د روژې پنځلسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې پنځلسمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

 ګرانو او معززو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسېده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی یوڅه کهالت او عطالت لری ، لږ تر لږه معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! دمګری خو لطفأ پنځلسمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد ) . 

 

 

د پنځو کارونو ثواب خورا ستر دی

 

علماوو فرمایلی دي چی د پنځو شیانو ثواب د غرونو په شان ستر دی او په رزق او روزي کی خورا ډیرښت راولی :

لومړی ـ تل د صدقې ( خیرات ) د ورکولو مراعاتول ( که لږ هم وی ) ؛

دوهم ـ صلهً رحمي کول ( هر څونه چی یې په توان کی وی ) ؛

درېیم ـ د الله په لاره کی جهاد کول ( په هر ډول چی وی ) ؛

څلورم ـ هر وخت په اوداسه ګرځېدل د ځان عادت کول ؛

پنځم ـ تل او په هر حالت کی د والدینو اطاعت کول .

هو ، خیرات یا صدقه ورکول ، صلهً رحمی او د والدینو اطاعت د حقوق العباد اعلی درجه ده . جهاد فی سبیل الله د الهی حقوقو اعلی درجه ده . په اوداسه ګرځېدل د شیطان د مِکر او فریب څخه د ژغورنې او د نورو مصیبتونو څخه د ساتنی ښه ذریعه ده . خو د دغو ټولو اعمالو خپلول د پورتنیو ثوابونو څخه علاوه په رزق او روزي کی د برکت ښه منبع هم ده . نو الله (ج) دی موږ ټولو ته د دې نیکو اعمالو پر کولو او مراعاتولو باندی ( چی ډیر اسانه دي ) توفیق راکړی .

 

 

رښتیا او درواغ

 

الله تعالی په قرآن کی د مؤمن د اساسی خاصیتونو په هکله داسی فرمایی : « اې مؤمنانو ! ولی هغه څه وایاست چی پخپله یې نه کوﺉ ؟ د الله په نزد تر ټولو متنفر شی دا دی چی هغه څه چی وایاست خو کوﺉ یې نه . » ( الصف : ۲ ـ ۳ )

د رسول الله (ص) څخه وپوښتل سوه چی « آیا یو مؤمن بد بخت کېدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی هوکې . ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا یو مؤمن ډارن او بې زړه کېدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی هوکې . او بیا ورڅخه وپوښتل سوه چی آیا یو مؤمن درواغجن کېدای سی ؟ ورته ویې فرمایل چی یا . »

په بل روایت کی راغلي چی یو سړی د رسول الله (ص) حضور ته ورغی او داسی یې ورڅخه وپوښتل : « اې د الله رسوله (ص) ! زه په حقیقت کې په پټه درې ګناهوی کوم : یعنی شراب څښم ، زنا کوم او درواغ وایم . نو راته ووایه چی د دغو څخه کوم یو یې ترک او خوشی کړم ؟ ورته ویې فرمایل چی : درواغ پرېږده . سړی هم ولاړﺉ ، او وروسته یې زنا ته شوق وسو خو د ځان سره یې فکر وکړ چی زه به د رسول الله (ص) حضور ته ورسم او هغه به راڅخه وپوښتی چی آیا زنا دې کړې ده ؟ که زه ورته ووایم چی هوکې ، نو هغه به سزا راکړی . او که ورته ووایم چی یا ، نو خپله ژمنه به می ماته کړې وی یعنی درواغ به می ویلی وی . ځکه یې نو د زنا څخه ډډه وکړه او د شرابو په باره کی یې هم کټ مټ ځان راټول کړ . وروسته د رسول الله (ص) حضور ته راغی او داسی یې ورته وویل : اې د خدای رسوله (ص) ! ما اصلأ درې واړه کارونه ترک کړل . »

هو ، نو آیا دا ثابته نه سوه چی درواغ د هری ګناه او بد کار ریښه ده او هغه د نورو ګناهونو رهبر دی ؟ موږ او تاسی به هیڅکله د درواغجن په نسبت بل داسی خوار او بدمرغه انسان و نه وینو . روایت دی چی درواغ د ټولو ګناهونو مور ده . بې ایماني د درواغو تر ټولو شدید ډول دی ، ځکه چی هغه پر الله (ج) درواغ وایی . همدا علت دی چی په اسلام کی درواغ هیڅ ځای نه لری او درواغجن د خدای دښمن دی . نو الله دی هغه کسانو ته نجات ورکړی چی په دغه مزمنه ناروغۍ مبتلا دي او متباقی دی الله له دې وجداني پستۍ او نا آرامۍ څخه وژغوری .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *