د روژې دیرشم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دیرشم سوغات

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د دیرشمی روژې لپاره دیرشم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

Nsamad57@hotmail.com

 

د قرآن سره د مرکې پای لیکنه (دیرشمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

ښه ګرانو لوستونکو ، د قرآن سره خو مو دا مرکه په ۲۹ برخو کی ولوستله . خدای دی وکړی چی ځوابونه او محتویات یې د خپل ژوندانه تلن لاره وګرځوو ، که نه صرف وخت به مو ضایع کړی وی .

 

کله چی دا مرکه پای ته ورسېده ، نو « قرآن » څو خصوصی رازونه او ترخه حقایق راته وویل او پر ما یې پخه کړه چی تر تاسو به یې رسوم . هغه ګیله او شکایت وو ، اسویلی او فریاد وو ، خپګان او حسرت وو ، یعنی هغه څه وو چی اصلأ دي ، کیږی ، په سترګو یې وینو ، او باالاخره هغه څه وو چی باید نه وای .

 

آیا پوهیږﺉ چی « قرآن » په آخره کی څه راته وویل ؟ قرآن د مسلمانانو څخه عجیبه حساس او عینی برداشتونه کړي وو . کله چی یې یو یو راته وایه نو باور وکړﺉ چی خوله می بنده سوه ، پر سترګو می توره تیاره خپره سوه ، سر می ځوړند سو ، بدن می په رپېدو او جټکو سو ، له سره تر نوکه په خولو کی لوند سوم ، د بدن ټول سېک می وخوت او نږدې و چی چپه سم .

 

آیا څه حدس کوﺉ چی قرآن به په رمازه او کنایه کی څه راته ویلی وی ؟ هغه راته وویل چی تاسو ټول تش په نوم مینه راسره لرﺉ خو په اصل کی درواغ وایاست ، د طوطی غوندی می تلاوت کوﺉ خو نه پوهیږﺉ چی څه لولیً . تاسو زه عملأ ترک او خوشی کړی یم لاکن په ظاهره زما په نوم دنیا خرابوﺉ . په خوله می منیً خو په زړه می شړﺉ ، که می لولیً نو هیڅ فکر او تدبر نه کوﺉ . زه خو لا څه ، آن پخپله رسول الله (ص) هم شکایت درڅخه کوی ( الفرقان ـ ۳۰ ) .

 

زه مو ډیر نفس تنګه ساتلی یم او ساه می ځکه بنده وی چی په اوو پوښونو کی مو پېچلی یم او هلته لوړ مو په دوړو کی ایښی یم . چندانی مو نه په کاریږم بلکی هغه مهال می را اخلیً چی مسافر له کوره وځي یا په واده کی د ناوی پر سر نیول کیږم ، او یا دا چی کله غم او مصیبت درباندی راسی نو مو په یاد سم او له دوړو می پاک اوپه زاریو می خدای ته شفیع کوﺉ…. خورا ډیر می مچوﺉ خو رښتیانۍ مینه نه راسره لرﺉ ، خورا ډیر می خوښوﺉ خو له ځانه می لیری ساتیً ، خورا ډیر می یادوﺉ خو اصلأ می هیروﺉ ، خورا ډیر می ستاییً خو نه می خپلوﺉ ، خورا ډیر قسمونه راباندی اخلیً خو سرچپه عمل کوﺉ ، خورا ډیر عزت می کوﺉ خو عملأ می نه منیً  او خورا ډیر در نږدې یم خو ړانده یاست نه می وینیً….

 

هو ګرانه لوستونکې ، هغه شکایت وکړ چی ماته اوس ثابته سوې ده چی هسی یو کتاب یم ، عادی کتاب ، اضافی کتاب ، بې غمخوره او بې سرپرسته کتاب !

 

هغه په داسی حال کی چی لهجه یې څه تونده سوه داسی دوام ورکړ : ګوره ، ټولو مسلمانانو خصوصأ افغانانو ته ووایه چی اول خو می نه تلاوت کوﺉ ، که می تلاوت کوﺉ نو په معنا می نه پوهیږﺉ . که احیانأ پوه هم سیً ، نو  بیا بدبختانه عمل نه په کوﺉ . نو آیا په دغسی حالاتو کی زه د یو عادی یا اضافی کتاب څخه علاوه بل اهمیت لرلای سم ؟ ګورﺉ ، همدا حساسه بارکی زما او ستاسی دښمن ډیره ښه درک کړې ده نو ځکه مسلسل ما سپکوي ، ما توهینوی ، ما سوځوي او پر تاسو مرګوني ګوزارونه کوی او سرونه هم له بې غیرتۍ نه سیً راپورته کولای . دا ځکه چی ما ته مو عملأ شا راګرځولې د ه او زما د دښمن ملګري سوي یاست . په دې ډول د نامردانو ، منکرانو او ناکسانو تر یوغ لاندی سرځوړیزه ژوند تیروﺉ .

 

بلې ګرانه لوستونکې ، هغه په داسی حال کی چی راڅخه لیری کېدﺉ ، راته وویل چی دا یوه خبره می لا واوره او هغه دا چی پرتاسو ټولو صرف په نوم ګران یم بلکی دا هر څه مو چل ول ، ریا او حیلې دي . کله چی د قول او قسم خوړلو وار راورسیږی او یو د بل سره د دنیا په شخړو کی لاس او ګریوان سیً ، نو بیا زه در په یاد سم او  په ټګۍ سره می راپورته کړﺉ او وایاست چی ما دی دغه قرآن ووهی که به داسی یا هسی نه وی… بله ناوړه استفاده لا دا راڅخه کوﺉ چی د هری غونډی او جلسې په پیل کی تلاوت کیږم ، اورول کیږم او په پای کی ستایل کیږم ، خو د دغسی نمایشی او یکنواخته مراسمو تر ختمیدو وروسته نه د چا په کار یم او نه د چا یار یم ! آیا داسی نه ده چی یو ځل می خندوﺉ لاکن سل ځله می ژړوﺉ ؟ دا څنګه مینه راسره لرﺉ چی قانون د بل منیً خو قسم په ما باندی اخلیً ؟ په ما سر ورکوﺉ خو سر نه راباندی خوږوﺉ ؟! ګورﺉ ، هر څوک می په ظاهره د محبت ډیره دعوه کوی ، زما لپاره د سر تیرېدو ټټر هم وهي خو عملأ یې پرې یښیً یم او یوازی په اوو پوښونو کی بندي پروت یم .

 

هو ، زه صرف یو بندی کتاب یم ، یوازی یم او د حسرت اوښکی تویوم . زه نه پوهیږم چی چا ته وژاړم ؟! ګورﺉ ، اوس خو څه نسم کولای ، مګر د قیامت په ورځ به پر  تاسو هر یوه شاهد سم او خپل مصنف او مؤلف ته به فریاد وکړم چی ستا دغه او هغه بنده زما سره پورتني ظلمونه او چمونه کړي دي . آیا پوهیږﺉ چی لوی الله به څه درسره وکړی ؟ زما به غور او ستاسی به جور په برخه وی . تاسی دا فکر قطعأ مه کوﺉ چی الله ولی د خپلو ګناهونو سزا همدا اوس نه درکوی . داسی نه ده بلکی الله مهلت درکړی دی او دا هر څه درته ساتی . که یې په دې دنیا کی چا ته سزا ورکولای نو د مځکی پر مخ به نن هیڅوک هم نه وای بچ سوی ( النحل : ۶۱ ) .  ګورﺉ ، خدای ښه پیژنیً خو اطاعت یې نه کوﺉ ، ما د بلبل غوندی تلاوت کوﺉ خو عمل نه کوﺉ ، دا وایاست چی مرګ حق دی خو هغه ته چمتوینه نه نیسیً ، نو واورﺉ : دنیا چی خوښوﺉ آخرت مو هیروﺉ ، مخلوق چی خوښوﺉ خالق مو هیروﺉ ، ما چی ښکلوﺉ شا راګرځوﺉ… خو اوس لا هم وختی دی ، د شیطانی وسوسو او طاغوتی فتنو څخه را وګرځیً . دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله ! د دې لپاره چی ناوخته سوی نه وی ، په ځانونو کی ژور او اساسی بدلون راوړﺉ او تر څو چی داسی ونکړﺉ ، الله مو روان حالت نه بدلوی ( الرعد ـ ۱۱ ) .

 

هو ګرانه لوستونکې ، زه د قرآن دغو فریادونو او تهدیدونو د حسرت په اوښکو او د هیبت په خولو کی داسی بې حاله کړم لکه د جراحي عملیاتو پر مهال چی د بې هوښۍ دوا په رګونو کی تذریق سی . کله چی می سترګی رڼی کړې ، نو صرف د دې مرکې یو څو خورې ورې پاڼی او کاغذونه می ولیدل چی زیاتره یې باد راڅخه وړي وو . بس ژر راپورته سوم او پاته کاغذونه می راټول کړل او په تلوار می تر تاسو راورسول . نور نو تاسو پوه سیً او تصمیم مو ، چی د قرآن دغه خبردارﺉ او پیغام عملی کوﺉ او که یې ردوﺉ ( البقره : ۲۱ ؛ النحل : ۳۶ ) !

والسلام  ، ستاسو د دعاوو محتاج : نثار احمد صمد    

      

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.