د افغان کابینی نوی وزېران — محمد اعظم لقمانی

 

 

د افغان کابینی نوی وزېران

 

محمد اعظم لقمانی

 

يوه ورځ د مخه افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې له يوشمير غړو سره په ليدنه کې د کابينې پر وروستې لست خبرې وکړې او له هغوې نه يې وغوښتل چې له حکومت سره ددې وزيرانو په منلو کې مرسته وکړي، په دې لست کې (١١)وزيران پر خپلو څوکيو پاتې دي او (١٢)څوکيو ته نوي وزيران نومول شويدي، دغه لیست وړمه شپه د افغانستان د ملی ټلوېزون څخه خپور شو

 

هغه وزيران چې پر خپلو څوکيو پاتې دي.

١ عبدالرحيم وردک د دفاع وزير

٢محمدحنيف اتمر د کورنيو چارو وزير

٣رنګين دادفر سپنتا دبهرنيو چارو وزير

٤عمر زاخيلوال دماليې وزير

٥سروردانش دعدليې وزير

٦غلام فاروق وردک دپوهنې وزير

٧حسن بانو غضنفر دښځو چارو وزيره

٨داوبو او بريښنا وزير محمداسمعيل

٩سيدمحمدامين فاطمي دعامې روغتيا وزير

١٠محمداصف رحيمي دکرنې او مالدارۍ وزير

١١جنرال خدايداد دنشه يي توکيو سره دمبارزې وزير

 

د(١٢) نورو وزارتونو لپاره لاندې څيرې نومول شويدي

١عبيدالله عبيد دلوړو زده کړو وزير

٢غلام محمد ايلاقي دسوداګرۍ وزير

٣وحيدالله شهرني دکانو او صنايعو وزير

٤عنايت الله بليغ دحج او اوقافو وزير

٥ميرزا امين عبداللهي دفوايد عامې وزير

٦انورالحق احدي داقتصاد وزير

٧محمود الله بتاش دترانسپورت وزير

٨عنايت الله نظري دکډوالو وزير

٩تاج عاي دټولنيزو چارو وزير

١٠سيد حامد ګيلاني دقومونو او قبايلو وزير

١١ګل اغا شيرزوې دښتاري پراختيا وزير

١٢سيد مخدوم رهين داطلاعاتو او کلتور وزير

 

ښاغلي کرزي دولسي جرګې غړو ته ويلي چې په هغه وزيرانو کې چې پر خپلو څوکيو پاتې دي د درې مياشتو په موده کې ادلون بدلون راتلاې شي

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *