د روژې نهم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې نهم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو دا یې تاسو او دا یې هم دنهمی روژې نهمه تحفه ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (نهمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه : پر الله تعالی کوم کوم خلک ډیر ګران دي ؟

ځواب : الله تعالی دغه خلک ډیر خوښوی :

۱ ـ پاک انسانان (۱) .

۲ ـ نیک عمله کسان (۲) .

۳ ـ پرهیزګاره خلک (۳) .

۴ ـ انصاف یا عدالت خوښونکي کسان (۴) .

۵ ـ توبه کونکي انسانان (۵) .

۶ ـ صبر کونکي یعنی صابران (۶) .

۷ ـ پر خدای توکل کونکي کسان ( ۷) .

۸ ـ د خدای په لاره کی جهاد کونکي انسانان (۸) .

 

پوښتنه : آیا را ته ویلای سې چی د الله تعالی د کومو کومو خلکو څخه بد راځي ؟

ځواب : هو ولی نه ، الله تعالی دغه انسانان هیڅ نه خوښوی :

۱ ـ کافر (۹) .

۲ ـ ظالم (۱۰) .

۳ ـ بې ایمانه او خاین (۱۱) .

۴ ـ فتنه او فساد خپرونکی (۱۲) .

۵ ـ چټی یا بې ځایه مصرف کونکی (۱۳) .

۶ ـ متکبر یا کبرجن (۱۴) .

 

پوښتنه : په رښتیا هم نن هره اسلامی خصوصأ افغانی ټولنه د ظالمانو ، فاسدانو ، خاینانو او کبرجنانو څخه ډکه ده نو ځکه هر څه وران دي . الله دی دغسی کسان اصلاح او فلاح کړی . په هر صورت ، اوس به راسم دې مسألې ته چی آیا په رښتیا هم د غیب علم صرف خدای ته معلوم دی ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده . په آسمانو کی او پر مځکه باندی هیڅوک او هیڅ شی هم بېله خدایه له غیبه ناخبره دي (۱۵) .

 

پوښتنه : چی داسی ده ، نو موږ خو پوهیږو چی رسولانو معجزې لرلې او په ځینو مواردو کی به له غیبه هم خبر وو . په دې حساسه مسأله کی څه وضاحت راکولای سې ؟

ځواب : الله تعالی بعضی وختونه د خپل حکمت او مصلحت پر اساس د غیب یو څه علم خپلو رسولانو ته عطا کړی دی او بس (۱۶) .

 

پوښتنه : یوه بله مسأله چی له ډیره وخته یې په ذهن کی لرم دا ده چی ځینی پوهان او پروفیسوران ادعا کوی چی موږ په لابراتوار کی دا یا هغه ژوندی شی جوړ کړ . آیا را ته ویلای سې چی الهی مخلوق څومره قدرت لری ؟

ځواب : خورا لږ حتی هیڅ ، که ټول مخلوق هم سره یو ځای سی ، حتی یو مچ به هم جوړ نه کړای سی . (۱۷) .

 

پوښتنه : دا خو واقعأ هم ډیر غټ چلنج دی . اوس به راسم دې ته چی آیا په رښتیا هم ته د شِرک په خلاف یې ؟

ځواب : هو ، زه د شرک  سخت مخالف او ضد یم او تر ما بل هیڅ شی هم د شرک ډیر مخالف نه دی (۱۸) . باید ووایم چی په الهي ذات او صفتونو کی هیڅوک هم نسي شریک کېدای بلکی الله وحدهُ لا شریک دی (۱۹) .

 

پوښتنه : که راته ووایې چی د مشرک نښي کومی دي ، خوشاله به سم .

ځواب : د یو مشرک انسان پیژندنه دا ده چی کله د هغه په مخ کی د الله د توحید بیان وسی نو د هغه زړه تنګ ،  منقبض او کوچنی کیږی خو که د الله څخه ماسېوا د نورو هستیو بیان وی نو خوشالی احساسوي (۲۰) .

 

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی د عربو د هغه مهال مشرکانو الله ته عقیده لرله یعنی هغه یې مانه ؟

ځواب : هو همداسی ده ، هغوی الله د کایناتو خالق او مُدبر باله (۲۱) .

 

پوښتنه : چی داسی ده نو د بتانو عبادت یې ولی کاوه ؟

ځواب : هغوی دا بتان د خدای لپاره وسیله او واسطه بلله (۲۲) او د هغو په عبادت سره یې ځانونه الله ته نږدې احساسول (۲۳) .

 

پوښتنه : هغه کومه ګناه ده چی نه بخښل کیږی ؟

ځواب : هغه شِرک دی چی هیڅ نه معافیږی (۲۴) .

 

پوښتنه : آیا د کوم مشرک لپاره بخښنه یا مغفرت غوښتل کېدای سی ؟ ځکه ځینی کسان په بې خبرۍ یا بې تفاوتۍ سره وایی چی فلانی ( کافر یا مشرک یا هندو…) دی خدای وبخښی . آیا له خدایه د کافر لپاره دغسی مغفرت غوښتل کېدای سی ؟

ځواب : یا قطعأ نه ، دا ځکه چی د هغه کفر ، شِرک او غیر مسلمانتوب له وړاندی لا معلوم او ثابت دی چی ځای یې دوږخ دی (۲۵) .

———————————————————————————————————————

(۱) : البقره : ۲۲۲ ؛ التوبه : ۱۰۸ . (۲) : البقره : ۱۹۵ ؛ آل عمران : ۱۳۴ ، ۱۴۸ ؛ المایًده : ۱۳ ، ۹۳ . (۳) : آل عمران : ۷۶ ؛ التوبه : ۴ ، ۷ . ( ۴) : المایًده : ۴۲ ؛ الحجرات : ۹ ؛ الممتحنه : ۸ . (۵) : البقره : ۲۲۲ ؛ التوبه : ۱۱۲ . (۶) : آل عمران : ۱۴۶ . (۷) : آل عمران : ۱۵۹ . (۸) : الصف : ۴ . (۹) : آل عمران : ۳۲ ؛ الروم : ۴۵ . (۱۰) : آل عمران : ۵۷ ، ۱۴۰ ؛ الشوری : ۴۰ . (۱۱) : النسأ : ۱۰۷ ؛ الانفال : ۵۸ ؛ الحج : ۳۸ . (۱۲) : المایًده : ۶۴ ؛ القصص : ۷۷ . (۱۳) : الانعام : ۱۴۱ ؛ الاعراف : ۳۱ . (۱۴) : النحل : ۲۳ . (۱۵) : المایًده : ۱۰۹ ؛ النمل : ۶۵ ؛ الانعام : ۷۳ ؛ الزمر : ۴۶ . (۱۶) : الجن : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۷) : الحج : ۷۳ . (۱۸) : البقره : ۲۲ ؛ الرعد : ۳۶ ؛ الکهف : ۱۱۰ ؛ الحج : ۲۶ ؛ یونس : ۱۰۶ . (۱۹) : الانعام : ۱۶۳ ؛ المومنون : ۹۱ ـ ۹۲ ؛ النمل : ۶۳ ؛ الروم : ۴۰ ؛ الاخلاص : ۴ . (۲۰) : الزمر : ۴۵ ؛ الاسرأ : ۴۶ . (۲۱) : یونس : ۳۱ ؛ المومنون : ۸۴ ـ ۹۰ . (۲۲) : یونس : ۱۸ ؛ الزمر : ۴۳ . (۲۳) : الزمر : ۳ . (۲۴) : النسأ : ۴۸ ، ۱۱۶ . (۲۵) : التوبه : ۱۱۳ـ۱۱۴ .

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *