زمامناظره دیوه عیسایی راهب سره (۱۰) — عبدالغفارجُبیر

 

زمامناظره دیوه عیسایی راهب سره (۱۰)

 

 

عبدالغفارجُبیر

 

ګرانوخوږو لوستونکو!

دایواځی د۱۲ سوال ځواب دی چې مخکی دانټرنیټ دکرښې دڅه ستونځوله کبله نه وه خپره شوې.

12: متی العربی: حضرت عیسی علیه سلام په دې ترحضرت محمدصلی الله علیه وسلم غوره دی چی هغه ډېرې معجزې درلودې، هغه مړې ژوندی کول اومحمدصلی الله علیه وسلم نه دی ژوندی کړی؛ هغه مورزاده ړانده اوپیس ناروغان جوړکړیدی اومحمدصلی الله علیه وسلم نه دې ژوندی کړی چی دعیسی علیه سلام داټولې معجزې قران تصدیقوی ته څه وایی؟

ځواب:حضرت یحی علیه سلام په بایبل کی ډېرلوړځای لری بایبل وایی:

یحیی راتلونکی الیاس دی، خوکه تاسوئې ومنی څوک چی غوږونه لری هغه دی واوری (متی 11 باب، 14، 15)

روښتیادرته وایم چی دیحیی نه لوی زوی یوې مورنه دې راوړی (متی 11باب 11) اوداسی نور۔۔۔

اوپه ټوله بایبل کی ئې یوه معجزه راوښایه؟

په بایبل کی راغلی دی(حضرت عیسی علیه سلام وایی :

درواغژن نبیان اودرواغژن مسیحان زماپه نامه سره راځی باورمه په کوی، اودوی به عجیبه کارونه اونخښې ښکاره کړی (معجزې به ښکاره کړی) اوکه ممکن وی نوډېربه ګمراه کړی ګوری ماحال درکړی ۔ (متی 24 باب، 23ـ 26)

نودبایبل په اندمعجزه هیڅ ارزښت نلری، اودرواغژن مسیحان هم کولای شی چی معجزې ولری۔

لومړی قرانکریم دمحمدصلی الله علیه وسلم لویه معجزه ده، چی داد1400کالوراهیسی چیلنج دی ، که تاسی په دې کی شک لری نوددې قرانکریم دیوه ایات په شان یوایات یالس ایاتونه جوړکړی خوتاسی نه یاست توانېدلې اونه به هم داتوان پیداکړی، اوبل داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هره وینامعجزه ده، او14 پېړۍ مخکی ئې اُمت مسلمه دشرا بو، خمارکولو، زنااونوروفحشاووڅخه منع کړیدی، تراوسه مسلمانان هغه کارونه نه کوی، وګوری په عیسایی نړۍ کی شراب ډېرخوړل کیږی که په مسلمانه نړۍ کی؟ جرمونه فسادونه، زناوې اوظلمونه په عیسایی نړۍ کی ډېردې اوکه په مسلمانه نړۍ کی؟ چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دژوندهره شیبه یوه معجزه ده تاسی ولی سترګې ورباندی پټوی؟ چی داستاسوبې انصافی اوکم عقلی ده وبل لورته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ډیرې معجزې درلودې چې شمېر ئې تر(۳۰۰) زیات دی خوحضرت عیسی علیه سلام نه درلودې ددې معنی دانه ده چی حضرت عیسی علیه سلام پېغمبرنه وو، ته وماته څنګه منطقې دلایل وړاندی کوی؟؟!!! په احادیثوکی وګوره خاتم الانبیا‌ء صلی الله علیه وسلم مړي ژوندي کړیدي اوداچې تاسی سترګې ورباندی پټوی داستاسوبې عقلي ده.په ۱۲۴۰۰۰ یولک څلورویشت زره پېغمبرانوکی دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم معجزې ډېري دي؛ چې دایوکوټلی حقیقت دی.زه به یووړوکی مثال درکړم، ۱۴۰۰ کاله وړاندی دبشریت سترلارښوداودخدای سپېڅلي استاذي صلی الله علیه واسلم فرمایلی دی چې شی په راسته لاس خوری او۱۴ پېړۍ وروسته هم دده صلی الله علیه واسلم یووړوکی سنت تراوسه ژوندی دی اوامت مسلمة ئې پلی کوي ایاتردې ستره معجزه؟؟؟

وبل لورته حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ستاسوعیسایی نړۍ هم منی چې په ټوله انسانیت کی ترخاتم الانبیا‌ء صلی الله علیه وسلم بل لوړشخصیت نشته اوزه به دلته دمایکل هارټ (Michael H. Hart) وکتاب ته راشم، حال داچې دی عیسایی واوده خپل دعقل اوپوهې مطابق دآدم علیه السلام څخه تراوسه پوره سل لوړشخصیتونه چڼ کړیدی اودی دهریوه لپاره دلایل لری، دده داکتاب چې کله چاپ شونوترډېره وخته یهودواوعیسایی نړۍ نه پرېښودی چا منظرعام شی؛ خوهغه عام شو زه ترټولولومړی مایکل هارټ درپېژنم.

دایډلفی پوهنتون څخه ئې دفزیک ماسټری حاصله کړی، دپرنسټن پوهنتون څخه ئې دعلم الفلکیات ماسټری لاسته راوړی، دډېروخت لپاره ئې دامریکاپه فضایی مرکزناسا(NASA) کی کارکړی اواومریکا د(System and Appied Sciences Corporation) لوړ ساینس پوه دی، له دې څخه ماسوی دی د(American Astronomical Society) غړی هم دی اوددې څخه علاوه هغه دغیرځمکنی مخلوقاتو دادارې مدیرهم دی چې ډېرکتابونه اولیکنې هم لري.

ده پخپل کتاب سل لوړشخصیتونه (The 100: A Ranking of the most Influential Persons of All Time)کی امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم ترټولولومړی لیکلی دی، اوداهرڅه انتخاب چې ده کړی دی داده دخپلوعقلي اوفکري احساساتو اوپوره پوهې په لمن کی انتخاب کړیدی، چې موږ دده ددې انتخاب ستاینه کوو، اوده یقیناداانتخاب دحقایقوپربنسټ کړیدی چې موږورڅخه مننه کوو، اوهغه څوک چې دی ئې نعو‌ذباالله خدای بولی(حضرت عیسی علیه السلام) اوهغه دخپل ځان ژغورونکی بولی هغه ئې په دریم نمبرکی راوستی دی، اوهغه څوک چې داوسنی عیسایت خښته ئې ایښې ده اوداوسنی بایبل زیاته برخه هم ده لیکلی ده (پولس یاساول) هغه ئې شپږم نمبرکړیدی، اومایکل هارټ په دی کی ریښتنی دی.

دی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایی:

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ترټولواغیزمن اوحیرانوونکی دی اودی یواځی هغه تاریخی هستې ده چې هم په مذهبي اوهم په دنیاوي محاذونوکی کامیاب شو.دی په دې کامیاب شوچې ډیردښمنان ئې سره یوځای کړل، ډیرې ټولنې اوتمدنونه ئې سره یومټی کړل چې داکارهیچادتاریخ په پاڼوکې نه وکړی.

ده دنبی کریم صلی الله علیه وسلم د لومړی انتخاب په هکله نورډېردلایل هم لري.

The 100: A Ranking of the Most Influential Persons of All Time

By: Michael H. Hart

Published by: Citadel Press, Kensington publishing corp. US.

۲: کيت ايل مور:(Keith L. Moore)

ډاکټرکیت ایل مورچی دامریکا اوکاناډادتشریح الاعضاء (Anatomy)پخواني مشروو،اودپه جنین پوهنه اواناتومی کی دنړۍ لوی ساینس پوه دی؛ اوپه 1994 کال کی ئې په همدې برخه کی د(جې، سي بي ګرانټ) جایزه هم ترلاسه کړل اوپه همدې برخه کی ئې ډېرخدمتونه هم کړیدی، وایی:

زه دډېروخت راهیسی دسعودی عربستان په جده په العزیزپوهنتون کی پرجنین پوهنه (Embroilogy) باندی دسنتوپه رڼاکی کار کارکوم زه ډېرورته حیران شوم چی 1400 کاله مخکی څنګه دجنین پوهنې په اړه خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم کوم معلومات ورکړی وه اواوس هک پک هغه موږڅیړواوحال داچی په هغه وخت کی ددې علم په هکله هیچامعلومات نه درلودل اونه هم تصورکېدای شوای، هغه څه چی زه وایم داډېرښکاره دی،داچی دقرانکریم وړاندوینی چی دجنین په هکله ئې کړی دی .

ده په مصرکی په یوه کانفرنس کی یوه مقاله ولوستل اوداسی ئې پکښې لیکلی وه:

زه دقرانکریم معلوماتو دجنین پوهنې په اړوندډېرخوښ کړم چی څومره ښکلی مراحل اوکره معلومات پکښې دی، اوزما لپاره دنورومعلوماتودراټولولولپاره سرچینه شول، اوزه دامنم چی دااحکامات وخاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته دوحی په ډول سره راغلی دی، داځکه چی له ده څخه وروسته ترڅو پېړیوپوری لاساینس پوهان په دې هکله په هیڅ نه پوهېدل۔

دساینس دترقۍ له کبله جنین پوهنه نوره پېچلې شوه، اوپېچلې ده، اوکوم اصطلاحات چی په قرانکریم اوسُنت نبوی صلی الله علیه وسلم کی ذکرشوی دی، هغه ډېرساده، اوجامع دی، چی ددې علم بنسټ ئې جوړکړی هم دی اوزه ددې سره پوره موافق یم۔

دتیروڅلورولسیزوراهیسی ددې علم بنیادښکار شوی دی، اوحال داچی په قرانکریم کی ددې علم بنیادپه 7 عیسوی پېړۍ کی ایښودل شوی وو۔

۳: پروفيسرارمسټرانګ (Professor Armstrong)

پروفیسرارمسټرانګ دامریکاپه خلای څېړنیزمرکز (NASA) کی کارکاوی، اودکنساس په پوهنتون کی دفلکیاتواستادهم وو۔

دپروفیسرارمسټرانګ څخه ډېرپوښتنی وشوی، چی یوه پوښتنه داوه :

همدااوس چی کوم نوی الات اوفضایی بېړۍ تاسی لری اوپکښې تللی یاست اودافلکیات موخپله مشاهده کړید دی، تاسی څه نظرلری چی کوم ایاتونه 1400 کاله مخکی دفلکیاتوپه هکله څه ویلی دی داڅنګه پرتله کوی؟

ددې سوال ځواب په داسی لنډوخت کی څه مشکل کاردی، داځکه چی ووخت ته پوره اړتیالری، زه په دې حیران یم چی 1400 کاله مخکی وړاندوینی اوزمااوسنی مشاهدات څنګه پرتله کړم، خوحقیقت دادی چی داهرڅه سره ورته دی، اوداهم درته وایم چی زه څه وایم هغه ډېرروښانه دی، داچی ساینس به داهرڅه منی دادراتلونکی تجربواووخت خبره ده۔

۴:پرفيسروليم هې (Professor William Hay)

ولیم هې دامریکادکلوریډودپوهنتون دسمندرپوهنې (Oceanolgy) پروفیسردی۔

ولیم هې دامریکادسمندرپوهنې یومشهوره پروفیسردی، دې بیاپه ټولوکی مشوره اودلوړمقام څښتن دی، شیخ عبدالمجید اې زندانی دهغه څخه دسمندردسطحې، لوړې ژورې، دسمندروپرمینځ واټنو نه، دسمندرځمکه اوداسی نورې پوښتنی وکړی چی ولیم هې ئې په ځواب کی وویل:

وماته داډېره په زړۀ پوری دی چی کوم معلومات په قرانکریم کی شته هغه معلومات زمالپاره دټولونورومعلومات سرچینه شول؛ اودقرانکریم معلومات دسمندرپه هکله ډېرنوی، هېښونکی اوپه زړۀ پوری دی۔

اوزه داتصدیق کوم چی قرانکریم یوالهی کتاب دی، داځکه چی په هغه وخت کی داایاتونه په داسی وچ دښت کی نازل شویدی چی هیڅ سمندرهلته نه وه، اوپه دې علم کی ترډېروخته پوری موږواقف نه وو۔

په اسلامی پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

زمامناظره دیوه عیسایی راهب سره (۱۱)

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *