ولی د الله (ج) اود محمد(ص) نومونه په عربی څرګندیږی؟— عبدالغفارجُبیر

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

ولی د الله (ج) اود محمد(ص) نومونه په عربی څرګندیږی؟

 

عبدالغفارجُبیر

 

ماولی داليکنه وکړل:

دعلم په پټولوکی وعید:

عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من سُئل عن علم فکتمه أُلجم یوم القیامة بلجام من نار. رواه ابوداؤدوالترمذی وحسنه وابن ماجه وابن حبان فی صحیحه والبیهقی ورواه الحاکم بنحوه وقال صحیح علی شرط الشیخین ولمیخرجاه.

ژباړه: حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلام فرمایی چې له چاڅخه دڅه علم پوښتنه وشی ( چې دی په پوه ؤ) لکن هغه ئې پټ کړنودقیامت په ورځ به ورته داورواګی وااچولی شی. (1)

نوکله چی له ماڅخه پوښتنه وشی نوزه کوښښ کوم چی دخپلومعلوماتوپه ترڅ کی ورته ځواب ورکړم، اوکوښښ کوم چی ددې حدیث شریف ترمصداق لاندی را نشم، داچی له ماڅخه پوښتنې شوی وې نوځکه می دالیکنه وکړه، اوخپل تروسه پوری می یوڅه ورباندی ولیکل.

لکه څرنګه چې په دې ورستیووختونوکی دانټرنیټ له لاری ډیروملګروراڅخه غوښتنه وکړه چې بایدزه په دې هکله یوه علمي څېړنه وکړم حقیقت روښانه شی، اوداثابته شی چې ولی دالله جل جلاله نوم اوداسلام دسپیڅلی پیغمبرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم مبارک نوم دخلکوپربدنو، دونوپرپاڼو، پرډبرو، پرګلانواونورشیانوکی ښکاره کیږی یواځی په عربی باندی؟ اوپه مجموع کی دنړۍ له ګوټ ګوټ نه داپوښتنې رالیږل شوی دی:

۱: ولی یواځی دالله نوم په عربی باندی څرګندیږی؟

(له جرمنی څخه الهام)

۲: ایاوالله جل جلاله ته په پښتوکی (خدای) اوپه دری کی (خدا ) استعمالولای شو؟

(فاطمه خور له متحده اماراتوڅخه)

۳: دعربی ژبې فضیلت څه شی دی؟

(له کویټ نه ام خالد)

۴: دالله جل جلاله نوم ولی په نوروژبولکه انګلیسی، هسپانوی، فرانسوی باندی نه څرګندیږی؟

(له امریکانه احمد)

اودې ته ورته پوښتنوزه ودې ته وهڅولم چې بایدلیکنه ورباندی وکړم، ځینوکسانوداهل سنت په نامه داسی ایمیلونه راولیږل چې والله ته (خدای) یا(خدا) ویل کفردی، العیاذباالله، اوځینوبیانورڅه، په دې څېړنه کی ماپورتنۍ اوداسی نوری پوښتنې ټولې پکښې رانغښتې دی، یوشی چې زه ئی بایدیادونه وکړم هغه دادی چې یوی خوروماته دبریښنالیک له لاری په بی بی سی ویب پاڼه کی دوږمې خورپه هکله لنک راولیږی چې تاسی یی هم لوستلای شی، چې دوږمی خورپرمخ باندی دالله جل جلاله اودمحمدصلی الله علیه وسلم نومونه څرګندشوی وه دالیکنه یوې اروپایی میشتې لیکوالې خور ملالۍ بشیرکړیده، زه نه یم خبرچې ملالۍ بشیرپه اسلام کی پوره معلومات نلری اوکه دمستشرقینودسیوری تراغیزولاندی راغلې ده، یوڅوک هرلیکنه لیکلای شی اوخپرولای یی شی، خوپه مذهبی لیکنوکی زښته ډیراحتیاط په کاردی، څوک ناول لیکی، څوک کیسې لیکی اوځینی نورڅه چې داټول دتخیل محصول دی، که کومه اشتباه پکښی وی نوڅه پرواپه دی نه کوی چې دالیکنه یوتخیلي انځوردی  اوغیرحقیقی لیکنې دي خومذهبی لیکنې بیاداسی نه دی مذهبی لیکنه هراړخیزمعلومات اوپوره پوه اودقت  غواړی که یوڅوک  مذهبی لیکنه نشی کولای نواقلابایددانټرنیټ په دې نړۍ کی بایدله  یوعالم سره اړیکی ونیسی اوخپله لیکنه بیاخپره کړی، خوزه ودې ګرانې خور ته دعاءکوم که چیری دې خوردالیکنه نه وای خپره کړی نوبیاپردې موضوع باندی دومره څېړنه نه کیدل، اوس به هم ملاله خوراوهم نورامت مسلمه ورڅخه استفاده وکړی. دملالۍ بشیرخوردلیکنې یوه برخه داده:

لنک دادی:

http://www.bbc.co.uk/pashto/interactivity/2012/08/120817_ss-malalai-girl-with-allahs-name-on-her-skin.shtml

 ملالۍ بشير

اروپا ميشته افغانه ليکواله

لومړۍ خبره دا چې خدای پاک ولې داسې معجزو ښودلو ته اړ دی؟ آيا دا ټول کاينات او په خپل حضرت انسان معجزه نه ده که څنګه؟

دوېمه خبره دا چې د خدای (ج) او محمد (ص) نومونه هر وخت په عربي ولې راڅرګندېږي؟

کېدای شي عربي د قران د ژبې له امله سپېڅلې وګڼو خو په نړۍ کې ډېر مسمانان په نورو ژبو هم ليک لوست کوي.

دا نومونه ولې په هسپانوي، انګرېزي، روسي، فرانسوي او داسې نورو ژبو نه دي؟

آيا د عربي ليکدود نه لوستونکې هغومره ښه مسلمانان نه دي که څنګه؟

که داسې معجزې په نورو ژبو راښکاره شي، غېر مسلمانو ته به چې په عربي نه پوهيږي، ښه او مستقيم پيغام وي که نه؟

که داسې معجزې په نورو ژبو راښکاره شي، غېر مسلمانو ته به چې په عربي نه پوهيږي، ښه او مستقيم پيغام وي که نه؟

خو يوه خبريال هم دا نه دي کړي چې د ساينس په دې پرمختللي زمانه کې د وږمې پر پوستکې د راښکاره شوو نومونو په اړه طبي څېړنه وکړي او د کوم جلدي ډاکټر سره خبرې وکړي."

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

—————————————————————————————————————–

(1) الترغیب والترهیب، تصنیف حافظ زکی الدین عبدالعظیم بن عبدالقوی المنذری المتوفی ۶۵۶ هق

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *