د روژې څلورمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې څلورمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې حلال شیان حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک ، څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي . نفل د فرضو اهمیت او درجه لری….. نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه مراعات کړو . او داهم د روژې څلورمه تحفه . مأخذ : د لیکوال ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ) .

 

د انسانیت تعریف

 

یو چا د احنف بن قیس (رح) څخه وپوښتل چی انسانیت یعنی څه ؟ داسی یې ورته وفرمایل :

۱ : تواضع کول ، سره له دې چی شتمني او ثروت ولری ؛

۲ ـ عفو کول ، سره له دې چی د بدل او انتقام قدرت ولری ؛

۳ ـ د خلکو سره دوستي او مرسته کول ، بېله کوم منت څخه ؛

۴ ـ د قهر او غوصې پر مهال د تلوار پر ځای د صبر  او زغم څخه کار اخیستل .

البته په صبر کولو کی درې ګټی نغښتی دي :

لومړی ـ له امله یې خوښي او نیکمرغي منځته راځی ؛

دوهم ـ له امله یې ټول خلک ستاینه کوی ؛

درېیم ـ له امله یې د الله په دربار کی تر ټولو ښه اجر او ثواب ګټي .

خو په تلوار او عجله کی یې دغه زیانونه پیښیږی :

لومړی ـ له امله یې پښېمانه او سرځوړﺉ کیږی ؛

دوهم ـ له امله یې هر څوک ملامت او بد بولی ؛

درېیم ـ له امله یې د الله په دربار کی تر ټولو بده سزا ورکول کیږی ؛

الحِلمُ اوَله مُر مذاقته لکن آخِرهُ احلی مِن العسل « د صبر مزه لومړی ډیره ترخه وی لاکن په پای کی تر عسلو هم خوږه وی . »

هو ، انسان هم چی ناروغ سی د جوړتیا لپاره یې دوا ترخه وی ، په مشکل سره یې خوری او تندی یې تریو نیولی وی . پوښتنه دا ده چی ولی دغسی کوی ؟ دا ځکه چی انجام او عاقبت یې مدنظر نیولی وی چی هغه روغتیا ، شفا او سلامتیا ده . مؤقتأ پر ځان دغسی تکلیف او عذاب تیروی خو راتلونکې یې سمه او سالمه وی . نو څومره به ښه وی چی موږ هر څوک دغسی عارضی او مؤقتی تکلیف پر ځانونو تیر کړو تر څو نهایی ثمره یې خوږه وی ، انشاالله .

 

 

د رسول الله (ص) موسکا

 

عایشه (رض) روایت کوی چی یو ماخستن رسول الله (ص) راته وفرمایل چی اې عایشې ! تر هغه وخته مه بیدیږه چی دغه څلور اعمال دی نه وی کړي :

لومړی ـ د قرآن شریف تر ختم کولو وروسته بیدیږه ؛

دوهم ـ ټول انبیأ علیهم السلام د ځان واسطه کړه ، بیا بیده سه ؛

درېیم ـ ټول مسلمانان له ځانه راضی کړه ، بیا بیده سه ؛

څلورم ـ یو حج او عمره وکړه ، بیا بیده سه ؛

وروسته رسول الله (ص) پر لمانځه ودرېدﺉ او زه په بستر کی پرېوتلم . کله چی نبی کریم (ص) د لمانځه څخه فارغ سو ، نو ما په تعجب سره پوښتنه ځنی وکړه چی یا رسول الله (ص) ! زما مور او پلار دی تر تا قربان سی ، په دونه لږ وخت کی دا څلور شیان څنګه امکان لری ؟

رسول الله (ص) د دې خبری په اورېدو سره موسکا وکړه او داسی یې وفرمایل : کله چی درې واره سورهً اخلاص [ یعنی قل هوالله احد ] ووایې ، نو لکه یو قرآن چی دې ختم کړ ؛ او کله چی پر ما او نبیانو باندی یو درود ووایې ، نو ټول انبیأ علیهم السلام به د قیامت په ورځ ستا سفارش کونکي او واسطه وی ؛ او کله چی د ټولو مؤمنانو لپاره استغفار وکړې ، نو ټول مسلمانان به درڅخه راضی سی ؛ او کله چی سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله و لله اکبر ووایې ، نو لکه یو حج او عمره چی وکړې .

هو ، که موږ او تاسو دغه وړیا ، آزموده او ثابته نسخه پر ځانونو تطبیق کړو نو په رښتیا به هم د نیکو ، متقی او محسنو انسانانو په ډله کی حساب سو چی هم به الله (ج) او هم به د هغه رسول (ص) خوښ او راضی وی او په عین حال کی به مو ټولنی او ماحول ته هم خیر رسولی وی . نو راځیً چی له همدې ننه د وړیا جنت ګټلو لپاره همداسی اراده او فیصله وکړو .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.