ستری محکمې یوه آسترالیاېی وګړی ته د مرگ سزا واوروله

 

ستری محکمې یوه آسترالیاېی وګړی ته د مرگ سزا واوروله

 

محسن علی زی

 

د افغانستان د سترې محکمې د نشراتو د برخې مشر عبدالوکيل عمري وايي چې هغه تورن کس چې د محکمې له خوا ورته د مرگ سزا اورول شوې پخپل جرم اعتراف کړى.

د افغانستان ستره محکمه وايي پیښه داسې شوې وه چې د يوې امنيتي کمپنۍ غړو يو اکمالاتي کاروان له کابله د پکتيکا په لور روان کړى و ، کله چې د ميدان وردگو ولايت ته رسیدلي وو شپه پرې راغلې وه ، او يوه برخه يې تیره شوې هم وه.

 

په قتل تورن کس غوښتل چې د پکتيکا په لور روان شی خو افغان ملگري يې چې کريم نوميده ورته ويلي چې دا سيمه ډېره خطرناکه ده ، سبا به حرکت وکړو پر دې خبرې د دواړو تر منځ لانجه رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې استراليايي وگړي پر افغان ملگري ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

 

وروسته يې د غزني په ولايت کې گاډي ته اور اچولى او د افغان ملگري جسد يې هم په کې سوى دى ، او ويلي يې وه چې کريم د طالبانو له خوا وژل شو ی دى. .

 

کله چې کاروان پکتيکا ته رسیدلى خلک خبر شوي او امنيتي چارواکو ته يې خبر ورکړى او په پايله کې  دغه استراليايی وگړى د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دى.

 

سترې محکمې ويلي چې که د ويمه محکمه هم د لومړۍ پرېکړې پخلی وکړي نو تورن يوازې تميز ته مراجعه کولای شي چې هلته به وروستۍ پرېکړه کیږي.

 

د تورن کس مدافع وکيل د استيناف غوښتنه کړې ده او که استيناف محکمه هم نوموړى په اعدام محکوم کړي نو بيا به ورته يوازې وروستۍ پرانستې دروازه د تميز محکمې وې.

 

دا لومړى ځل دى چې يو بهرنى امنيتي کارکونکى د ننه په افغانستان کې د يو افغان د وژنې په تور د مرگ په سزا محکمومیږي .

 

د ځينو راپورونو له مخې د استراليا حکومت غواړي چې د هغه هیواد دغه وگړي ته د بښلو غوښتنه وکړي .

 

له ٢٠٠١ کال راهيسې په افغانستان کې دوه ويشت تنه په بیلابیلو جرمونو اعدام شوي خو د وروستۍ پیښې د تورن په اړه نه ده څرگنده چې د مقتول کورنۍ او د افغانستان قضائيه قوه به نوموړى وبښي او که به يې اعدام کړي.

 

پدی هیله چی هر هغه څوک چې دقانون څخه د سرغړونې په تورنیول کیږی زمونږ دګران هیواد داسلامی قانون په رڼا کی ورته سزا ورکړشې که بهرنیان وی اوکه د کور دننه تر څو زمونږ هیواد وال دامن په فضا کې ژوند وکړی.

 

 

 

             

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *