د روژې څلورمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې څلورمه ډالۍ

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

معززو دوستانو ، السلام علیکم !

هیله ده چی د روژې دغه ډالۍ یعنی د پند او عبرت د کیسو لړۍ ګټوری وی . او دا هم د دې پرله پسې قصو څخه د څلورمی روژې څلورمه برخه [ ن . صمد ] : 

 

 

د عقیدې اتل :

 

د هجرت پر نولسم کال امیرالمؤمنین عمر بن خطاب (رض) د رومیانو سره د جګړې لپاره یو لښکر واستاوه . یو ډیر ثابت قدمه صحابی ( عبدالله بن حذافه سهمی ) هم په دې پوځ کی شامل و . د روم قیصر د مسلمانانو د ایمان او کلکی عقیدې په باره کی ډیر اورېدلي وو . نو ځکه یې خپلو پوځیانو ته هدایت وکړ چی که مو مسلمانان اسیر کړل ،  ما ته یې ژوندي راولیً .

 

د دغسی نیول سوو کسانو په لړ کی یو هم همدا عبدالله (رض) و . د روم قیصر د عبدالله جګ قد ته وکتل او بیا یې ورته وویل چی زه تا ته یو وړاندیز لرم . عبدالله وویل چی څه وړاندیز ؟ قیصر ورته وویل چی ستا څخه غواړم چی عیسوﺉ سې ، په هغه صورت کی به دې ایله کړم او هم به خپله نیمه پاچهی درکړم .

عبدالله په جګه غاړه قیصر ته داسی وویل : هیهات ، هیهات ! مرګ تر هغه څه چی راڅخه غواړې یې ، سل ځله عزت او ارزښت لری . قیصر هم ( چی غوښته یې هغه امتحان کړی ) وویل : زه تا ډیر زړه ور بولم . نو که می پیشنهاد ومنې هر څه چی زه یې لرم درسره شریک به یې کړم .

 

اما عبدالله بن حذافه چی په زولنو او ځنځیرونو کی بند و ، داسی ځواب ورکړ : حتی که ستا ټوله پاچهي هم راکړې بیا به هم د یوې شیبې  لپاره لا د محمدی دین څخه پرته بل څه قبول نه کړم . قیصر ورته وویل چی که دا کار و نه کړې نو و به دې وژنم . عبدالله ورته وویل چی زړه دې وی هغه وکړه .

 

قیصر هم امر وکړ چی عبدالله په صلیب پوری وتړﺉ او نښه ویشتونکو ته یې ( په داسی حال کی چی عبدالله یې وا نه وری  ) ، وویل چی د پښو په مابین کی یې وولیً  تر څو هغه وبیریږی . دا مهال یې خپل وړاندیز بیا تکرار کړخو عبدالله هیڅ په باک هم را نه وړ او مسلسل یې « لا اله الا الله » ویل .

قیصر چی کله وکتل چی دا کار فایده نه کوی نو عبدالله یې د صلیب څخه راکښته کړ او هدایت یې وکړ چی د غوړو څخه ډک دیګ و ایشوﺉ ، کله چی غوړي ښه داغ سی نو دوه مسلمان بندیان پکښی واچوﺉ تر څو عبدالله یې په سترګو ووینی .

 

هغوی هم همداسی وکړه او عبدالله په ډیر غم سره ولیده چی د  دواړو اسیرو مسلمانانو هډوکي د غوړو پر سر راغلل . تر دې وروسته قیصر عبدالله ته مخ واړاوه او یو ځل بیا یې د نصرانی ( عیسوی ) دین منل ورڅخه وغوښته ، خو عبدالله تر مخکی لا  نور هم جدی او مصمم سو .

واکمن چی نور نو مأیوس او نهیلیً سو ، امر یې وکړ چی دﺉ هم دیګ ته واچوﺉ . کله چی عسکرو عبدالله د مرګ خوا ته روان کړ ، نو دا مهال ناببره د عبدالله سترګي د اوښکو څخه ډکي سوې . عسکرو چی تر دې مهاله هیڅ د ده اوښکي نه وې لیدلي ، قیصر  خبر کړ . قیصر چی دا خبر واورېد ډیر خوشاله سو او فکر یې وکړ چی عبدالله باالاخره د مرګ څخه وبیرېدﺉ ، او ویې ویل چی هغه ما ته راولیً .

 

کله چی یې عبدالله د قیصر حضور ته راوست نو هغه یو ځل بیا ورڅخه وغوښته چی خپل دین پریږده او عیسویت قبول کړه . خو عبدالله د هغه دا وړاندیز تر پخوا لا شدیدأ رد کړ . قیصر چی بیخی ګنګس او ګیچ سوﺉ و ، داسی وویل : افسوس ستا پر حال ، نو ولی دې ژړل ؟ عبدالله ورته وویل چی : د ځان سره می دا وویل چی اوس خو په دغه دیګ کی اچول کیږم ، خو صرف یوه ساه لرم چی هغه به ولاړه سی ، حال دا چی څونه به ښه وای چی د خپلو وریښتانو په اندازه می ساه وی لرلای تر څو ټوله د الله په لار کی دغه دیګ ته راسره اچول سوي وای .

 

قیصر چی دغه پولادی عزم بیخی مات کړ ، نو ځان یې شرمنده احساس کړ او داسی یې ورته وویل : که چیری زما تندﺉ مچ کړې نو ایله به دې کړم . عبدالله ورته وویل چی په یو شرط دا کار کوم او هغه دا چی ټول نیول سوي مسلمانان به خوشي کوې ! ( عبدالله وروسته وویل چی د ځان سره می رﺉ وواهه چی هغه بېله د خدای د دښمن څخه بل څه نه دی ، او ځکه یې تندﺉ مچوم چی د دې کار په مقابل کی نوموړﺉ ما او ټول مسلمان اسیران ایله کوی . نو ځکه دا کار ما او زما دین ته هیڅ ضرر نه لری . )

 

کله چی واکمن د هغه شرط ومانه ، نو عبدالله هم ور وړاندی سو او د هغه تندﺉ یې د ځان سره د پورتني نیت په ویلو سره مچ کړ . وروسته له دې قیصر امر وکړ چی ټول اسیر مسلمانان عبدالله ته په لاس ورکړﺉ . نو هغه و چی دوی ټول آزاد سول او وروسته له څه مودې مدینې ته راورسېدل .

 

عمر بن خطاب (رض) چی د عبدالله بن حذافه د دې ماجرا او غمجن داستان څخه خبر سو ، نو متأثر او په عین حال کی ډیر خوشاله سو او داسی یې وویل : پر هر مسلمان باندی واجب دی چی د عبدالله بن حذافه تندﺉ مچ کړي او زه اول دا کار کوم . نو هغه و چی امیرالمؤمنین ور وړاندی سو او عبدالله یې پر تندي مچ کړ او په دې سره یې د عبدالله بن حذافه ایمان ته سلامي وکړه .

هو ، الله دې د نن عصر د تش په نوم مسلمانانو په زړونو کی د دغسی جذبې یوه سلنه واقعی ایمان هم پیدا کړی .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *