ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۹)— عبدالغفارجُبیر

 

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۹)

 

عبدالغفارجُبیر

 

9: سوال: دحضرت عیسی علیه داوینادانه ثابتوی چی دی خدای نه ووبلکې یورسول وو؟

زه پخپله هیڅ نشم کولای زه فیصله کوم څنګه چی ماته ویلی شوی دی اوزما فیصله هم دانصاف ده ځکه چی زما مقصد زمادمرضې نه دی بلکی دهغه مرضی ده چی زه ئې رالېږلی یم۔ (یوحنا ۵باب ۳۰) بل ځای حضرت عیسی علیه سلام وایی چی (زماخدای ترمالوی دی)، اوهغه ترټولولوی دی؛

عیسی وویل: آیاماتاسوته دانه وه ویلی چې که تاسوایمان لری نودخدای جلال به ووینی،نوهغوی ډبره لیری کړه بیاعیسی پورته وکتل اووئې ویل ای ربه! زه ستاشکرادا‌‌کوم زماخبره دی واورېدل ماته داجوته وه چې ته تل زماخبره اورې، خوماددې حاضروخلکودپاره سوال وکی چې ددوی داباورراشی چې زه تااستولی یم. (یوحنا ۱۱ باب ۴۱- ۴۳)

نوعیسی په چیغووویل: که یوڅوک پرماایمان راوړی نوهغه نه یواځی داچې پرمائې ایمان راوړ بلکې پرهغه چائې هم ایمان راوړچې زه ئې رالېږلی یم. (یوحنا ۱۲ باب ۴۴)

چی دی په واضح ډول سره وایی چی زه هیڅ شی نه یم اوهرڅه دخدای په امرسره ترسره کوم، که چیری دی خدای وای نوده بیادبل چاواجازې اوواک ته اړتیانه درلودای که څنګه؟

متی العربی:زه نه وایم چی دی خدای دی، بلکی دی دخدای ځوی دی، خوبیابه هم زه تفصیلی ځواب درکړم۔

10: سوال:تاسی ولی پرخاتم الانبیاصلی الله علیه وسلم ایمان نه راوړی، داځکه چی په بایبل کی راغلی دی:

هغه څوک چی زماڅخه وروسته راځی هغه زماڅخه ډېرزوروردی، اوزه دهغه دڅپلودپورته کولوقابل هم نه یم۔ (متی 3باب 11)

دعربی بایبل متن دی:

لکنی اقول لکم الحق انه خیرلکم ان انطلق لانه ان لم انطلق لاتاتیکم المُعزی ولکن ان ذهبت ارسله الیکم (انجیل یوحنا 16: 7)

لکن زه وتاسوته روښتیاخبره کوم اوداستاسولپاره خیرده، چی زه ځم اوترڅوچی زه نه یم تلل هغه (المعزی) یعنی مرسته کوونکی اوتسلی ورکوونکی وتاسوته نه راځی اوکله چی زه ولاړشم هغه درته رالېږم۔

خومرسته کوونکی راځی اوهغه به تاسوته هرڅه ښایی اوبیابه درته هغه څه رایادوی چی ماتاسوته ویلی دی۔(یوحنا 16: 26)

اوزه دخدای څخه غوښتنه کوم چی وتاسوته دوهم مرسته کوونکی درولېږی چی ستاسوپوری ترادبده پوری وی۔(یوحنا 16: 14)

دحضرت عیسی علیه سلام نه وروسته څوک راغی؟ فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ولی ئې نه منی؟

اوهمداسی تقریباتردېرش ځایه زیات په بایبل کی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وړاندوینې راغلی دی ولی ئې نه منی؟ که بایبل تاسی دخدای کتاب بولی نوپرخاتم الانبیا‌ء صلی الله علیه واسلم ایمان راوړی اوستاسوڅخه می داغوښته ده چې مسلمان شه که څنګه؟

متی العربی:داهغه ایاتونه دی چی دکشیشانودتل لپاره پکښې اختلاف دی، اوتراوسه ددې ایاتوپه مفهوم څوک نه پوهیږی، دبایبل دوه مفسرین په یوه لاره نه دی؛ اوکه بالفرض دادمحمدصلی الله علیه وسلم په هکله وی نوولی ئې نوم نه دی ذکرشوی؟

ځواب: په عربی کی د(المعزی) په یونانی کی ورته د(فارقلیط) نوم راغلی دی چی معنی ئې (احمد، محمد، مهربانه، مرسته کوونکی، تسلی راستونکی) ولی تاسی سترګې ورباندی پټوی؟

کله چې متی العربی ددی پښتونودځوابولوڅخه بې ځوابه شواو

په اخرکی ده راڅخه غوښتنه وکړه چی نورې پوښتنې مه راڅخه کوه، اووماته وخت راکه چی ستادسوالوځوابونه پیداکړم، ماورڅخه وپوښتل چی څومره وخت غواړی؟ ده راته وویل چی یوه اونۍ، اوس دیوې اونۍ څخه پنځه میاشتې تېره شوې اوهرڅه چې برېښنالیکونه ورلېږم هیڅ ځواب نشم موندلای، اوهغه دتلیفون شماره چی ئې وماته راکړیده، هغه هم کارنکوی؛ اوده خپل دوه انځورونه ئې هم رالېږلې دی خودواړه سره مخالف دی اوډېرتوپیرلری، دده انځورونه ځکه نه خپروم چی زه شکمن یم چی دده به وی اوکه یا؟ ماخپل اخری برېښنالیک ورولېږ اوورته می ولیکل چی وخت مه ضایع کوه، ددې سوالوځوابونه دنړۍ په سطحه کشیشان نشی راکولای اوته خولادیوې.

کلیساواکمن ئې۔

نوګرانولوستونکوتاسو قضاوت وکی ، دوی دتل په شان پرمسلمانانوداسی سوالونه کوی چی هغه حیران کړی، اوکه علمیت اوڅه دخدای جل جلاله سره اخلاص وی نوبیاالله جل جلاله درسره مل دی اووداسی بېهوده پوښتنوته زموږمخکنیوعالمانوغاښ ماتوونکی ځوابونه ورکړیدی، یواځی شهیدعلامه سیدجمال الدین افغان په مصرکی ددوی سره 24 مناظری کړیدی اوپه هرمناظره کی ئې ودوی ته ماتی ورکړی اوپه هرغونډه کی ئې ډېرعیسایان مسلمانان کړیدی، چی تاریخ ګواه دی۔

یادونه: که چیری تاسی غواړی چی دعیسایت په هکله مکمل معلومات پیداکړی اودقرآن دحقانیت په اړوندڅه ولولی نوتاسی کولای شی چی زمادا کتابونه ضروروګوری:

۱: ماولی اسلام قبول کړ؟(چاپ)

۲: اسلام اونوې ساینسي څېړنې (لومړی ټوک)چاپ

۳: ایابایبل دخدای کتاب دی(ناچاپ)

۴: دعیسایت حقیقت(ناچاپ)

۵: سوال ځواب(ناچاپ)

په سوال ځواب کی دغیرمسلمانانودډېروسوالوځوابونه په معقول ډول سره ورکول شوی دي، په ځانګړي ډول سره دعیسایانو، یهودواومشرکینو،چې دوی په مختلفووختوکی پراسلام اومسلمانانوکړیدی.

په دې کتابوکی تاسی په بایبل کی تحریفات، غلطیانې، نیمګړتیاوې، دعیسایت بنسټ، اوحقیقت ډېرښه موندلای شی.

داوس لپاره (ایابایبل دخدای کتاب دی؟) کارپرشروع دی اوډېرژربه چاپ کړل شی.

 

پای

په اسلامی پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

‏چهار شنبه‏، 11‏/01‏/2012

 

———————————————————-

 

ښاغلواواغلومینه والو!

سلامونه اوګلونه!

لوی څښتن دی وکړی چې جوړاوروغ یاست.

لکه وتاسوته چې جوته ده چې مناظره وپای ته ورسیدل نواوس زموږټولنه تکل لری چی چاپ یی کړی لطفاموغوښتنه داده چې ددې مناظرې په هکله خپل ښکلی نظر,ونه په لاندني بریښنالیک راولیږی، اوموږغواړوچې دانظرونه دکتاب سره چا پ کړوچې دادهیوادوالوغوښتنه ده.

محمدمزمل

M_muzzammel@yahoo.com

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *