څلور بوټونه او یخه شپه+طبيعت — عبدالله الهام جمالزی

 

 څلور بوټونه او یخه شپه

 

عبدالله الهام جمالزی

 

په ځمکه د څلورو څیرو پلاستیکي بوټونو د څښېدو او غچ غچ غږ په شر او شور کې پورته کېده، په پلاستیکي بوټونو کې یې پښو پېړو جرابو بوټونه شلول او له بل ګام سره به بېرته سره سمېدل، ځانونه  یې په غټو څادرونو کې تاو کړي وو او له یو بل سره یې خبرې کولې. ګونځې کالي یې په خټو ککړ وو او د سترو کورتیو ځنځیرونه یې تړلي وو. په ګڼه ګوڼه کې به کله کله له یو بل بېل شول او کله کله به اوږه په اوږه شول، له یخنۍ نه یې مخونه نېم پټ کړي او خبرې یې هم ډپ اورېدل کېدې.

       اوس پیسې هم کمې شوې او کاریګر هم ډېر شوي…

       نه هسې نو نده، پیسې اوس ډېرې شوې…

د څنګ سړي اسوېلی وکړ او په واټ کې له راروان موټر یې ځان چپ کړ، لږه شېبه چوپ روان وو او د بازار بیروبار ، د پیسو ښکته پورته کېدو، سوداوو او دکانونو ته چرت وړي وو،  د تورې ببرې خولۍ والا د څنګ سړي ته مخ ورواړاوه.

-اوس به نو څنګه کوو؟

– ولا که پوهېږم

د ښار له لوړو ودانیو نور د لمر وړانګې کرارې کرارې ټولې شوې، د مېوو مارکېټونو ته په غځېدلو کوڅو کې هم بیروبار زیاتېده. د بوټونو او پښو په بیروبار کې څلور بوټونه په چټکۍ روان وو، او  د اوږده غځېدلي ستر واټ ترمنځ په ګڼو ونو پټ د نوي جوړ شوي پارک لاره یې نیولې وه، په پارک کې ګڼ خلک ناست وو، ځینې کسان په پارک کې په چادرونو کې نغښتي اوږده غځېدلي او چا هم ډډه وهلې وه، ټولو په څلورو تېرېدونکو بوټونو کې سترګې ګنډلې وې او بیا به یې پورته جوثو ته هم وروکتل. په پارک کې بیروبار وو وړاندې په یو پټي چمن کې کېناستل او د دوه سترو واټونو ترمنځ غځېدلي پارک ته یې وکتل.

– دلته خو ډېر یخ دی…

– نو څنګه کوې؟ هوټل ته ځې؟…

– ولاکه پوهېږم….

تیاره خپرېده او د پارک څنګو ته ولاړ څراغونه بل شول، د پارک ناجوړه شوې برخه هماغه راز تیاره وه، له پارکه کرار کرار د خلکو او ځوانانو ټولي ووتل او په واټ کې د تېرېدونکو موټرو له غږونو پرته چوپتیا واکمنه شوه، د پارک په ناجوړه برخه کې څوکسانو اور بل کړ او شاوخوا ورته کېناستل. په چمن کې ناستو کسانو یوبل ته وکتل او کرار کرار د وړاندې بل شوي اور په لوري وخوځېدل، په پارک کې د چرسو او تریاکو بویونو زور واخیست او په وړاندې بل شوي اور د راټولو شوو کسانو ټوخی هم په پارک کې خپرېده او په ور روانو سپینو پلاستیکي بوټونو کې یې سترګې ګنډلې وې. دوه پېچلي کسان هم راغلل او اور ته شاوخوا ناستو کسانو ته یې هر یو ته په ځیر ځیر وکتل او د اور یوې خواته کېناستل او لاسونه یې اور ته ونیول. له اوره چاپېرو کسانو په یوه غږ وویل:

       تاسې یې هم څکوﺉ؟

نوو راغلو کسانو د نه په علامه سر وخوځاوه او دهغوی دودونو ته چرت یووړل. څه شېبه یې اور ته لاسونه نیولي وو او یوبل ته یې وکتل او یوه یې وویل:

       ښه نو شپه به څنګه کوو؟

       ولاکه پوهېږم…

مخامخ سپین ږیري کس چې په لاس کې مېده شوي څیزونه یې په سګرېټ کې اچول نوو کسانو ته یې سترګې ونیوې او موسک شو.

       همدلته

نوو راغلو کسانو یو او بل ته وکتل او سرونه یې کاږه کړل. ډېره شېبه یې له اور چاپېرو کسانو او د اور لمبو ته وکتل، له شا یې یخ کېده خو لاسونه یې اور ته نیولي وو او په سوځېدونکو لرګیو کې یې سترګې ګنډلې وې، د دود کسانو به هسې دود له ستوني تېر کړ ته وا چې پدې ډول مړېږي، په حرص یې لوګي تر ستوني تېرول او د اور له سکرو پورته کېدونکي لوګي یې له سترګو اوښکې بهولې، څو چې وخت تېرېده هومره به د لوګي په تېرولو کې د هغوی حرص زیاتېده، سترګې یې سرې سرې شوې او له کمزوری به آرام آرام وټوخېدل. ډېره شېبه وروسته سپین ږیری هم لکه چې موړ شوی وي او ته وا دسترخوان ټولوي خپل سګرېټ، قوطی او نور څېزونه یې ټول کړل او په څادر کې ځان ونغاړه پورې یې د ونې لاندې د لرګي په کوچنۍ ټوټه سر کېښود او په څادر کې په ځان نغاړلو بوخت شو، نور کسان هم ته وا چې ماړه شوي وي کرار کرار یې د ګاز ډبه ، سیخونه او نور څیزونه ټول کړل او ځانونه یې سره ونغاړل. نوو راغلو کسانو هم یو بل ته وکتل دواړو څادرونه سم کړل، ځانونه یې ونغاړل او د پاتې کسانو ویده کیدو ته معطل شول.  ډېره شېبه یې نورو کسانو ته کتل په هغوی سترګې پټې پټې کېدې او د اور د پاتې شوو سکروټو یوې او بلې خواته ړنګ شول، راغلو کسانو هم ډېره شېبه یو بل ته وکتل سرونه یې کاږه کړل او په څادرونو کې یې ځانونه ونغاړل او ویده شول.

په پښو او لاسونو یې څوک وروختل ، دواړو په بیړه سرونه پورته کړل شاوخوا یې وکتل، توره شپه وه وړاندې کوم څوک روان او په بیړه یې څېره له سترګو لیرې کېده، دواړه کسان له ډېرې یخنۍ په یو بل کې ننوتل او لکه دوه واړه کوکري یا چرګوړي یې د یوبل د تودولو هڅه کوله. شپه  همداسې تېره شوه او سهار چا په لغته ووهل څو یې سرونه پورته کول سړي ترې تېر شو او ویې ویل:

       بدبختانو څه فایده؟…

یخنۍ نیولو کسانو یو بل ته وکتل موسک شول. ډنګر سړي ځان سره کش کړ او ملګري ته یې وکتل:

       بدبخت خپله دی که پیسې لري خو مصرف هم لري، موږ هم پیسې ګټو هم مصرف نلرو.

 

 

طبیعت

 

عبدالله الهام جمالزی

 

شېبه وړاندې باران اودرېده، ډېر ژر لمر راپورته شو، لمر وچ د سر له پاسه وو او سیوري بیخي کم مالومېدل، وړاندې شنې ونې او د ټولو پاڼې لمر ته برېښېدې، نري شمال له غونډۍ شاوخوا راټولې ونې  کرارې کرارې ښورولې، ته وا لمر ځمکې ته رانږدې کېږي روښنايي او تودوخه یې دوه برابره شوې وه، څو سترګو څار کاوه له غونډۍ څلورو خواوو ته ونې ښکارېدې او د ټولو پاڼې لمر ته په اوښتو را اوښتو کې ځلېدلې. په لامده چمن واړه واړه ګلونه هسې خپاره وو ته وا چا د شنه چمن په منځ کې په ګوتو کرلي، ځینې شنه، ځینې سره، ځینې تور او یو یو هم سپین. په آسمان وریځې سره یوې او بلې خواته تښتېدې او ژر ژر یې د اسمان شین تندی ښکاره کړ.

په چمن کې ولاړ لوړ ځوان له سره خولۍ پورته کړه، ته وا هوا ډېر زیات خوند ورکړی خوله یې خلاصه کړه او اوږده ساه یې واخیسته. سره ویښتان یې لمر ته وځلول، څو ځله یې یوې او بلې خواته وڅنډل. لاس یې په ډډه ونیول او څه شېبه یې په شاوخوا ونو او چمنونو سترګې وځغلولې، ډېر وړاندې غرونه ښکارېدل هغه هم په شنو ونو پوښلي وو، نور نو ټول شین آسمان او لاندې شنه ځمکه چې لمر یې په نرمه سینه لمن غوړولې وه،  په مخ یې لاسونه راتېر کړل او په باران لمده شوې سره کورتۍ یې وایسته، تاو راتاو یې کړه او په چمن یې کېښوده، څه شېبه پرې ډډه وهلې وه خو نرم نرم په نرم او لامده چمن وغځېده،  په رڼو او ښکلو سترګو کې یې خوښۍ څرکونه وهل، او کلکې کلکې یې پټې کړې.

ورېځې نورې د آسمان څنډو ته تللې وې او د لمر تودوخه هم ځمکه په لمن کې نغاړلې وه او ځانته یې ورکاږله. ځوان سترګې تتې کړې او د شاوخوا غږونوته ځیر شو، یواځې په ځنګله کې د څو مارغانو غږونه کمزوري اورېدل کېدل نوره نو چوپتیا واکمنه وه.

ځوان سترګې وموږلې او په شونډو یې سندره چالانه شوه، څو چې شاوخوا روښانېده د هغه سندره لوړېده، په آسمان کې یې سترګې ګنډلې وې او کله کله به په اړخ واوښت او د شنې ځمکې سیل به یې وکړ، یو نری او لېرې غږ یې په سندره غالب شو، هغه هم څک شو او شاوخوا یې وکتل، سندره یې بس کړه، څه شېبه یې غوږ نیولی وو بیا په آسمان کې سترګې وګرځولې. د اسمان له ختیځې غاړې په راتلونکې الوتکه پسې نرۍ لیکه پرته وه او د آسمان په نیمايي لوري یې شین هسک کچ کاوه. ځوان پکې سترګې وګنډلې، موسک شو له ځانه سره یې وویل:

       دا به له کوم ځایه الوتې وي چېرې به روانه وي، له یوګسلاویانه؟…. له کوم ځایه؟…

ژر له ځایه پورته شو، شاوخوا یې وکتل، ودرېده، ډېره شېبه په چرت کې وو شاوخوا یې کتل، الوتکه نوره د لمر خواته نږدې کېده او نظر یې هم کمزوری کاوه، هغه له آسمانه سترګې واخیستې او څلور لوري یې ټول له نظره تېر کړل، هر لوري ته یې په ځیر ځیر وکتل.

       دا کوم ځای دی؟… آیسلنډ؟… ډنمارک؟… امریکا؟….

موسک شو سر یې وخوځاوه اوکېناست، شنه چانټه یې وړاندې په چمن کې کږه پرته وه د چترۍ پر مخ لمر ځلېده خو داسې ښکاریده ته وا  د چانټې له لمدېدو مخنیوی کوي. پورته شو چانټه او چترۍ یې راوړل او خواته یې کېښودل، څه شېبه یې چترۍ په لاس کې واړوله او راواړوله نوره یې خواته کېښوده او چانټه یې را ورنږدې کړه، ځنځیر یې کش کړ، چانټه یې پرانسته، سر یې ورنږدې کړ او بوی یې په پزو کش کړ.

چانټه تر خولې ډکه وه، هغه ځینې څیزونه پکې یوې بلې خواته کړل او د کوم څیز په موندلو بوخت شو، څه شېبه یې پکې لاس واهه په پلاستیک کې تاو کاغذ یې را وایست او مخې ته یې کېښود. په خړو وقایو پوښلې کتابچه او د چانټې په خوا کې ټومبلی قلم یې هم را اویستل او خواته یې کېښودل.

د پلاستیکي کڅوړې خوله نه پرانستل کېده، غاښ ته یې یوړه او پلاستیک یې پرې کړ، په سپین پیچلي کاغذ کې تاو کړي څه یې را وایستل، کاغذ یې لا نه وو پرانستی پزې ته یې یووړ بوی یې کړ او بیا یې په پرانستلو بوخت شو، په کاغذ کې دننه په نرۍ سپینه ډډوۍ کې د غوښې ټوټې چې سره مرچ پرې دوړول شوي وو لا ګرمې وې.

یوه یوه ټوټه به یې را پورته کړه، په خوله کې به یې کېښوده، موسک به شو او شاوخوا به یې وکتل. کله به یې د خوراک په منځ کې سندره پیل کړه او کله به پورته شو غېږه به یې خلاصه کړه او اوږده ساه به یې واخیسته.

کباب یې آرام آرام تمام کړ، له خوا نه یې کتابچه او قلم راپورته کړل، کتابچه یې واړوله تقریبا ټوله ډکه وه، وروستۍ پاڼې یې پرانستې، څه شېبه یې بیا هم شاوخوا وکتل او ویې موسل بیا یې ولیکل:

نه پوهېږم چې دا کوم ځای دی، دې ځای ته کوم خلک ډېر راځي او ددې ځای خلک  په کومه ژبه ګړېږي، خو ډېر ښکلی ځای دی، کېدای شي دلته به هره ورځ همداسې باران اوري، کېدای شي تر دې به ښې منظرې هم ولري، ښايي دلته ښکلي مارغان هم وي او د ښکار لپاره ښه ځایونه هم ولري، ښايي دلته کباب هم وشي، ښايي د شپې به هم دلته ډېر یخ نه وي، ښايي ددې ځای حیوانات به هم ښکلي وي خو ښآيي څېرونکي او داړونکي به هم ولري.

ما ډېر ښکلي ځایونه لېدلي، له ټولو ښکلو ځایونو مې یواځې هغه مهال خوند اخیستی چې همالته وم، وروسته مې یا په یاد ندي پاتې او یا مې له هغه ښه ځای لیدلی، خو دا مې پنځم شپږم ښکلی ځای دی چې په ژوند کې یې وینم، د دنیا په هغې سر کې هم داسې ښکلي ځایونه وو، چې چا به هلته هم ولېدې ویل به یې (زموږ ملک دې خوښ شو؟)

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.