د روژې یوویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې یوویشتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او ارامی خبری کولای سی ، نه سم کښېنستلای سی….. نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . » او دا هم یوویشتمه تحفه ( ن . صمد )

 

 

انسان ته د مځکی خبردارﺉ

 

علمأ وایی چی مځکه هره ورځ پنځه واره داسی نارې وهی :

۱ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر شا ( یعنی سطح باندی ) تګ راتګ کوې ، خو یوه ورځ به زما نس ته هم رالوېږې ؛

۲ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح ډول ډول شیان خورې ، خو زما په نس کی به حشرات تا خوری ؛

۳ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح ښه خنداوی کوې ، خو ژر به زما په نس کی ژړاوی کوې ؛

۴ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح ښه خوشاله یې ، خو سبا به زما په نس کی غمجن یې ؛

۵ ـ اې انسانه ! ته خو زما پر سطح باندی ګناهوی کوې ، خو ژر به زما په نس کی سزاوی ګالې .

هو ، د مځکی دا خبر دارﺉ او پوهاوﺉ له عبرته ډک سبق دی . که مځکه ووایی یا نه ، که موږ ووایو یا نه ، که یې ومنو یا نه ، همدا تریخ واقعیت دی چی هر انسان باالاخره د مځکی نس ته ور لوېدونکی دی . هلته د حساب ـ کتاب ورکونکی دی ، د خپلو ګناهونو ، خپلو ظلمونو ، خپلو بدګڼو او ښېګڼو ځواب ویونکی دی . خو افسوس چی د دې خبرداري او پوهاوي سره سره بیا هم دنیوی چاری ډیری خوښوي لاکن اخروی چاری په باک هم نه راوړی . همدا علت دی چی تقوا کډه کړې او ظلمت واکمن دی .

 

 

تظاهری او حقیقی ادعاګانی

 

حاتم اصم (رح) فرمايلي دي : څوک چی د څلورو شيانو پرته د نورو څلورو شيانو ادعا کوي ، ادعا یا دعوه یې باطله ده :

 

لومړی ـ څوک چي د الله پاک د عبادت دعوه کوي ، خو د حرامو شيانو څخه پرهیز نه کوي دعوه يې باطله ده ؛

 

دوهم ـ څوک چي د رسول الله (ص) د محبت دعوه کوي ، خو مسکينان حقير او خوار ګڼي دعوه يې باطله ده ؛

 

درېیم ـ څوک چي د جنت دعوه کوي ، مګر خيرات یا صدقه نه ورکوي دعوه يې باطله ده ؛

 

څلورم ـ څوک چي د دوږخ د بيري دعوه کوي ، خو د ګناهونو څخه ځان نه ساتي دعوه يې باطله ده .

 

هو ، څومره لوی درس ، لوی پند او لوی نصیحت ! په رښتیا هم که موږ او تاسی د الهی عبادت دعوه او د اسلام ټیکه داري کوو خو حرام اعمال هم کوو یا حرام خواړه هم خورو نو ادعا مو کورټ درواغ ده ؛ که د نبی کریم (ص) د انس او مینی ادعا کوو خو بیوزلي په باک نه راوړو نو کورټ درواغ وایو ؛ که د اسلام ټینګه ادعا کوو خو هیڅ صدقه یا خیرات نه ورکوو ( یا هغه په ریا او میلمستیا سره کوو ) نو درواغ وایو ؛ او که له دوږخه د بیری څرګندونه کوو خو مسلسل ګناهونه هم کوو ، ظلم کوو ، خیانت کوو ، قتل کوو ، د بل حق خورو ، غرور کوو ، قوم پالنه او بد پالنه کوو نو درواغ وایو . آیا ښه به نه وی چی تیر هیر کړو ؟ ځکه ، هغو بیله تاوانه څه ګټه رارسولې ده ؟ که لږ په ګرېوان کی وګورو ، بس یوه پاکه اراده او قلبی فیصله غواړی نه بل څه .

نو الله (ج) دې د هر مسلمان منجمله افغان دغسی تظاهری او نمایشی ادعاګانی په اصلی او حقیقی ادعاګانو سره بدلی کړی .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *