه دي خو عم اوغلي زما څخه پکښی مخته دی . نور به څه درته ووایم اې دانیاله ! دغه عم اوغلي هر ډول ناروا اعمال پخپله کوی خو بیا هم ما ملامتوي او لعنت لا هم پر ما باندی وایی . کله چی په کاروبار کی خلک وغولوي او پیسې یې په خپل جېب کی واچوي نو تهمت لا پر ما اچوی . ما خو هغه تر لاس نه دی نیولی چی په زوره روژه په وخورم ، یا په زوره لمونځ په و نه کړم…. آخر ما په دغه عم اوغلي څه کړي دي چی د دې ټولو اعمالو سره سره بیا هم ما ملامت کوي او ناحقه لعنت راباندی وایي ؟ لطفأ اې دانیاله ! دغه عم اوغلي راوغواړه او نصیحت ورته وکړه چی زما څخه لاس واخلي…

 

نو شیطان ستا څخه دغسی شکایتونه کول . زه په دې لټه کی وم چی تا به څنګه پیدا کړم ، او متوجه دې کړم . خو دا چی ته نن پخپله راغلې ، دا ډیر ښه کار وسو . نو لطفأ د شیطان څخه لاس واخله یعنی د هغه په کارونو او چارو کی مداخله مه کوه . که ته د هغه په چارو کی لاس وهنه کوې نو هغه هم حق لری چی ستا په چارو کی لاس ووهي او ژوند دې خراب کړی . تا پخپله راته وویل چی هغه دا هر څه په زوره نه درباندی کوی بلکی په زړه کی وسوسه در پیدا کوی . نو ولی د هغه وسوسې ته په زړه کی ځای ورکوې او ولی یې په خوله کوې ؟ ولی د هغه د غوښتنی برعکس عمل نه کوې ؟ که داسی وکړې ته به هم دانیال یې ! په دغسی حالت کی به نه ته د هغه څخه او نه هغه ستا څخه هیڅ ډول شکایت ونلری . نو ته چی پخپله بد کار کوې څه حق لرې چی په لوی لاس یې پر شیطان تاوانوې او لعنت هم پر وایې ؟ که ته داسی کوې نو آیا هغه حق نلري چی کټ مټ غبرګون وښیی ؟

 

عم اوغلي د حضرت دانیال (ع) په دې له عبرته ډک نصیحت ډیر متأثر ، شرمنده او سرځوړی سو او داسی یې ورته وویل : په رښتیا هم تقصیر او ګناه زما خپله وه لاکن ملامتي می پر شیطان اچوله . باید زه پخپله ښه سم او شیطان می د ګناه سزاوار نسي . نو سر له همدې شېبې می توبه ده او نور په رښتیا سره اول خپل اعمال سمَوَم ، بیا پر شیطان لعنت وایم .

 

هو ګرانو لوستونکو ، اساسی ټکی دا دی چی که زموږ ایمان ټینګ ، عقیده مو سپېڅلې ، افعال او اعمال مو سالم ، اطاعت مو الهی او متابعت مو نبوي وی نو شیطان به هرومرو ناکام ، بدنام او سرسام وی ( النسأ : ۷۶ ) . او په دې ډول به د ناحقه پلمو څخه هم خلاص او بېغمه یو .

 

درنو لوستونکو ، په دغو دیرشو تحفو ( شپیته عنوانونو ) کی که کومه نیمګړتیا ، خلا یا اشتباه موجوده وی د سمون لپاره یې لطفأ د لیکوال سره د ایمیل په ذریعه تماس ونیسیً تر څو په کتاب کی یې د چاپ پر مهال اصلاح کړم . زما ایمیل آدرس لاندی لیکلی دی ، والسلام

 

ستاسو د دعاوو محتاج : نثار احمد صمد

Nsamad57@hotmail.com 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *