طبیعت—عبدالله الهام جمالزی

 

طبیعت

عبدالله الهام جمالزی

شېبه وړاندې باران اودرېده، ډېر ژر لمر راپورته شو، لمر وچ د سر له پاسه وو او سیوري بیخي کم مالومېدل، وړاندې شنې ونې او د ټولو پاڼې لمر ته برېښېدې، نري شمال له غونډۍ شاوخوا راټولې ونې کرارې کرارې ښورولې، ته وا لمر ځمکې ته رانږدې کېږي روښنايي او تودوخه یې دوه برابره شوې وه، څو سترګو څار کاوه له غونډۍ څلورو خواوو ته ونې ښکارېدې او د ټولو پاڼې لمر ته په اوښتو را اوښتو کې ځلېدلې. په لامده چمن واړه واړه ګلونه هسې خپاره وو ته وا چا د شنه چمن په منځ کې په ګوتو کرلي، ځینې شنه، ځینې سره، ځینې تور او یو یو هم سپین. په آسمان وریځې سره یوې او بلې خواته تښتېدې او ژر ژر یې د اسمان شین تندی ښکاره کړ.

په چمن کې ولاړ لوړ ځوان له سره خولۍ پورته کړه، ته وا هوا ډېر زیات خوند ورکړی خوله یې خلاصه کړه او اوږده ساه یې واخیسته. سره ویښتان یې لمر ته وځلول، څو ځله یې یوې او بلې خواته وڅنډل. لاس یې په ډډه ونیول او څه شېبه یې په شاوخوا ونو او چمنونو سترګې وځغلولې، ډېر وړاندې غرونه ښکارېدل هغه هم په شنو ونو پوښلي وو، نور نو ټول شین آسمان او لاندې شنه ځمکه چې لمر یې په نرمه سینه لمن غوړولې وه، په مخ یې لاسونه راتېر کړل او په باران لمده شوې سره کورتۍ یې وایسته، تاو راتاو یې کړه او په چمن یې کېښوده، څه شېبه پرې ډډه وهلې وه خو نرم نرم په نرم او لامده چمن وغځېده، په رڼو او ښکلو سترګو کې یې خوښۍ څرکونه وهل، او کلکې کلکې یې پټې کړې.

ورېځې نورې د آسمان څنډو ته تللې وې او د لمر تودوخه هم ځمکه په لمن کې نغاړلې وه او ځانته یې ورکاږله. ځوان سترګې تتې کړې او د شاوخوا غږونوته ځیر شو، یواځې په ځنګله کې د څو مارغانو غږونه کمزوري اورېدل کېدل نوره نو چوپتیا واکمنه وه.

ځوان سترګې وموږلې او په شونډو یې سندره چالانه شوه، څو چې شاوخوا روښانېده د هغه سندره لوړېده، په آسمان کې یې سترګې ګنډلې وې او کله کله به په اړخ واوښت او د شنې ځمکې سیل به یې وکړ، یو نری او لېرې غږ یې په سندره غالب شو، هغه هم څک شو او شاوخوا یې وکتل، سندره یې بس کړه، څه شېبه یې غوږ نیولی وو بیا په آسمان کې سترګې وګرځولې. د اسمان له ختیځې غاړې په راتلونکې الوتکه پسې نرۍ لیکه پرته وه او د آسمان په نیمايي لوري یې شین هسک کچ کاوه. ځوان پکې سترګې وګنډلې، موسک شو له ځانه سره یې وویل:

دا به له کوم ځایه الوتې وي چېرې به روانه وي، له یوګسلاویانه؟…. له کوم ځایه؟…

ژر له ځایه پورته شو، شاوخوا یې وکتل، ودرېده، ډېره شېبه په چرت کې وو شاوخوا یې کتل، الوتکه نوره د لمر خواته نږدې کېده او نظر یې هم کمزوری کاوه، هغه له آسمانه سترګې واخیستې او څلور لوري یې ټول له نظره تېر کړل، هر لوري ته یې په ځیر ځیر وکتل.

دا کوم ځای دی؟… آیسلنډ؟… ډنمارک؟… امریکا؟….

موسک شو سر یې وخوځاوه اوکېناست، شنه چانټه یې وړاندې په چمن کې کږه پرته وه د چترۍ پر مخ لمر ځلېده خو داسې ښکاریده ته وا د چانټې له لمدېدو مخنیوی کوي. پورته شو چانټه او چترۍ یې راوړل او خواته یې کېښودل، څه شېبه یې چترۍ په لاس کې واړوله او راواړوله نوره یې خواته کېښوده او چانټه یې را ورنږدې کړه، ځنځیر یې کش کړ، چانټه یې پرانسته، سر یې ورنږدې کړ او بوی یې په پزو کش کړ.

چانټه تر خولې ډکه وه، هغه ځینې څیزونه پکې یوې بلې خواته کړل او د کوم څیز په موندلو بوخت شو، څه شېبه یې پکې لاس واهه په پلاستیک کې تاو کاغذ یې را وایست او مخې ته یې کېښود. په خړو وقایو پوښلې کتابچه او د چانټې په خوا کې ټومبلی قلم یې هم را اویستل او خواته یې کېښودل.

د پلاستیکي کڅوړې خوله نه پرانستل کېده، غاښ ته یې یوړه او پلاستیک یې پرې کړ، په سپین پیچلي کاغذ کې تاو کړي څه یې را وایستل، کاغذ یې لا نه وو پرانستی پزې ته یې یووړ بوی یې کړ او بیا یې په پرانستلو بوخت شو، په کاغذ کې دننه په نرۍ سپینه ډډوۍ کې د غوښې ټوټې چې سره مرچ پرې دوړول شوي وو لا ګرمې وې.

یوه یوه ټوټه به یې را پورته کړه، په خوله کې به یې کېښوده، موسک به شو او شاوخوا به یې وکتل. کله به یې د خوراک په منځ کې سندره پیل کړه او کله به پورته شو غېږه به یې خلاصه کړه او اوږده ساه به یې واخیسته.

کباب یې آرام آرام تمام کړ، له خوا نه یې کتابچه او قلم راپورته کړل، کتابچه یې واړوله تقریبا ټوله ډکه وه، وروستۍ پاڼې یې پرانستې، څه شېبه یې بیا هم شاوخوا وکتل او ویې موسل بیا یې ولیکل:

نه پوهېږم چې دا کوم ځای دی، دې ځای ته کوم خلک ډېر راځي او ددې ځای خلک په کومه ژبه ګړېږي، خو ډېر ښکلی ځای دی، کېدای شي دلته به هره ورځ همداسې باران اوري، کېدای شي تر دې به ښې منظرې هم ولري، ښايي دلته ښکلي مارغان هم وي او د ښکار لپاره ښه ځایونه هم ولري، ښايي دلته کباب هم وشي، ښايي د شپې به هم دلته ډېر یخ نه وي، ښايي ددې ځای حیوانات به هم ښکلي وي خو ښآيي څېرونکي او داړونکي به هم ولري.

ما ډېر ښکلي ځایونه لېدلي، له ټولو ښکلو ځایونو مې یواځې هغه مهال خوند اخیستی چې همالته وم، وروسته مې یا په یاد ندي پاتې او یا مې له هغه ښه ځای لیدلی، خو دا مې پنځم شپږم ښکلی ځای دی چې په ژوند کې یې وینم، د دنیا په هغې سر کې هم داسې ښکلي ځایونه وو، چې چا به هلته هم ولېدې ویل به یې (زموږ ملک دې خوښ شو؟)

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.