روژه اونوی ساينسي څېړنې (۳) — عبدالغفار جبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څېړنې (۳)

 

لیکوال: عبدالغفار جبیر

 

روژه مات په خرمااوياپه اوبوسره:

۱۴: سلمان بن عامررضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل کله چي یوڅوک دروژې دماتولوتکل وکړی نوپه خورماسره دی روژه ماته کړی، داځکه چي دبرکت سبب دی؛ که چيری خرمانه وه نوپه ابوسره دی ماته کړی داځکه چي داپاکې ده۔

 (ترمذی، مشکوة شریف)

دروژه مات ثواب:

۱۵: حضرت زیدبن خالدرضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي دروژه دارروژه مات برابرکړی یادیوه مجاهدلپاره سامان برابرکړی نوهغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږی۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)

دروژې په حالت کی دناوړوکارونوڅخه ځان ژغورل:

۱۶: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل  کوم څوک چي په روژه کی نارواخبرې کوی اوداعمل نه پرېږدی نوالله جل جلاله دهغه خوراک اوڅښاک پرېښودوته کومه اړتیارنلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)

دروژې په حالت کی دژبې ساتنه:

۱۷: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که په تاسوکی دیوه روژه وه نونه دې بې حیاخبرې کوي، نه دی بې عقلي ښکاره کوي اوکه کوم یوپرده باندی په جاهلانه ډول سره راغلی نودی دي داځواب ورکړی چي نن زماروژه ده۔ (مصنف ابن ابی شیبه)

په روژه کی دغيبت بدوالی:

۱۸: حضرت انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم څوک چي دخلکوغوښې خورئ (غیبت ئې کوی) دهغه روژه نشته۔ (مصنف ابن شیبه)

په روژه کی په هيره خوراک اوڅښاک:

۱۹: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم کس چي په روژه کی  په هیره سره خوراک اوڅښاک وکړی دهغه روژه نه ده ماته هغه دی خپله روژه پوره کړی داځکه چي الله تعالی ده ته خوراک اوڅښاک ورکړ۔

(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

په روژه کی مسواک وهل:

۲۰: حضرت عامربن ربیعه رضی الله عنه وایی چې ماډېرځله رسول الله صلی الله علیه وسلم دروژې په حالت کی په مسواک وهلولیدلی دی۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف) 

دروژې دمياشتې جبران نشی پوره کېدلای:

۲۱: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي درمضان دمیاشتې یوه روژه بېله عذره اوناروغۍ پرته  وخوری په ټوله زمانه کی ئې جبران نشی اداکولای۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

په سفرکی دروژې نيولورخصت:

۲۲: له ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایازه په سفرکی روژه ونیسم؟ نوموړی به ډېرې روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي که دی خوښه وه وئې نیسه اوکه دی خوړله نووئې خوره۔

 (بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

روژه روغتياده:

۲۳: دابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جهادکوی چي دغنیمت مال به ومومی، روژه نیسی روغتیابه ترلاسه کړی اوسفرکوی له نوروبه بې پرواشی۔

(الطبرانی فی الاوسط، الترغیب والترهیب)

روژه بې مثله عبادت ده:

۲۴: حضرت ابوامامة رضی الله عنه وایی چي مادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل چي ماته یوداسی عبادت راوښیه چي وجنت ته می ورسوی، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي روژې نیسه ځکه چي روژه بې مثله عمل دی۔

(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

دروژې لويې ګټې:

۲۵: حضرت ابودرداء رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل کوم څوک چي دالله په لاره کی یوه ورځ روژه ونیسی الله تعالی دده اودوږخ ترمنځ دومره خندق حائل کوی لکه چي څومره مسافه دځمکې اواسمان ترمینځ ده۔

(الترغیب والترهیب، الطبرانی فی الاوسط)

روژه دګاهونوکفاره ده:

۲۶: له ابوسعیدخُدری رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي درمضان روژې ونیسی دهغې دحدودرعایت کړی اودکوموشیانوچي حفاظت ئې په کاروی دهغوی حفاظت وکړی نودهغه دتېروشویوګناهونوکفاره ده۔

(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

دروژه مات پرمهال دجهنم څخه ازادې:

۲۷: ابوامامه رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دهرروژه مات پروخت دالله تعالی له لوری ډېرخلک له جهنم څخه دازادۍ اجازت نامه ترلاسه کوی۔

(مسنداحمد بن حنبل، الترغیب والترهیب)

 

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *