موسیقې په اسلام اوساینس کي (اووم څپرکی)— عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي (اووم څپرکی)

 

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په نبوي احادیثوکی:

24: صفوان بن اسیه(رض) وایی چې عمروبن قراه ونبی کریم صلی الله ته وویل چې زه ډېربدبخته یم ، زه خپل رزق یواځی په ډول وهلوکی وینم اوپه بل شی کی ئې نه وینم، نوته اجازه راکه چی غزل دډول سره ووایم؛ اوځینې غزل داسی دی چی بداخلاقي ختموی، نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

زه وتاته اجازه نه درکوم، داکوم شی ته وایی (ډول وهل) په دې کی هیڅ ښې ګڼه نشته؛ ای دالله دوښمنه!!! ته درواغ وایی!، په تحقیق سره الله ستالپاره حلال رزق ټاکلی دی، اوتاهغه څه انتخاب کړیدی کوم چي ستالپاره حرام دي دحلال رزق پرځای کوم الله ستالپاره ټاکلی دی۔

(بیهقي، طبراني، دایلمي)

25: حضرت ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

دقیامت په ورځ به الله ږغ وکی چی هغه خلک کوم دی چې خپل غوږونه اوسترګې ئې دشیطان دموسیقۍ دالاتو څخه ساتلی دی؟

الله جل جلاله به وملائیکوته ووایی چی داخلک دنوروخلکوڅخه بېل کړی، ملائيکې به دوی بېل کړي، بیابه ئې دمشکواوعنبوروپرغونډیوباندی کښېنوی، وروسته به الله جل جلاله وملائيکوته ووایی زماپاکې اوزمالویې ودوی ته ووایاست، ملائیکې به تسبیح اوتمجید په داسی ښکلی اوازسره ورته ووایی چی هیچابه نه وی اورېدلې مخکی۔

(دایلمي، کنزالعُمال، جامع الفوائد، جواهرالحصېن)

26: حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

هغه کسان چې وغزلوته غوږنیسي،ودوی ته به اجازه نه وي چې په جنت کي دروحانینوښکلی اوازواوري، درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې روحانین څوک دی؟ نورسول الله صلی الله وسلم ورته وویل چی دادجنت قاریان دی۔

(کنزالعُمال)

27: حضرت ابن عُمررضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم غزل ویل اوهم غزل اورېدل منع اوحرام کړه اوهمدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم بې بنسټه اوازې اوافواه هم منع کړلې۔

(کُف الرعاع)

28: زیدبن ارقم رضی الله عنه روایت کوي چی یووخت دمدینې په یوه کوڅه کی یوځوان چې غزل ئې ویل دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره تېرېدی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې پرتادې افسوس اوهلاکت وی ای ځوانه! ولی ته قران نه وایی؟!، داجمله ئې درې ځلی ورته تکرارکړل۔

29: حضرت ابوامامه رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل:

کله چې یوڅوک دغزلوویلواوازپورته کړی، الله جل جلاله دوه شیطانان ورته راولېږی، اودده پروږوکښینې اوددې سړي تي پخپلوپندوترهغه وخته پوری وهی ترڅودی غزلې پرېږدي۔

(طبراني)

30: حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله علیه وسلم وفرمایل:

مادوه دجهل اوازونه منع کړیدی، لومړی دخوښې په حالت کی بې ګټې اوازچی دادشیطان دموسیقې الات دی، دوهم دماتم اوغم پرمهال ساندې ویل، مخ وهل اوکالي څیرل۔

(حاکم فی المستدرک)

31:حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی ږنګوله(چی دحیواناتوپه غاړه کوی ئې) یوه دشیطان دموسیقۍ دالاتوڅخه ده۔

(ابوداود)

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *