داتصالاتو مخا براتي شبکه په هېواد کې بشري مرستې زياتوي

 

داتصالاتو مخا براتي شبکه په هېواد کې بشري مرستې زياتوي

باختر خبری آژانس

داتصالا تو مخا براتي شرکت ګډون کوونکي په دريو کلونوکې درې مليونو تنو ته رسيدلي دي . ددغه شرکت مسولين وايي چې دغه برياليتوب د نورو شبکو په پرتله دارزانو خدمتونو دوړاندې کولو او ددغه شرکت په کاري چارو کې درښتينولې له امله دي . ددې شرکت دپلورنو لوى مدير عرفان عزيز خان باخترا ژانس ته وويل: چې اوس داتصالاتو له شبکي څخه اتصالاتو ته دمخا برې بيه يوه دقيقه په يوه افغانۍ او له اتصالاتو څخه نورو شبکو ته درې نيم افغانۍ دى . دا په داسې حال کې دى چې نورو شبکو يوه دقيقه له شبکو سره تماس پنځه افغانۍ بيه ټا کلې ده . ده زياته کړه، همدا اوس داتصالاتو دشبکې مشترکين درې مليونو تنو ته رسيدلي دي اود غه شمير مخ په زياتيدو دى . داتصالا تو مبايل مخابراتي شرکت په 2007 ميلاد ي کال کې په افغانستان کې په داسې حال کې فعاليت پيل کړ چې له هغه مخکې د افغان بيسيم،روشن ، اريبا او افغان تيلي کام شبکو په هيواد کې د خپلو مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو فعاليت پيل کړي و داتصالا تو دمخابراتي شبکي د عامه اړيکو مدير کفايت الله نبي خيل وويل چې دغې شبکي په هيواد کې په دريو مليونو ډالرو سره خپل فعاليت پيل کړ او اوس دغه پا نګه شپږ سوه مليونو ډالرو ته لوړه شوې ده . ددغې شبکې په بيلا بيلو برخو کې څلور سوه تنه په مستقيم ډول او لس زره تنه نور په غير مستقيم ډول کار کوي چې په سلو کې پنځه نوي يې افغانان دي . ده وويل چې اتصالات د مخابرا تي خدمتونو ترڅنګ په نورو ټولنيزو برخو کې هم له خلکو سره يو لړ مرستې کړي دي . نبي خيل دوه ځله دقران کريم دقرائت د سيا لۍ تر سره کولو، په مستحقو کسانو او کورنيو د خوراکي موادو د ويشلو او له ورزشي ټيمونو سره دمرستې کولو يادونه وکړه، زياته يې کړه چې په پام کې لري په نږدي راتلوونکي کې له بې وزلو خلکو سره د مرستې لپاره يو حانګړې صندوق جوړکړي اودغه شان مرستې زياتې کړي . په هيواد کې د مخابراتو سکتور له هغو برخو څخه دي چې وده يې په هيواد کې دطالبانو دواکمنۍ له پورځيدو اود موقت حکومت له جوړولو وروسته مهمه بريا بلل کيږي . له هغه مخکي د افغانستان خلک مجبوروو، چې په هيواد کې له خپلو دوستانو سره د تماس لپاره پا کستان ته سفر وکړي خو اوس هر افغا ن کورنۍ يې نه يوازې دمبايل خدمتونه شته بلکې په دې وروستيو وختو کې انټرنيټې خدمتو نه هم پرې زيات شوي دي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *