د روژې څوارلسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې څوارلسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د دڅوارلسمی روژې لپاره څوارلسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (څوارلسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : آیا کفار آرام کښېناستل او مسلمانان یې آزاد پریښوول ؟

ځواب : یا ، د مکې کفارو د رسول الله او د هغه د ملګرو ژوند ډیر تنګ کړ او هغوی یې په سختو تکلیفونو کی راګیر کړل (۱) . مؤمنان ډیر کمزوره او بې وزله وو او د دښمنانو په محاصره کی راغلي وو (۲) .

 

پوښتنه : آیا د دعوت او مبارزې په دې بهیر کی رسول الله (ص) د څه خاصو پیښو سره هم مخامخ سوی دی ؟

ځواب : هو ، دا مهال د رسول الله د ژوندانه یوه ډیره مهمه پیښه اسرأ یعنی معراج دی چی د هغه په ترڅ کی الله (ج) خپل نبی (ص) په یوه شپه کی د مسجدالحرام څخه یووړ او د مسجد اقصی له برکته ډکه فضا کی یې وګرځاوه . په دې ترڅ کی یې ځینی خاصی نښانۍ هم په ولیدلې (۳) .

 

پوښتنه : آیا د دې هر څه سره سره کافرانو د رسول الله (ص) ژوند د تهدید او خطر سره مخامخ نکړ ؟ که وی ، نو څه یې وکړل او رسول الله (ص) په مقابل کی څه وکړل ؟ که یو څه مفصل وضاحت راکړې ، ښه به وی .

ځواب : د مکې کفارو د ده د بندي کولو یا له وطنه شړلو او یا هم وژلو پلانونه جوړ کړل (۴) چی له امله یې رسول الله په پټه د مکې څخه هجرت کولو ته اړوت (۵) . د هجرت پر مهال د ده یو صحابی [ حضرت صدیق رضی الله عنه ] هم ورسره ملګری و . کفارو دﺉ تعقیباوه . دﺉ د خپل ملګري سره په غار کی پټ و . د اسلام دښمنان دغه غار ته باالکل نږدې راورسېدل چی دا مهال د ده ملګرﺉ یو څه وبیرېدﺉ ، خو ده هغه ته ډاډ ورکړ او داسی یې ورته وویل : « غم مه کوه ، الله زموږ سره دی » (۶) .

دﺉ د الله په مرسته او نصرت سره مع الخیر یثرب ( مدینې ) ته ورسېدﺉ (۷) او هلته د تګ پر مهال یې پر لاري د یو مسجد [ قبا ] بنسټ هم کښېښود (۸) . ده څه موده وروسته د مکې څخه د راغلو مهاجرینو او مدینې د پاک زړو انصارو تر منځ وروري رامنځته کړه (۹) .

 

پوښتنه : آیا په مدینه کی د انصارو د اخوت او رغبت سره سره کفارو  څه منفی غبرګون ښکاره نکړ ؟

ځواب : په مدینه کی د یهودو او عیسویانو څخه علاوه د منافقینو ډله هم د ده سخت مخالف وو (۱۰) . هغوی د حق رټلو او سپکولو لپاره ډیر زور وواهه خو د هغوی دغه پوف کولو د حق څراغ مړ نه کړ بلکی هغه ته یې نوره رڼا او تازګي هم ورکوله او د حق پلویانو نور ښه منظم قوت هم اخیست او پسی غښتلي کېدل (۱۱) .

په مکه کی مسلمانان خورا کمزوره او بې ترتیبه او د دښمنانو په محاصره کی وو . خو مدینې ته له راتګه وروسته الله تعالی هغوی ته فتح او نصرت عطأ کړ، پیاوړي او خوشاله یې کړل (۱۲) .

 

پوښتنه : کله چی مدینې ته له هجرته وروسته  رسول الله (ص) او مسلمانان آرام او ډاډه سول ، مابعده اقدامات یې څه وو ؟

ځواب : مابعده اقدامات یې دعوت او جهاد و . رسول الله په ډیرو غزاوو کی برخه واخیسته چی په هغو کی د بدر غزا (۱۳) ، د احزاب غزا (۱۴) ، بیعتِ رضوان (۱۵) یعنی د حُدیبیه سوله ، د مکې فتح (۱۶) او د حُنین غزا (۱۷) شاملی دي .

 

پوښتنه : اوس به د هغه (ص) شخصی ژوند ته راسم . که لطفأ د رسول الله (ص) د میرمنو او اولادونو په هکله معلومات راکړې ، بې مناسبته به نه وی .

ځواب : هغه څو ماینې لرلې (۱۸) او اولادونه یې هم درلودل چی په هغو کی لوڼی هم وې (۱۹) . خو هیڅ کوم زوی یې  ډیر عمر ته و نه رسېدﺉ (۲۰) .

 

پوښتنه : هغه (ص) چیری او څنګه رحلت وکړ ؟

ځواب : هغه د خپل عمر په پای کی حج وکړ او د حج خطبه یې هم وویله (۲۱) . تر هغه لږ موده وروسته وفات سو (۲۲) .

 

پوښتنه : که د رسول الله (ص) د مقام او حیثیت په باره کی مختصرأ معلومات راکړې ښه به وی تر څو لوستونکي پوه سی چی تا په خپل متن کی په دې اړه څه ارشاد فرمایلی دی .

ځواب : ډیر ښه . هغه انسان و (۲۳) ، ملایکه نه و (۲۴) . هغه د الله بنده و (۲۵) ، رسول (۲۶) او وروستی نبی یې و (۲۷) . هغه معصوم و (۲۸) . د انسانیت یوه بشپړ نمونه وه (۲۹) . په هغه کی خدایی اشتراک نه و (۳۰) . هغه د ځان د عبادت کولو لپاره نه و راغلی (۳۱) ، بلکی د دې لپاره مؤظف و چی خلک صرف او صرف د خدای عبادت ته راوبولی (۳۲) . هغه هم د نورو نبیانو غوندی مؤظف سوی و ، او د قیاموت په ورځ به د خپلو اعمالو مسؤل او ځواب ویونکی وی (۳۳) .

 

پوښتنه : دا چی لوی خدای رسول الله (ص) په نبوت او رسالت سره مبعوث کړ ، او تا په دې هکله زیات ارشادات هم وفرمایل ، نو آیا پر مسلمانانو د رسول الله (ص) اطاعت واجب دی که یا ؟ که وی ، د سرغړونی په صورت کی ستا فیصله څه ده ؟

ځواب : رسول الله د ټولو انسانانو لپاره واجب الاطاعت لارښود دی (۳۴) . د هغه هره پریکړه د الله پریکړه ده چی سرغړونه یې د پوښتنی وړ جرم ګڼل کیږی (۳۵) . د هغه اطاعت د خلکو لپاره یو امتحان دی (۳۶) . د هغه د اوامرو سرغړونکی به د قیامت په ورځ افسوس او پښېماني وکړی (۳۷) . هغه زما یو مستند مفسر او تشریح کونکی دی (۳۸) . په قانون جوړولو کی د هغه سنت زما غوندی یو قانونی مأخذ دی (۳۹) . د ده فیصله تر قیامته هم نسی بدلېدای (۴۰) . د ده د حُکم څخه سرغړوَنه د کفر او منافقت نښه ده (۴۱) . د ده پیروي د ایمان اصلی معیار دی (۴۲) .

————————————————————————————————————————-

(۱) : الاعراف : ۱۸۸ ؛ التوبه : ۶۱ . (۲) : الانفال : ۲۶ . (۳) : الاسرأ : ۱ . (۴) : الانفال : ۳۰ . (۵) : الاسرأ : ۵۰ ؛ التوبه : ۱۳ ، ۴۰ . (۶) : التوبه : ۴۰ . (۷) : الاسرأ : ۵۰ ؛ التوبه : ۱۰۱ . (۸) : التوبه : ۱۰۸ . (۹) : آل عمران : ۱۰۳ ؛ الانفال : ۷۲ ، ۷۴ . (۱۰) : التوبه : ۶۴ ، ۱۰۱ ؛ الاحزاب : ۱ ، ۱۲ ؛ الانفال : ۴۹ ؛ المنافقون : ۸ . (۱۱) : التوبه : ۳۲ ، ۳۳ ، ۱۰۰ ؛ الصف : ۸ ، ۹ ؛ الفتح : ۲۹ . (۱۲) : الانفال : ۲۶ . (۱۳) : آل عمران : ۱۲۳ . (۱۴) : الاحزاب : ۹ ـ ۲۵ . (۱۵) : الفتح : ۱۸ . (۱۶) : الحدید : ۱۰ ؛ النصر : ۱ . (۱۷) : التوبه : ۲۵ ، ۲۶ ، ۲۷ . (۱۸) : الاحزاب : ۶ ، ۲۸ ، ۵۳ ، ۵۹ ؛ التحریم : ۱ ـ ۶ . (۱۹) : الاحزاب : ۵۹ ؛ الرعد : ۳۸ . (۲۰) : الاحزاب : ۴۰ . (۲۱) : التوبه : ۳ . (۲۲) : الزمر : ۳۰ ؛ آل عمران : ۱۴۴ ؛ الحجر : ۹۹ . (۲۳) : التوبه : ۱۲۸ ؛ الکهف : ۱۱۰ ؛ الفرقان : ۷ ؛ الاسرأ : ۱۰ ، ۹۳ ؛ الانبیأ : ۷ ، ۸ . (۲۴) : الانعام : ۵۰ . (۲۵) : الحدید : ۹ ؛ الجن : ۱۹ ؛ الاسرأ : ۱ ؛ الکهف : ۱ ؛ النجم : ۱۰ . (۲۶) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ الحشر : ۷ . (۲۷) : الانفال : ۶۴ ، ۶۵ ، ۷۰ ؛ التوبه : ۷۳ ؛ الاحزاب : ۲۸ ، ۴۵ ، ۵۰ ؛ الممتحنه : ۱۲ ؛ التحریم : ۱ . (۲۸) : الفتح : ۲ . (۲۹) : القلم : ۴ ؛ الاحزاب : ۲۱ . (۳۰) : یونس : ۱۵ ، ۴۹ ؛ الانعام : ۱۷ ، ۵۰ ، ۵۷ ، ۵۸ ؛ الاعراف : ۱۸۸ ؛ الرعد : ۴۰ ؛ الزمر : ۴۱ . (۳۱) : آل عمران : ۷۹ . (۳۲) : الانبیأ : ۲۵ ؛ الانعام : ۱۰۲ ؛ یونس : ۳ ؛ النجم : ۱۲ ؛ النسأ : ۳۶ . (۳۳) : البقره : ۱۴۵ ؛ النسأ : ۸۴ ؛ المایًده : ۶۷ ، ۱۱۶ ، ۱۱۷ ، ۱۱۸ ؛ الاعراف : ۶ . (۳۴) : النسأ : ۶۴ ، ۶۵ . (۳۵) : الاحزاب : ۳۶ . (۳۶) : البقره : ۱۴۳ . (۳۷) : الفرقان : ۲۷ . (۳۸) : النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ آل عمران : ۱۶۴ ؛ الجمعه : ۲ ؛ البقره : ۱۵۱ . (۳۹) : النسأ : ۶۵ ، ۱۰۵ ؛ النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۳۶ . (۴۰) : الاحزاب : ۴۰ ؛ الحشر : ۷ ؛ الاعراف : ۱۵۷ . (۴۱) : النسأ : ۶۱ . (۴۲) : النسأ : ۶۵ .   

 

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *