د روژې دیارلسمه تحفه ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې دیارلسمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بېله عذره یا بېله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسی ادا کولای » . د همدې نبوي پوهاوي په هیله لطفأ د روژې دیارلسمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد ) .

 

 

اووه پخې خبری

 

ابو عبدالله القرشی (رح) داسی فرمایی : یو شخص د اوو پوښتنو لپاره اووه سوه میله سفر وکړ تر څو یو عالم ته ورسی او هغه یې ځوابونه ورکړی . کله چی هغه عالم ته ورسېد نو ورڅخه ویې پوښتل چی هغه څه شی دی چی :

۱ : تر آسمان هم ډیر دروند دی ؟ ؛ ۲ : تر مځکی هم ډیر پراخ دی ؟ ؛ ۳ : تر ډبری هم ډیر سخت دی ؟ ؛ ۴ : تر اور هم ډیر سوځونکی دی ؟ ؛ ۵ : تر برزخ هم ډیر یخ دی ؟ ؛ ۶ : تر دریاب هم ډیر زلال دی ؟ ؛ ۷ : تر یتیم هم ډیر کمزوره او تر زهرو ډیر وژونکی دی ؟

عالم په ځواب کی داسی ورته وویل :

۱ : پر یو پاک انسان باندی تهمت تړل تر آسمان هم دروند دی ؛

۲ : حق تر مځکی هم ډیر پراخ دی ؛

۳ : د کافر زړه تر ډبری هم ډیر سخت دی ؛

۴ : حرص ( طمع ) تر اور هم ډیر سوځونکی دی ؛

۵ : د نورو څخه خپله اړتیا غوښتل تر برزخ هم ډیر سوړ دی ؛

۶ : قانع زړه ( صابر زړه ) تر دریاب هم ډیر ژور او زلال دی ؛

۷ : د چغلۍ رسوا کېدل تر زهرو هم ډیر وژونکی دی او دغه مهال چغلي ګر تر یتیم هم ډیر کمزوره او ذلیل وی .

هو ، په یو ښه انسان پورې تور تړل واقعأ هم ډیر سخت او دروند تمامیږی ، حق په رښتیا هم ډیر ارت او عظیم ارزښت دی ، د کافر ( هغه چی د اسلام او مسلمانانو شعوری دښمن وی ) زړه په رښتیا هم تر کاڼې سخت یعنی ډیر بې رحمه وی ، حرص او طمع باالکل د انسان زړه سوځوی ، بل ته خپل احتیاج څرګندول واقعأ چی انسان وجدانأ او جسمأ یخیً کوی ، قانع او صابر انسان همیشه له هر مصیبت او درده بېغمه وی ، او د چغلیګر رسواینه ( که احساس او وجدان ولری ) د مرګ حیثیت لری . نو څومره به ښه وی که د دغسی نا مطلوبو او ناوړو کارونو څخه ځانونه  وژغورو ؛ وجدانأ او روحأ خوښ ، راضی او ډاډه اوسو او په هغه څه کی دخالت ونکړو چی الله هماغه شان لازم بللی وی یعنی د الله تعالی په اراده کی منفی مداخله ونکړو .  

 

 

د طبیب الهی عشق

 

یوه ورځ حضرت علی (رض) د بصرې په بازار کی تیرېدﺉ چی ډیره ګڼه ګوڼه یې ولیده . ویې پوښتل چی هلته څه خبره ده ؟ ورته وویل سوه چی دا د یو طبیب معاینه خانه ده او دغه ټول راغونډ سوي خلک ناروغان دي .

د دې خبری په اورېدو سره حضرت علی (رض) هم هغې خوا ته ورغی او هلته یې یو ښایسته ځوان ولیدﺉ چی پر یوه څوکۍ ناست و  او مریضانو ته یې نسخې لیکلې .

حضرت علی (رض) مخته ورغی او طبیب ته یې داسی وویل : اې طبیبه ! آیا داسی دوا درمعلومه ده چی د ګناهونو څخه منځته راغلي ناروغۍ جوړی کړی او د زړونو څخه د غفلت زنګ ایسته کړی او په نتیجه کی محب د محبوب سره وصل کړی ؟

د دې خبرو په اورېدو سره طبیب چپ سو ، سر یې کښته ونیوﺉ او په سوچونو کی ډوب سو . پسله څو لحظو یې سر راپورته کړ او داسی یې ورته وویل :

د اسلام باغ ته تشریف یوسیً ، او هلته د ایمان ونه پیدا کړﺉ ، د عشق او محبت پاڼې ، د اخلاص ښاخونه  او د یقین میوې یې په محراب کی د سجدې پر ځای کښیږدﺉ او هلته یې اوړه کړﺉ . که اوبو ته ضرورت پیدا سو نو هغه اوښکی چی د خدای له بیری توی سوي وی په هغه کی ګډي کړﺉ . وروسته یې د کفن د صافي څخه صاف کړﺉ او د قبر تیارې ته یې یوسیً او هلته یې په داسی حال کی وخورﺉ چی څوک مو و نه وینی . همدا د ګناهونو د زیږنده ناروغۍ دوا ده . په خدای چی انشاالله همدا یې نسخه او چاره ده .

طبیب د دې نسخې تر بیانولو وروسته فریاد وکړ او ځای پر ځای وفات سو او روح یې په رښتیا هم د خپل معشوق خوا ته والوتله . حضرت علی (رض) د دې صحنې او پیښی په لیدو سره ډیر متأثره سو او د هغه جسد یې داسی مخاطب کړ : په خدای چی همدا ته یې چی د دنیا او آخرت طبیب یې .

وروسته یې د دغه الهی عاشق د تکفین او تدفین چاری تر سره کړې او په زیاتو دعاوو سره یې ونازاوه .

هو ، هغه طبیبان خو تقریبأ ټوله د خدای واقعی دوستان ، ولیان او مبارک اشخاص وو ، خو د یوویشتمی پیړۍ اکثریت طبیبان دومره متمدن او سیکولر سوي دي چی ډیرﺉ یې نه لمونځ کوی او نه هم روژه نیسی . نه زکات ورکوی نه خیرات….. نو طبیب چی پخپله ناروغ وی ، نه به یې په لاس کی شفا وی او نه په زړه کی وفا !

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.