روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۶) — عبدالغفارجُبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۶)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

(د اوبو دوران)

Water Cycle

اوبه دکائیناتوپنځونکی دیوه ځانګړی نظام لاندی طی کوی، چې ودې نظام ته داوبودوران (Water Cycle) وایی، ساینس پوه برنارډپالیسی (Bernard Palissy) په ۱۵۸۰ کال کی داوبوددوران نظریه وړاندی کړله اوده وویل چې دسمندرواودریابواوبه دبخارپه بڼه سره وهواته پورته کیږی وریځ ورڅخه جوړیږی اوبیا چې کله یخی شی نودباران په شان اوری، اوهمدارنګه دمیلادڅخه ۷ پېړۍ مخکی یویونانی فلیسوف (Thales) هم په دې عقیده وو، خوهغه وخت داخبره چانشوای منلای۔

په قرانکریم کی چې څومره ځایه داوبوپه هکله بیان شویدی هغه ټول حقایق داوبودعلم (Hydrology) سره خوله په خوله دي بلکې ددې علم پوهان دقرانکریم په ډېروایاتواوس هم نه پوهیږی اودائې ویلې دی چې په راتلونکووختوکی به داسی پوهان پیداشی چې دقرانکریم په ټولوحقایقوباند پوه شی۔

(Islam and Science/Water /Water Cycle/Dr. Abdul Karim Zaker Naik)

 

داوبوکيمياوي تجزيه

Chemical Analysis of Water

په اصل کی لکه چي ذکرشوه چي اوبه دهایدروجن اواکسیجن ددووغازونویومحصول دی، یعنی (H2O) ده، چې په صفردرجه کی دحرارت یخی (منجمد) کیږي، اوپه ۱۰۰ درجوکې دجوش نقطې ته رسیږی اوایشی ؛ یوه ځانګړتیا اوبه دا لری چې واوبوته چې په هراندازه سره حرارت ورکول شی تر۱۰۰ درجونه اضافه کیږی اوکه چيری همدااوبه په بخاربدلې شی نوتوان ورڅخه پیداکیږی چي دابېله موضوع ده۔

دکیمیادعلم له پلوه اوبه په دې اړینې دې چې کیمیاوې زیاتې تجربې بې اوبوصورت نه نیسی اوبله ښکلې اودتعجب خبره خولاداده چي که هرڅه دااوبه ددووغازونواکسېجن اوهایدروجن څخه جوړشوی دی، که فرضااوبه دمځکې دکُرې څخه نیستی شی، اوکه یادیوه ښار، سیمې، هیواد څخه دااوبه نیستی شی؛ په نړۍ کی چې هرڅومره دنړۍ په کچه پرمختللې صنعتي هیوادونه چې په عصری تیکنالوجی هم برلاسی وي، په مصنوعی ډول سره نشی کولای چې داوبوکموالی پوره کړی، اونه ئې هم په مصنوعی ډول سره جوړولای شی چې دایوواقعیت دی حتی دیوه کوچنی لښتي اوبه نشی پوره کولای؛ چي داهم دیوه قادرجل جلاله په پوره ځواک اوالهی واک باندی دلالت کوي۔

 

داوبوکيمياوي اجزاء

اوبه دنړۍ په ګوټ ګوټ کی لکه څرنګه چي ئې خوندونه مختلف دی په همدې ډول سره ئې کیمیاوې اجزاء ئې هم مختلف دی اویوه سیمه دبلې سیمې سره توپیرلری، یوځای اوبه خوږې وې، یوځای اوبه څه مالګینې وې بل ځای بیااوبه څه ترخې وې اوداسی نور۔۔۔

په عمومي ډول سره داوبواجزاء په لاندی ډول سره دي:

Calcium 25 (کلسیوم)

Magnesium 22(مګنیزیم)

Chlorides 28(کلورایدونه)

Nitrites 28(نایتریتونه)

Iron 0.2(اوسپنه)

Hardness 110

Carbohydrates 230(کاربوهایدریتونه)

Sulphates 38(سلفیت)

Fluorides(فلوراید)

Iodine(ایودین)

(طب نبوي اورجدید ساینس ټوک دوهم)

Water is the Basic Source of Life

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *