دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۶) —عبدالغفارجُبیر

 

دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۶)

 

عبدالغفارجُبیر

 

هغه دارودرمل چې ومورته دشیدوورکولوپرمهال ضرررسوی

ډېرداسی داروګان دی چی مورئې وماشوم ته دشیدوورکولوپرمهال استعمالوی، چې داسی دارودرمل شته چې غیرتصدیق شوی کمپنیانې ئې جوړوئ، نویشته یوشی وی اوپکښې بل شی وی، اویاکله همداسی وی چې کیفیت ئې ډېرټیټ وی، اوکله هم په صفرکی وی، چې داسی دارودرمل ومورته کاملاتاوان رسوی.

په عمومي ډول سره موردشیدوپرمهال ددردلپاره پراسټامول (Paracetamol) ای بروفین (Ibrufen)، تایروکسین (Thyroxine) اوهغه محلولونه چې دنفس تنګۍ ، یاعمومی انټی بایوټیک داټول هغه څیزونه دی چې مورئې دشیدوپرمهال استعمالولای شی اوبی ضرره دی.

کله چې داسی ښځه وډاکترته ورځی نومخکی لابایدوډاکترته خپل کیفیت بیان کی ترڅوډاکټرداسی دارودرمل ورکړی چی زیان وشیدوته ونه رسوئ؛ دبرطانې یوه اداره  BNF(British National Formulary) تل دهغومیندولپاره چې وماشومانوته شیدې ورکوی پوره معلومات خپروی اودداسی میندولپاره ددارودرمل داستعمال لارښوونه کوی.

هغه مورچې شیدې ورکوی بایدنشیي توکی، سګریټ، اوالکحل استعمال نکړی

هرډول نشه چې مورئې کوی دامستقیماپرماشوم باندی ناوړه اغیزې کوی، دماشوم پرنموباندی، دهغه پرذهنیت باندی، دهغه لیاقت باندی اودهغه روغتیاباندی ژوره اغیزه اچوی، سګریټ اوچلم دماشوم دناڅاپه مرګ سبب ګرځئ، اوهمدارنګه تلپاتې نفس تنګې ورسره یوځای کیږی، دالکحل (شرابو) استعمال دماشوم پرعقلي، رواني اوروحی وده باندی ډیره ناوړه اغیزې کوی.

ځکه موربایدوخپل ماشوم ته شیدې ورکړئ چې:

۱: هغه ماشومان چې دمورشیدې خوری تل ئې دبدن دحرارت درجه ثابته وی.

۲: داچې دانسان شیدې دماشوم لپاره ډیرې اړینی دی نوپکارده چې وماشوم ته تر۱۲ میاشتوپوری اویاهم اضافه شیدې ورکول شی.

۳: دمورتی دماشوم ټولې غوښتنیې پوره کوی، داځکه چې په دې حالت کی دواړه دارامۍ احساس کوی، دشیدوورکولوپرمهال موربې راحته اوبې سکونه نه وی.

۴: دمورشیدې یوه مکلمه غذاده، اودماشوم په وده کی مهم رول لری، دمورشیدې ترټولومصنوعی شیدواویاهم کوم بل حیوان ترشیدوغوره اوبهتره دی.

۵: هغه انجونې چې په پوډری شیدولویانی شوی وی ، په ځوانۍ کی دهغو دتیو دسرودسرطان امکان شته نسبت وهغوانجونوته چې دمورشیدې ئې رودلی وی.

۶: هغه ماشوم چې په پوډری شیدولوی شوی وی دهغو ماشوم ذهن کمزوری اوحافظه ئې هم کمزورې وی، په سوزرلینډکی پر۱۰۰۰ ماشومانوباندی تجرته وشوه، هغه ماشومانوچې دمورشیدې ئې نه وی رودلی هغه ډیرکمزوری وه.

۷: دمورشیدې په ښه ډول سره جوړی شوی دی، درجه حرارت ئې ثابته ده، دماشوم دهضمیې لپاره ډیرې مناسبې دی اوټول موادپکښې شتون لری، چې دامواددماشوم دعمرمطابق بدلون مومی.

۸: دمورشیدې دنوی زېږول شوی ماشوم په نس کی چې کومه لزوجی ماده دمکونیوم (Meconium) په نامه سره یادیږی وهغه ته حرکت ورکوی اودماشوم له وجوده ئې غورځوی.

۹: دمورشیدې دماشوم دبدن دفاعی نظام قوی کوی، له همدې کبله دمورشیدې داکومک کوی چې ماشوم دهرډول بکتریاواووایروسونوپه مقابل کی  مقاومت وکړی.

۱۰:  دمورشیدې انسان په بدن کی ډیرښه اوژرهضمیږی، داځکه چې دانسان په شیدوکی انزایمونه شتون لری.

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *