د روژې شپږمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې شپږمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم شپږمه تحفه ( ستاسو د دعاوو محتاج : ن . صمد ) ؛ مأخذ : د لیکوال ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ) . 

 

 

فرشته د مظلوم مرستندوی وی

 

یو وخت د رسول الله (ص) په حضور کی یو چا ابوبکر صدیق (رض) ته ښکنځل او پوچ وویل . نبی کریم (ص) او ابوبکر (رض) دواړه پټه خوله وو او هیڅ غبرګون یې نه ښکاره کاوه . خو کله چی هغه سړی چپ سو نو ابوبکر (رض) یې ځواب ووایه . دا مهال رسول الله (ص) وپاڅېد او غوښته یې چی تشریف یوسی چی ابوبکر (رض) یې علت وپوښتی . رسول الله (ص) ورته وفرمایل چی تر کومه وخته چی تا سکوت کړی و او څه دی نه ورته ویل نو ستا پر ځای ملایکی د هغه ځواب وایه لاکن ستا لخوا تر غبرګون ښودلو وروسته ملایکه ولاړه او شیطان راغی . نو ځکه زه هم ولاړ سوم چی روان سم . وروسته یې داسی وفرمایل : درې شیان یقینی او حتمی دي :

لومړی ـ که مظلوم د الله د خوښۍ لپاره ظالم وبخښی نو د مظلوم عزت ډیریږی ؛

دوهم ـ هر څوک که د مال او دولت په خاطر فقر شروع کړی نو تل به همداسی فقیر وی ؛

درېیم ـ هر څوک که د الله د خوښۍ لپاره عطأ او بخشش وکړی نو الله یې پر مال برکت نازلوی .

هو ، اسلام بیا هم پر صبر ، حوصله او تحمل باندی ټینګار کوی نه پر منفی غبرګون ، عکس العمل او ځواب . روژه مبارکه د همدې زغم او حوصلې د ښودلو میاشت ده ، نه د جدل ، ښکنځل او یرغل میاشت . ژوند ډیر لنډ دی او د سترګو په رپ کی درومی . نو ښه به دا وی چی د رسول الله (ص) وصیت او نصیحت له همدې نن څخه عملأ او ارادتأ پیل کړو تر څو بایللې تقوا بیرته وګټو .

 

 

مخکی له دې چی ناوخته سی

 

رسول الله (ص) څومره عالی ، منطقي ، عینی او آفاقی لارښوونه کړې ده ، یعنی :

د پنځو فرصتونو څخه د هغوی تر زوال مخکی ګټه واخله :

د خپلی ځوانۍ څخه مخکی له دې چی زوړ سې ؛

د خپلی روغتیا څخه مخکی له دې چی ناروغ سې ؛

د خپلی شتمنۍ څخه مخکی له دې چی غریب سې ؛

د خپل فارغ وخت څخه مخکی له دې چی مصروف سې ؛

د خپل ژوند څخه مخکی له دې چی مړ سې .

هو ، که دغه نبوي ارشادات عملأ پیل کړو نو دومره معنوی او قلبی ګټه به مو کړې وی چی انتها نلری . دا په رښتیا هم د ژوند کولو اصلی راز ، د بریالیتوب اصلی نسخه او د آینده بهترین ضمانت دی . که ځوانان یو ، نو باید پرې نږدو چی ځواني د سترګو په رپ کی راڅخه ضایع سی ؛ که نن جوړ او روغ یو ، باید خپل الهی او دینی پور د ناروغۍ مهال ته پرې نږدو ؛ که نن لږ یا ډیر شتمن یو ، نو باید خپل انسانی مسؤلیتونه د غربت مهال ته پرې نږدو ؛ که نن وخت او فرصت لرو ، نو باید هر څه هغه مهال ته پرې نږدو چی د مصروفیت له امله « د سر ګرولو ته هم خلاص نه یو » ؛ او دا چی همدا نن ژوندي یو ، باید هغه اعمال وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، داسی نه چی هر څه را څخه تیر سی . ځکه نو نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.