د روژې اته ویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اته ویشتم سوغات

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو اته ویشتمی روژې لپاره اته ویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

Nsamad57@hotmail.com

 

د قرآن سره مرکه (اته ویشتمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه : آیا تا د محمدی امت ذکر او بیان کړی دی ؟

ځواب : هو ، ما د هغوی په باره کی ډیر وضاحت ورکړی دی او هغوی می د مُسلِمه امت (۱) ، وسطی امت (۲) یعنی پر سمه لاره تلونکی امت ، تر ټول ښه امت (۳) او مسلمینو (۴) یعنی مسلمانانو په القابو سره نازولي دي (۵) . دغه امت دا امتیاز هم لری چی د نړۍ تر ټولو هغسی غوره امت دی چی الله یې تر قیامته دا ذمه اخیستې ده چی د نیکۍ د خپرولو او د بدۍ د منع کولو هڅه به کوی (۶) ، د حق دین شفاهی او عملی شهادت به ورکوی (۷) او د هغه د استقرار او ټینګښت کوښښ به کوی (۸) .

 

پوښتنه : آیا د دغه مُسلم امت په باره کی له مخکی څخه هم کومه پیش ګویی موجوده وه که یا ؟

ځواب : هو ، کله چی ابراهیم (ع) او اسمعیل (ع) د کعبې تر بیا جوړولو وروسته الله تعالی ته دعا کړې وه ، په هغه کی یې د همدې مُسلِمه امت ذکر کړی و (۹) .

 

پوښتنه : آیا تا د صحابهً کرامو بیان یا ذکر هم کړی دی ؟

ځواب : هو ، هغه کسان چی د رسول الله (ص) ملګري وو ، صحابه دي (۱۰) . په تورات او انجیل کی هم په دې هکله پیش ګویی سوې وه (۱۱) . د صحابه وو د ټولنی شروع د خورا لږ او پراګنده حالت څخه وسوه ، وروسته داسی وخت هم راغی چی هغوی یو پیاوړﺉ ځواک سو (۱۲) . دغه اشخاص خپل تر منځو ډیر ګران او یو پر بل مهربان وو خو د کافرانو په وړاندی خورا جدی او سرسخته وو (۱۳) . په دغه جماعت کی هغه مهاجرین هم شامل وو چی د الله په لار کی یې خپل کورونه او هر څه پریښي وو او د مکې څخه مدینې ته را غلی وو ، او په هغوی کی انصار هم شامل وو چی د نوموړو مهاجرینو سره یې ورورګلویزه سلوک کاوه او دا ټول رښتیاني مسلمانان وو (۱۴) . دغو خلکو د الله د دین په خاطر د سر او مال قربانۍ ورکړې (۱۵) . په هغوی که هغسی پاکو اشخاصو هم شتون درلود چی هره هغه خپلوی او قرابت یې ایسته وغورځاوه چی د ده او الله تر منځ به خنډ کېدله . د دغو انسانانو په زړونو کی ایمان ننوتلی و او الله هم ځنی خوشاله و او هغوی هم د الله څخه راضی ول (۱۶) . هغو اصحابو چی تر یوې ونی لاندی یې په ټولیزه توګه رسول الله ته بیعت وکړ هغوی ټوله له یو مخی جنتي دي او هغوی د خورا ایثار او ځان تیرېدنی څخه کار واخیست (۱۷) .

انصارو د مهاجرینو سره د مرستې په خاطر له خورا لویې قربانۍ او ایثاره کار واخیست (۱۸) . په اصحابو کی « سابقون الاولون » هم وو چی الله ورڅخه راضی سو او هغوی هم د الله څخه راضی سول (۱۹) .

د رسول الله سره د هغه یو صحابی [ ابوبکر رضی الله عنه ] هم هجرت وکړ او کله چی رسول الله د دښمنانو د خطر له امله په غار کی پټ سو نو دغه صحابی هم ورسره ملګری و (۲۰) .

 

پوښتنه : آیا تا مشخصأ د کوم صحابی نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟

ځواب : هو ، ما د زید [ رضی الله عنه ] نوم ذکر کړی دی (۲۱) .

 

پوښتنه : آیا د تابعینو ذکر دی هم کړی دی که یا ؟

ځواب : هو ، الله تعالی د نیکو تابعینو څخه هم هغسی راضی و لکه د نورو اصحابو کرامو څخه چی و (۲۲) .

 

پوښتنه : که لطفأ راته ووایې چی شیطان څوک دی ، خوشاله به سم . څنګه چی د هغه لعین په باره کی تا پرله پسې خبردارﺉ راکړی دی ، نو ښه به وی چی مختصرأ  یې را وښیې .

ځواب : شیطان ته چی ابلیس ویل کیږی (۲۳)  اصلأ د جن له ذاته دی (۲۴) . هغه له اوره جوړ سوی و ( ۲۵) . د هغه کار دا دی چی خلک ګمراه او زیانمن کړی (۲۶) . هغه آدم (ع) ته د سجدې څخه د سرغړونی له امله د الله د حُکم څخه انکار وکړ نو ځکه د الهی لعنت وړ وګرځېد (۲۷) . شیطان د انسان ازلي او فطري دښمن دی (۲۸) . هیڅوک باید د هغه پیروي او په خوله و نه کړی (۲۹) .

 

پوښتنه : تا د جن نوم واخیست ، آیا د هغه په هکله هم څه راته ویلای سې ؟

ځواب : هو ، جن هم د انسان غوندی د الله مخلوق دی (۳۰) . هغه د اور څخه پیدا سوی دی (۳۱) . جن د انسان څخه مخکی پیدا سوی دی (۳۲) . جن هم د انسان غوندی د خپلی عقیدې او کړنی لپاره مؤظف او مسؤل دی نو ځکه د خپل عمل ځواب ویونکی دی (۳۳) . په جنانو کی هم د الله اطاعت کونکي او سرغړونکي شته دي (۳۴) . مُشرکو عربو به د خپل جهالت له مخی د الله او جنانو تر منځ خپلوي قیاسوله (۳۵) . دوی به جنان حتی د خدای شریکان هم بلل (۳۶) او د هغوی عبادت به یې کاوه (۳۷) . د بیری او مصیبت پر مهال به یې هغوی رابلل او لمانځل (۳۸) . جن کولای سی چی انسانان ووینی خو انسانان جنان نسی لیدلای (۳۹) . هغوی د حضرت محمد (ص) تر بعثت مخکی د لوړه سره د ځینو غیب خبرونو احوال هم معلومولای سو (۴۰) . د جنانو یوې ډلی به د رسول الله (ص) څخه قرآن هم اورېدﺉ او پر ده باندی یې ایمان راوړی و (۴۱) .

 

پوښتنه : آیا د کوم خاص علت له مخی د یو مسلمان ټول اعمال ضایع کېدای هم سی ؟

ځواب : هو ، د یو مسلمان ټوله اعمال هغه وخت ضایع او له منځه ځی که :

۱ ـ کفر غوره کړی (۴۲) .

۲ ـ د شِرک ارتکاب وکړی (۴۳) .

۳ ـ مُرتد سی ، یعنی له دینه واوړی (۴۴) .

۴ ـ د رسول الله (ص) په مجلس کی د هغه تر آواز په لوړ ږغ شورماشور یا خبری وکړی (۴۵) .

 

پوښتنه : تا پر کومو خلکو او مخلوقاتو لعنت ویلی دی ؟

ځواب : ما چی پر کومو انسانانو او نورو مخلوقاتو لعنت ویلی ، هغه اصلأ د الله لعنت دی او هغه دا دي :

۱ ـ پر شیطان باندی (۴۶) .

۲ ـ پر کافرانو باندی (۴۷) .

۳ ـ پر ظالمانو باندی (۴۸) .

۴ ـ پر درواغ ویونکو باندی (۴۹) .

————————————————————————————————————————

(۱) : البقره : ۲۸ . (۲) : البقره : ۱۴۳ . (۳) : آل عمران : ۱۱۰ . (۴) : الحج : ۷۸ . (۵) : البقره : ۱۲۸ . (۶) : آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ . (۷) : البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۱۳۵ ؛ الحج : ۷۸ ؛ المایًده : ۸ . (۸) : الشوری : ۱۳ . (۹) : البقره : ۱۲۸ . (۱۰) : التوبه : ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ التحریم : ۸ . (۱۱) : الفتح : ۲۹ . (۱۲) : الفتح : ۲۹ ؛ الانفال : ۲۶ . (۱۳) : الفتح : ۲۹ . (۱۴) : الانفال : ۷۴ . (۱۵) : التوبه : ۸۸ . (۱۶) : المجادله : ۲۲ . (۱۷) : الفتح : ۱۸ . (۱۸) : الحشر : ۹ . (۱۹) : التوبه : ۱۰ . (۲۰) : التوبه : ۴۰ . (۲۱) : الاحزاب : ۳۷ . (۲۲) : التوبه : ۱۰۰ . (۲۳) : البقره : ۳۴ ، ۳۶ ؛ الاسرأ : ۶۱ ـ ۶۴  . (۲۴) : الکهف : ۵۰ . (۲۵) : الاعراف : ۱۲ . (۲۶) : النسأ : ۶۰ ، ۱۲۰ ؛ المایًده : ۹۱ ؛ الاعراف : ۲۷ ؛ المجادله : ۱۹ ؛ الفرقان : ۲۹ . (۲۷) : البقره : ۳۴ ؛ الاعراف : ۱۱ ؛ الحج : ۳۱ ؛ الاسرأ : ۶۱ ؛ الکهف : ۵۰ . (۲۸) : یوسف : ۵ ؛ الاسرأ : ۵۳ ؛ فاطر : ۶ ؛ الزخرف : ۶۲ . (۲۹) : البقره : ۱۶۸ ، ۲۰۸ ؛ الانعام : ۱۴۲ ؛ مریم : ۴۴ ؛ النور : ۲۱ . (۳۰) : الجن : ۶ ؛ الرحمن : ۱۵ ؛ الحجر : ۲۶ ـ ۲۷ ؛ الصفت : ۱۵۸ ؛ الانعام : ۱۲۹ . (۳۱) : الرحمن : ۱۵ ؛ الحجر : ۲۷ . (۳۲) : الحجر : ۲۷ ؛ الکهف : ۵۰ . (۳۳) : الانعام : ۱۲۹ ـ ۱۳۱ ؛ الاعراف : ۳۸ ، ۱۷۹ ؛ حم سجده : ۱۹ ـ ۲۵ ؛ الاحقاف : ۱۸ ؛ الرحمن : ۱۳ . (۳۴) : الجن : ۱۱ ، ۱۴ . (۳۵) : الصفت : ۱۵۸ . (۳۶) : الانعام : ۱۰۶ . (۳۷) : السبا : ۴۱ . (۳۸) : الجن : ۶ . (۳۹) : الاعراف : ۲۷ . (۴۰) : الجن : ۸ ـ ۹ . (۴۱) : الجن : ۲ ، ۱۳ . (۴۲) : الکهف : ۱۰۵ ؛ الاحزاب : ۱۹ ؛ محمد : ۹ ، ۳۲ . (۴۳) : الانعام : ۸۸ ؛ الزمر : ۶۵ ؛ التوبه : ۱۷ . (۴۴) : البقره : ۲۱ . (۴۵) : الحجرات : ۲ . (۴۶) : البقره : ۸۹ ، ۱۶۱ ؛ الاحزاب : ۶۴ ؛ المایًده : ۷۸ . (۴۷) : الاعراف : ۴۴ ؛ هود : ۱۸ ؛ المومن : ۵۲ . (۴۸) : آل عمران : ۶۱ . (۴۹ ) : الاعراف : ۵۴ ؛ النحل : ۱۲ ؛ الحج : ۱۸ ؛ العنکبوت : ۶۱ .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *