روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۴) — عبدالغفارجُبیر

 

روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۴)

 

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

اوبه اوژوندژواک(حياتي توان)

(Water is Life and Life) Water and Vitality

ډاکټرهلوک نورباقی لیکی:

دژوندژواک(حیاتي ژوند) اوژوندترمینځ دیوه باریک ویښته په شان توپیرشتون لری، ژونددیوه اسکلیټ بڼه لری اوژوندژواک (Vitality) په اسکلیټ کی دورسپارل شوی کارونوفعالیت وسرته رسوی، دژوندبنسټیز واحد ډی این اې DNA(Deoxyribonucleic Acid) چې دلومړی ځل لپاره جیمس ډی واټس په ۱۹۵۰ کی پیداکړ، اوداورګانیزم دښه پېژندولوپه موخه داکارترسره شو؛ حال داچې مخکی داسی پرمختګونه نه وه شوی، چې اوس د(ډی این اې) په وجه باندی دهرچاپېژندل اودذات ښه مطالعه کیږی، په دې حیات برخه کی اوبه خپله پوره ونډه لری۔

 

اوبه اوساينس

Water and Science

اوبه که په هربڼه سره وی (حرارتي، کیمیاوې، لزوجی اوداسی نور۔۔۔) داهره بڼه ئې دانسان لپاره پخپل ځای کی ګټوره ده، اوپخپل ځای کی خپله دنده ترسره کوی؛ داوبوڅخه دژوندیوموجوداتوڅخه هرډله اوګروپ ئې خپله ګټه اخلی دبېلګې په ډول سره ماهیان داوبوڅخه خپل تنفس ولاسته راوړی، اواوبه ددوی ژوندژواک دی, په کیمیاکی داوبوفارمول ( H2O) دی، نوځکه کبان داوبوددغه اکسېجن څخه استفاده کوی اوټول ژوندئې پوری تړلی دی، ځینی بیاداسی نورحیوانات شتون لری چې (ذوحیاتین) دی یعنی هم دازاداکسیجن څخه اوهم داوبوداکسېجن څخه پوره استفاده کولای شی، اوانسان بیایواځی دازاداکسېجن څخه خپل تنفس کوی۔

ساینس پوهان په دې باوردی چې داوبوارزښت دومره زیات دی د(Viscosity) یعنی لزوجیت له پلوه چې په هیڅ مایع شی نشته چې ورسره پرتله اووروسره مقابله شی۔

 

داُمت مسلمه لوی عالم هارون يحی وايی:

اوبه دخپلوکیمیاوې اوطبعي ځانګړتیاووسره ـ سره دژونداصلی جوهراوبنسټ دی، اوځمکه اودځمکې ژوندپراوبو ولاړدی، الله جل جلاله انسان پیداکړاوومځکې ته ئې راواستاوی چې پرځمکه ژوندوکړی اوبشریت وهدایت ته چمتواواماده کړی، وروسته دانسان ژوندپراوبووتړل شو اوهمدارنګه اوبه دانسان دژوندلپاره یوبنسټ اودانسان وژوندته ئې توازن ورکړیدی۔

 

په نړۍ کی دژوندپيل داوبوڅخه شويدی:

داوسنی نړۍ ټول ساینس پوهان پردې باندی متفق اوپه یوه خوله دی چې دژوندپیل داوبوڅخه شوی دی، دجرمنی یووتلی جیالوجیست(مځکپوه) ابراهام ورنر(۱۷۵۰-۱۸۱۷) په دې باورووچې دغروپیدایښت داوبوله وجی دی، هغه اوبه چې دمځکې په نس کی دی هغه غازونه جوړوی چې په نتیجه کی دغروڅخه دځمکې دنس غازونه داورغورځونکوپه بڼه سره صورت نیسی۔

په قرانکریم کی دژوندبقاء هم په اوبوپوری تړاولری، اوهمدارنګه په نړۍ کی دژوندپیل داوبوڅخه شوی دی۔ اوپاته دی نه وی چي دقران حکیم هرایات پخپله ساینس پوهانو تصدیق کړیدی، خواُمت مسلمه ودې ته اړتیانلری چې دقرانکریم تصدیق دی یوساینس پوه وکړی، دالله جل جلاله په کلام کی هیڅ شک وشبه نشته، خودانسان عقل ، فکراوعلم ناقص دی، اوکله چې ئې علم ولوړې درجې ته ورسیږی نودقرانکریم هرایت به تصدیق کړی۔

 

ډاکټرموريس بوکائې دقرانکريم په هکله وايی:

قرانکریم چې دژوندپه هکله هرڅه ویلی دی هغه داوسنی ساینس سره هیڅ ټکرنلری۔

(اسلام کې سچائې اورساینس کې اعترافات، محسن فارانی)

قرانکریم کې ساینسی انکشافات، ابومحمدمخدوم زاده)

 

داوبوارزښت:

دانسان د۵۵٪ – ۷۸٪ سلنه پوری اوبه لری، چې داسلنه دیوه انسان دبدن په جوړښت اوداندازې سره تړاولری، په عمومی ډول سره دانسان په بدن کی داوبوسلنه داسی ده:

۱: عضلات ۷۵ ٪ سلنه اوبه لری.

۲: دماغ ۹۰٪ سلنه اوبه لری.

۳: هډوکی ۲۲٪ سلنه اوبه لری.

۴: وینه ۸۳٪ سلنه اوبه لری.

داپه ساینس کی یوقانون دی چې اوبه حیاتی ماده ده، اوبېله اوبوڅخه ژوندناممکن دی، اوبه په عمومی ډول سره دانسان په بدن کی لاندی دندی ترسره کوی:

۱: غذایی مواداووینه وحجروته رسوی.

۲: په سږوکی هوامرطوبه ساتی.

۳: دمیتابولیزم سره مرسته کوی.

۴: اوبه دبدن حیاتی غړی ژغوری.

۵: دغړوسره مرسته کوی ترڅوغذایی موادښه جذب کړی.

۶: دبدن تودوښه ثابته ساتی.

۷: دزهرجینوموادواغیزې کموی.

۸: مفاصل(بندونه) مرطوب ساتی اوژغوری ئې.

دسرڅخه ترپښوپوری دبدن هره حجره واوبوته اړتیالری، دبېلګې په ډول سره دماغ چې ۹۰ ٪ ئې اوبه دی، نوکه چیری اوبه نه ورورسیږی طبعی خبره ده چې دماغ به درست کارنکوی اوپه دندوکی به ئې نیمګرتیاوی له ورایه جوتیږی. چې دسرخوږی، دسردرد، ستړیااوداسی نوری پایلې لری.

داوبودنه استعمال له کبله داخطرناکه عواقب ومنځ ته راځی:

۱: ستړیا

۲: دسردرد

۳: قبض

۴: داندامودرد

۵: دوینې غیرمنظم فشار

۶: دپښتورګوتکلیف

۷: دپوستکی وچوالی

۸: دمثانې تکلیف

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *