د روژې لسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې لسمه تحفه

 


تهیه کونکی : ډاکټر نثار احمد صمد

 

روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » . او دا هم د لسمی روژې لپاره لسمه تحفه ( ن . صمد )

 

 

چغلیګر او غیبت کونکی تجرید کړه

 

ابو اللیث سمرقندی (رح) وفرمایل : که څوک درته ووایی چی فلانی شخص تا ته ښه نظر نلری ، بی احترامی دې کوی یا منفی خبری او بد درپسی وایی ، نو د هغه په ځواب کی پر تا شپږ شیان لازم دي ، یعنی :

لومړی ـ پر هغه اعتماد او باور مه کوه ( چغلي ګر د باور وړ نه دی ) ؛

دوهم ـ هغه د دې ډول خبرو څخه منع کړه ( د بدو کارونو څخه د نورو منع کول پر مسلمانانو واجب دی ) ؛

درېیم ـ د هغه د دې کار ( چغلیو ) له امله د الله د رضا لپاره د هغه په مخ کی خپله غوصه او ناخوښي څرګنده کړه ( کټ مټ لکه الحُب فی الله  یعنی د الله د رضا لپاره محبت کول چی د خوښۍ وړ دی ، نو البُغض لله یعنی د الله د رضا لپاره بغض کول هم د خوښۍ وړ دی ) ؛

څلورم ـ د چغلي ګر د خبرو په اورېدو سره پر خپل دینی ورور باندی مه بد ګومانه کیږه ( ځکه پر مسلمان باندی بد ګومانه کېدل حرام دی ) ؛

پنځم ـ چغلیګر چی کومه خبره یا موضوع درته ووایی ، هغه مه سپینوه یعنی په هغه باره کی تحقیقات مه کوه ( ځکه الله تعالی تجسس منع کړی دی ) ؛

شپږم ـ هر څه چی د چغلي ګر لپاره نه خوښوې پخپله هم هغه مه کوه ( یعنی دا خبره بل چا ته مه انتقال کوه ) .

هو ګرانه لوستونکې ، څومره عالی حقیقت او نصیحت . څومره عالی لارښوونه او روزنه . ډیرﺉ مسلمانان خصوصأ افغانان د چغلیو او غیبت په مزمن مرض مبتلا دي . نو که  په رښتیا هم موږ او تاسی دغه شپږ طلایی سوغاتونه خپل کړو ، په واقعیت کی به مو اسلام هضم کړی وی . ضمیر ، باطن ، دین او دنیا به مو ځلانده او رپانده وی انشاالله ، که نه هر څه به هغسی وی لکه فعلأ چی دي . نو را ځی چی هغه څوک تجرید او تردید کړو چی د بل چا خبري راته کوی یعنی د غیبت او چغلیو مخالفت او ممانعت یې وکړو تر څو الله تعالی خلاصون او سمون راعطأ کړی ،انشاالله .

 

 

څه باید وکړو ؟

 

علمأ وایی چی د دنیوی فتنو او دسیسو څخه د خلاصون بهترینه چاره دا ده چی :

۱ ـ که ویل کوې نو کلمه وایه ؛

۲ ـ که جوړول کوې نو مسجد جوړ کړه ؛

۳ ـ که جنګېدل کوې ، نو د شیطان سره وجنګیږه ؛

۴ ـ که ژغورل غواړې نو د درواغو څخه ځان وژغوره ؛

۵ ـ که بیرېدل غواړې نو له خدایه وبیرېږه ؛

۶ ـ که مینه غواړې نو د رسول الله (ص) سره مینه ولره ؛

۷ ـ که هیله لرې نو د جنت هیله من اوسه ؛

۸ ـ که ګټل غواړې نو زړونه وګټه ؛

۹ ـ او باالاخره که سمون غواړې نو آخرت دې سم کړه .

هو ، که مو اکثرأ کلمه پر خوله جاری وی ( د بیکارۍ او فراغت پر مهال ) نو څه تاوان به مو کړی وی ؟ که مسجد نسو جوړولای اقلأ ( لږ یا ډیره ) بسپنه خو ورکولای سو ؛ که د شیطان د خوښي وړ کارونه ونکړو څه زیان به مو کړی وی ؟ که ځانونه له درواغو وژغورو ( هغسی لکه په ژبه چی یې ادعا کوو ، عملأ یې هم مراعات کړو ) څه نقص به مو کړی وی ؟ که تل په رښتیا هم له خدایه وبیریږو نو څه مشکل به راپیښ سی ؟ که د رسول الله (ص) سره مخلصانه مینه ولرو د څه تکلیف سره به مخامخ یو ؟ که جنت د ښه اعمالو په بدله کی وغواړو څه ستونزه به وی ؟ که د خلکو زړونه وګټو څه مزاحمت به را ته پیښ سی ؟ او که باالاخره د پورتنیو اعمالو د کولو په نتیجه کی خپل آخرت سم کړو نو آیا هر څه به مو نه وی ګټلی ؟ الله او د هغه رسول به نه وی را څخه راضی ؟ ځکه نو موږ وایو چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله ! نو که هر څوک دغه نسخه امتحان کړی ، دنیا او عقبا به یې انشاالله آرامه ، آسانه او روښانه وی . لوی خدای دی موږ او تاسو ټولو ته دغسی توفیق را عطا کړی .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.