د روژې درییمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې درییمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

عزتمنو او پتمنو لوستونکو ، په تیرو دوو کلونو کی د روژې د مبارکو میاشتو غوندی یو ځل بیا ستاسو په خدمت کی یوه نوې لړۍ انشاالله پیل کوم چی منځپانګه یې اصلاحی ، اخلاقی او فلاحی ده . دا دیرش برخی می د خپل ناچاپه کتاب ( اخلاقی کنایې ) څخه انتخاب کړي دي .

څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . نو دا یې هم د دوهمی روژې تحفه ؛ ( ن . صمد )

 

درې ډوله کسان د عذاب وړ دي

 

حضرت رسول اکرم (ص) وفرمایل : الله تعالی د قیامت په ورځ درو کسانو ته د رحمت په نظر نه ګوری او د هغوی سره خبری نه کوی بلکی په درد ناک او سخت عذاب یې مبتلا کوی چی هغوی دا دي :

لومړی ـ زانی شیخ [ یعنی هغه څوک چی په سپین ږیروالي کی زنا کوی ؛ د دې مطلب دا نه دی چی زنا په ځواني کی ګناه نه ده یا سزا نلری . خو په پیرۍ کی ځکه د سخت عذاب وړ ده چی د سپین ږیري شهوانی قوت کمزوره سوی وی او هغه د حتمی مرګ په انتظار وی ] ؛

دوهم ـ درواغجن واکمن [ درواغ د هر چا لپاره ډیر بد کار دی او عذاب به ورکول کیږی ، خو د واکمن لپاره ځکه د سخت عذاب وړ دی چی د بل د بیری یا د لحاظ په خاطر درواغ نه وایی بلکی د خپل مقام له دریځه دا ګناه کوی ] ؛

درېیم ـ متکبر فقیر [ تکبر د هر چا لپاره ډیر بد عمل دی ، خو د فقیر لپاره ځکه د سخت عذاب وړ دی چی پر کولو یې هیڅ دلیل نلری خو بیا هم داسی ناوړه عمل کوی ] .

هو ، نن موږ ګورو چی هر ځای په رښتیا هم لږ یا ډیر دغه درې ډوله انسانان په دغسی ګناه او پستۍ مبتلا دي .  نو الله دې د هغوی او دغو ناروا اعمالو تر منځ تلپاته بیلتون راولی ؛  ککړو انسانانو ته دي الله  نجات ورکړی تر څو نور انسانان یې له ظلم او شر څخه خلاصون ومومی . متباقی انسانان دی الله تعالی د دې مصیبتونو څخه وژغوری .

 

 

د شیطان مال التجاره

 

یو وخت حضرت عیسی (ع) ولیده چی شیطان پر څلورو خرو باندی دروند بار ایښی او روان دی . عیسی (ع) ورڅخه وپوښتل چی اې لعین او مردوده ! دا دې څه بار کړي دي ؟ شیطان داسی ځواب ورکړ : دا تجارتی مال دی یعنی پر یو خره می ظلم بار کړی دی ، پر بل می خیانت او غولول ، پر درېیم می مِکر او فریب او پر څلورم باندی می هم غرور بار کړی دی .

عیسی (ع) بیا ځنی وپوښتل چی : د دې مال رانیونکي څوک دي ؟ شیطان ورته وویل چی : ظلم د بیرحمو واکمانو د خوښۍ وړ دی ، خیانت او خطا ایستل تجاران او دکانداران راڅخه رانیسی ، د مکر او فریب اخیستونکي ښځي دي او غرور هم پر عالمانو او پوهانو باندی خرڅوم چی هغوی یې ډیر شوقیان دي . په دې سره عیسی (ع) حیران سو او « والله حول و لا قوته الی بلا العلیم العظیم » یې ووایه او ځنی ولاړ .

هو ، که نن موږ لیری او نږدې وګورو ، نو په رښتیا هم عادل واکمنان خورا لږ دي ، صادق کاروباريان خورا لږ دي ، له مکره پاکی ښځی لږ دي او باالاخره بې غروره پوهان هم لږ دي . الله دی دا ټول اصلاح او متوجه کړی تر څو نور کسان یې له اذیته خلاصون ومومی او هم ډیر ناوخته نسی .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *