محسن بشرمل دبرتانيې دپوهنتونونو لومړۍ جايزه وګټله — محسن علی زئ

 

محسن بشرمل دبرتانيې دپوهنتونونو لومړۍ جايزه وګټله

 

محسن علی زئ

 

محسن بشرمل هغه افغان ځوان دی  چې دموټرو دماشین په انجینری کې یې په خپلو نوي نظریواوڅیړنو سره دبرتانیې دپوهنتونو نو د محصیلینو لومړی جایزه ګټلې ده، دا افغان ځوان چې د نوي نسل په نوم د ( کورلانډ د موټرود ډیزاین  دفابریکې ) جایزه یې ګټلې ده.

 

دبرتانیې د (کوانټري) په پوهنتون کې دوسایطو د ډیزاین دڅانګي محصل دی ، محسن بشر مل چې اصلاً په کندهار کي زېږېدلی دی  او په قوم (هوتک) او دحاجي ګل محمد خان زوی او حاجي غلام محمد لمسی دی ، پلرنی ټاټوبی یې د ارغنداب ولسوالي  دخسراو کلی دی .

 

نوموړی د ۲۰۰۲ کال راهسيي دبرتانیې د لندن په ښار کې او سیږي.

 

دموټرو دډیزاین دفابریکې یو مسؤل (سټیف کروفلي) دجایزې دور کولو په مراسمو کې وویل ، محسن بشرمل غنیمت ځوان دی ځکه دموټرو دټایرونو په ډیزاین اوپه راتلونکو کي د سړکونو دجوړولوپه برخه کې دده څيړنې اونظر یې هم عملي اودچاپيریال ساتني په برخه کې اغیزمني اوهم اقتصادي دې.

 

دانوې نظر یه او څیړنه چې ده ته یې دومره ستر ویاړ وربخښلی  څه دی او ولي ده په دومره ډیرو کاندیدانو کي داجایزه وګټله ؟

 

پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *