قرآنکريم ولي ۱۱۴ سورتونه لري؟ډاکټر نثار احمد صمد

 

قرآنکريم ولي ۱۱۴ سورتونه لري؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

            موږ پوهېږو چي خدای يو دئ او شريک نه لري ، يعني الله ( واحد ) دئ چي د واحد ابجد یا هندسي عدد هم (۱۹) دئ . قرآنکريم د خدای تعالی آخري نازل کړی کلام دئ ، چي هر عنصر او هر جزء يې د (۱۹) په کوډ کي نغښتی دئ . دا نن د عصري وسايلو او مجهزو کمپيوټرونو په ذريعه ثابته سوې چي قرآنکريم ټول په يو الجبري سيسټم کي بيلانس کړه سوی ، چي مافوق انساني دئ .

            ښايي څوک پوښتنه وکړي چي قرآنکريم ولي ۱۱۴ سورتونه لري ؟ ځواب دا دئ چي په دې کي د خدای تعالی اراده پرته ده هغه ذات همداسي لازمه بللې ده او بشر په دې کي هيڅ دخالت او مشارکت نه لري . مطلب دا چي دا هر څه الله تعالی قصداً کړي دي . که دا مسئله د رياضي په ژبه وڅېړو نو هغه به مو داسي عيني حقايقو ته راهنمايي کړي چي ثابته به سي چي هو په رښتيا هم دا بايد ۱۱۴ سورتونه وي نه له دې نه څه کم او نه هم تر هغه زيات .

            د رياضي په ژبه اصلي دليل دا دئ چي قرآنکريم ځکه پوره (۱۱۴) سورتونه لري چي دا عدد پر ۱۹ يعني قرآني کوډ باندي پوره پوره تقسيمېږي (يعني ۱۹ × ٦ = ۱۱۴) ، خو کېدای سي مقابل لوری بيا هم استدلال وکړي چي په دې حساب خو نور عددونه هم سته چي پر ۱۹ پوره پوره وېشل کېدای سي ( مثلاً ۳۸، ۵۷، ۷٦، ۹۵، ۱۳۳ …) نو ولي صرف ۱۱۴ مطلق دئ ؟ راځئ چي د مستدل او معقول ځواب په خاطر د رياضي درياب ته ورکښته سو او هلته د لايتناهي ارقامو او اعدادو له منځه همدا (۱۱۴) په ساينټفيک ډول مطالعه او وشنو . ښه به دا وي چي فعلاً صرف څو لنډ قرآني حقايق وڅېړو او وګورو چي قرآنکريم پخپله راته ثابتوي چي هغه بايد (۱۱۴) سورتونه ولري .

            لومړی : که موږ د قرآن مجيد د پنځه اويايم سورت ( يعني القيْمه ) اووه لسم آيت په غور ولولو نو هغه فرمايي ، چي :

            (ان عَلينا جَمعه وَ قرآنه) يعني زه د دې هر څه راغونډوونکی او توضيح کوونکی يم (۱۷: ۷۵) . بايد وويل سي ، چي دلته د عربي فعل ( جمع ) او اسم يې ( جامع ) دی چي الله ته راجع کېږي دا چي د الله تعالی د ۹۹ نومونو يا صفاتو څخه يو هم همدا ( جامع ) يعني راټولوونکی دئ . دغه ( جامع ) په قرآنکريم کي لږ تر لږه دوه واره ذکر سوی دئ چي د آل عمران نهم آيت او د النساء يو سل وڅلوېښتم آيت دئ ( يعني ۹: ۳، او ۱۴۰: ۴ ) . لومړنی وايي چي موږ به رب د قيامت په ورځ راغونډوي . دوهم آيت وايي چي خدای به منافقان او کافران په دوږخ کي راغونډ کړي . په دې دواړو کي ( جامع ) ذکر سوی چي مطلب د الله تعالی څخه دئ . پس له دې معلومېږي چي په فوق الذکر آيت ( يعني ۱۷: ۷۵ ) کي الله تعالی د قرآنکريم هر څه ( لکه سورتونه ، آيتونه ، نمبرونه او نور ) راغونډوي .

            په زړه پوري لا دا چي د ( جامع ) هندسي قيمت د ابجد په حساب هم ۱۱۴ دئ ، ( يعني: ج ۳ + الف ۱ + م ۴۰ + ع ۷۰ = ۱۱۴ ) آيا دا تصادف دئ ؟ فلهذا ، د الله تعالی ښکلی نوم ( يعني جامع ) او د هغه ذات د کلام يعني قرآن سورتونه سره منطبق دي .

            دوهم : موږ مخکي هم مشاهده کړې چي په قرآنکريم کي د ټولو بسم الله الرحمن الرحیم شمېر ۱۱۴ ته رسېږي . ۱۱۲ بسم الله ګاني د ۱۱۲ سورتونو په پيل کي راغلي ، يو سورت ( يعني نهم سورت ) هيڅ هغه نه لري حال دا چي ۲۷ نمبر سورت بيا دوې بسم الله وي لری چي يوه يې په پيل او بله يې په دېرشم نمبر آيت کي ده .

            فلهذا قرآنکريم درلوونکی د ۱۱۴ سورتونو او عين تعداد بسم الله وو دئ ، چي دا د قرآني ۱۱۴ سورتونو حتمي والی ثابتوي .

            درېيم : د قرآنکريم وروستی نازل سوی سورت چي نمبر يې ۱۱۴ دئ ( يعني سورۀ نصر ) د رياضي په ژبه دا ثابتوي چي قرآنکريم بايد پوره (۱۱۴) سورتونه ولري نه يو کم او نه هم يو زيات . مطلب دا چي په همدې آخري نازل سوي سورت کي دا ښودل کېږي ، چي دا وروستی سورت دئ او قرآنکريم بايد پر همدې ځای تکميل سي .

            بايد وويل سي چي د قرآن مجيد وروستی نازل سوی سورت يعني سورۀ نصر درلوونکی د درو آيتو دئ او يو آيت يې هم بې نمبره دئ چي هغه بسم الله ده او په دې حساب ټوله څلور آيتونه کېږي . دا خبره د رياضي په ژبه داسي ليکلای سو :

۱۱۴ = ۴ + ۱۱۰

            چي دلته (۱۱۰) د سورت نمبر دئ یعنی په قرآن کی یې ترتیب ۱۱۰ دی ، (۴) د هغه د درو آيتو او يو بې نمبره آيت يعني بسم الله تعداد دئ . په بل عبارت دغه سورت درې آيتونه او يوه بسم الله لري او نمبر يې ۱۱۰ دئ ، يعني :

۱۱۴ = ۱ + ۳ + ۱۱۰

            فلهذا ويلای سو ، څنګه چي دا وروستی نازل سوی سورت دئ نو ځکه يې د رياضي په ژبه د ۱۱۴ سورتو ضمني خبر راکړ . آيا داسي نه سو ويلای چي الله تعالی د رياضي په ژبه هم دا راته ثابتوي ، چي قرآنکريم ۱۱۴ سورتونه لري او د ( وحي ) لړۍ نور نو پای ته ورسېده ؟

            څلورم : موږ مخکي وويل چي د قرآنکريم ټوله سورتونه ځکه ۱۱۴ دي ، چي هغه پر قرآني عمومي ضريب يعني (۱۹) باندي د تقسيم وړ دي . دا چي نور اعداد هم سته چي پر ۱۹ د تقسيم وړ دي عمده فرق او مشخصه يې دا ده چي پر ۱۹ باندي صرف د همدې عدد (يعني ۱۱۴) تقسيم يو داسي حاصل په لاس راکوي چي هغه پخپله موږ بيرته همدې ۱۱۴ ته رهنمايي کوي ، يعني :

۱۹ × ٦ = ۱۱۴

            آيا پوهېږئ چي د مساوات يوه خوا (يعني ۱۹ او ٦) څه شي دي ؟ بايد وويل سي چي ٦۱۹ خورا مهم عدد دئ . لومړی دا چي (٦۱۹) اصلاً ۱۱۴ نمبر پرايم عدد دئ . پرايم هغه عدد ته ويل کېږي چي ثابت وي يعني بېله ځانه پر بل عدد باندي نه سي تقسيمېدای . هو ! دا د (۱۱۴) سره بل ارتباط دئ چي ٦۱۹ ثابت کړ .

            دوهم دا چي (٦۱۹) عدد اصلاً دوه جزئيات لري يو يې ۱۹ او بل يې ٦ دئ . په دې حساب نولسم نمبر سورت په مقطعات لرونکو سورتو کي شپږم نمبر نازل سوی سورت دئ . بايد وويل سي چي د (الله) نوم په همدې ۱۹ نمبر سورت کي د لومړي ځل لپاره په دېرشم آيت کي راځي . مهمه دا ده چي ۳۰: ۱۹ په واقعيت کي ۱۱۴ نمبر آيت دئ ، چي د نزول په ترتيب د ( الله ) ذکر پکښې کېږي . دا ټول ارقام د قرآنکريم د سورتونو مجموعه يعني ۱۱۴ راته ثابتوي چي مافوق انساني دي .

            پنځم : موږ وويل چي (٦۱۹) اصلاً ۱۱۴ نمبر پرايم عدد دئ او ۱۹ × ٦ = ۱۱۴ کېږي ، چي دا د قرآني سورتو د شمېر سره مستقيم تړاو نيسي . د (٦۱۹) عدد بل اهميت دا دئ چي هغه پر يوازيني خدای د شاهدۍ يعني ( وحده لا شريک له ) هندسي عدد هم دئ (يعني : و ٦ + ح ۸ + د ۴ + هـ ۵ + ل ۳۰ + ا ۱ + ش ۳۰۰ + ر ۲۰۰ + ی ۱۰ + ک ۲۰ + ل ۳۰ + هـ ۵ = ٦۱۹) بايد وويل سي چي همدا (٦۱۹) د ۱۱۴ مبدا يا اساس دئ چي هغه د قرآنکريم د ټولو سورتو تعداد دئ .

            د پورته مختصر بيان څخه واضحاً ثابتېږي چي د قرانکريم سورتونه بايد هرومرو (۱۱۴) وي ځکه دا د الله کلام دئ او الله تعالی پخپله غوښتي چي همداسي وي . دا ولي بايد همداسي وي ؟ ځواب يې صرف او صرف په الله تعالی پوري اړه لري . خو تر هغه ځايه چي دا مسئله په رياضي پوري اړه نيسي هغه ثابتوي چي قرآنکريم بايد حتماً ۱۱۴ سورتونه ولري لکه څنګه چي همداسي هم ده او موږ پورته مشاهده کړه .

            راځئ چي د دې موضوع د ښه سپيناوي په غرض يو ځل بيا پخپله قرآنکريم ته مراجعه وکړو او هغه له بلي زاويې څخه مطالعه کړو او وګورو چي د قرآني سورتو او آيتو بېلابېل ارقام څنګه دا ثابتوي چي قرآنکريم بايد ۱۱۴ سورتونه ولري . د قرآنکريم ساينټفيک متن په رښتيا هم الهي منبع او مافوق انساني پديده ده .

            راځی چي اوس د قرآنکريم هغه سورتونه او آيتونه مشخص کړو چي د دواړو مجموعه ۱۱۴ جوړوي . په ټول قرآنکريم کي دغسي سورتونه چي د خپلو آيتو د تعداد سره يې مجموعه ۱۱۴ کېږي فقط پنځه سورته دي . لاندينی جدول په دې هکله ښه معلومات راکوي :

 


            په جدول کي موږ وليده چي په قرآنکريم کي صرف پنځه داسي سورتونه سته چي د خپلو آيتو د تعداد سره يې مجموعه ۱۱۴ ته رسېږي . مثلاً پنځلسم سورت ۹۹ آيتونه لري ، چي د دواړو حاصل ۱۱۴ دئ او همداسي نور .

            اوس به د هر ستون ټوټلونه سره جمع کړو :

۱۱۴۰ = ۵۷۰ + ۲۵۱ + ۳۱۹

            دغه عمومي حاصل (يعني ۱۱۴۰) پر قرآني ضريب يعني ۱۹ باندي پوره پوره رسېږي :

٦۰ × ۱۹ = ۱۱۴۰

            که (۱۱۴۰) په سطحي او عادي نظر سره وګورو او صفر ورڅخه ايسته کړو نو هغه به ۱۱۴ سي چي د ټول قرآنکريم د سورتو تعداد دئ .

            موږ پوهېږو چي د محمد هندسي عدد (۹۲) دئ او جزئيات يې هم دغسي دي : م ۴۰ + ح ۸ + م ۴۰ + د ۴ = ۹۲. اوس فوق الذکر ټوټلونه ايږدو او نوموړي عددونه ورسره اوډو په دې صورت کي به هم حاصل پر ۱۹ د تقسيم وړ وي :

۴۸٦۳٦۰۰۲۲۷۳۲۹۰۳۰ × ۱۹ = ۵۷۰   ۲۵۱   ۳۱۹   ۴   ۴۰   ۸   ۴۰   ۹۲

            که  (۹۲) په پيل کي او (۴۰۸۴۰۴) په پای کي ور واچوو بيا به هم حاصل پر ۱۹ د وېش وړ وي :

۴۸۵۸۹۰۷۹۷۷۳۸۹۹۱٦ × ۱۹ = ۴۰۸۴۰۴   ۵۷۰   ۲۵۱   ۳۱۹   ۹۲

            که د پورتنيو دواړو مساواتونو د حاصل ضرب اعداد يو تر بله سره جمع کړو، نو :

۵۵ = ۳ + ۹ + ۲ + ۳ + ۷ + ۲ + ۲ + ٦ + ۳ + ٦ + ۸ + ۴

۱۰۰ = ٦ + ۱ + ۹ + ۹ + ۸ + ۳ + ۷ + ۷ + ۹ + ۷ + ۹ + ۸ + ۵ + ۸ + ۴

            اوس دا دواړه حاصلونه سره ايږدو او وبه ګورو چي عمومي حاصل بيا هم پر قرآني ضريب يعني (۱۹) پوره پوره رسېږي :

۲۹۰۰ × ۱۹ = ۵۵۱۰۰

            که د (۲۹۰۰) سره (۹۲) يعني د محمد هندسي عدد کښېږدو نو هغه به هم پر ۱۹ د تقسيم وړ وي :

۱۵۲٦۹ × ۱۹ = ۹۲   ۲۹۰۰

ځکه نو لوی خدای بلنه راکوی چی قرآن کریم په ښه غور او تدبر سره ولولیً  ، او ځانونه ښه په وپوهوﺉ تر څو حقیقت درته معلوم سی ( محمد : ۲۴ ؛ ص : ۲۹ ) والسلام .

 

مأخذ : د لیکوال اثر ( قرآنی ریاضی ؛ ۲۰۰۹ ) ؛ ۱۷۹ ـ ۸۴ مخونه .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *