دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۸)— عبدالغفارجُبیر

 

دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۸)

 

عبدالغفارجُبیر

 

۴۶: پوډری شیدې په دې هره ورځ تربلی ګرانیږی چې دولتونه هرکال نوی محصول ورباندی اچوی.

۴۷: دموردشیدودحرارت درجه ثابته ده هیڅ تغیرنه پکښې راځی.

۴۸: دمورشیدې به متوازن ډول سره غوړ، کاربوهایدریتونه اوپروتین لری.

۴۹: دمورشیدي دماشوم لپاره یوه طبعی نشه ده، چی هم ماشوم آراموی اوهم ئې مړوی.

۵۰: تی ورکول دموراوپلاردسکون هم سبب ګرځی.

۵۱: دموردشیدوخوندترټولوشیدوښه دی.

۵۲: هغه ماشوم چې دمورشیدې ئې رودلی وی تل صحتمنددی.

۵۳: دمورشیدې ماشوم ته دناروغیوپه مقابل کی مقاومت ورکوی اومعمولی ناروغی نه پریږدی چی اغیزه ورباندی وکړی.

۵۴: هغه مورچې وماشوم ته شیدې ورکوی هغه ډیرې لږپیسې اوډیرلږوخت دماشوم سره مصرفوی.

۵۵: دمورشیدې لکه دغواشیدې ویخچال ته اړتیانلری.

۵۶: دانسان شیدې خدای جل جلاله دانسان لپاره پیداکړیدی.

۵۷: دمورشیدې هم دموراوهم دماشوم لپاره دښه خوب ضامن دی.

۵۸: دمورشیدې نه خرابیږی، اوتل تازه اوپه مزه وی.

۵۹: دمورشیدوته بکتریاوی ځانونه نشی وررسولای.

۶۰: دمورشیدې دجراثیموڅخه پاکې دي.

۶۱: دمورشیدې دماشوم دغاښونو، دزامي اودبدن دټوله اسکلیټ لپاره مهم رول لری.

۶۲: هغه ماشوم چې دمورشیدې خورئ غاښونه ئې سیده وی، اودارودرمل اوتوږلوته کومه اړتیانلری.

۶۳: هغه ماشوم چې دمورتی ئې رودلی وی روښانه خبرې کوی اوپه خبروکی کوم مشکل نلری.

۶۴: دمورشیدې ماشوم له یوډول دپوستکی دناروغۍ چې (Eczema) نومیږی ژغوری.

۶۵: دمورشیدې دماشوم ټول دنس دردونه اوغازونه له منځه وړی.

۶۶: دمورپه شیدوکی دماشوم دودې هارمونونه ډیردی.

۶۷: دمورشیدې ماشوم له (Sclerosis) څخه ژغوری، دایوکلکوالی دی چې په ځانګړی ډول سره دبین البینی نسج دناروغیواوالتهاب څخه منځته راځی.

۶۸: هغه ماشوم چې دمورشیدې روی دهغه اطراحیه نظام ډیرپیاوړی اوقوی وی.

۶۹: دمورشیدې ماشوم له (Anemia)  څخه ژغوری، انمیاپه بدن کی داوسپنی وکمښت ته وایی.

۷۰: هغه ماشوم چې تی ئې رودلی وی هغه ډیرلږچوره (Hernia) کیږی.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *