د حق د لار ې د کلتوري ټولنې مشرتابه د خواخوږۍ پيغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ستر مبارز، سیاست پوه، شاعر، ادیب ، او عالم اجمل خټک بابا زمونږ ددې فاني دنیا څخه رحلت وکړ٠
اناالله و انا اليه راجعون
د حق د لارې د فرهنګي ټولنې مشر تابه د پښتنو د ستر مشر ارواښاد اجمل خټک بابا د مړينې له کبله د لوی خدای له درباره هغه ته د فردوس جنت او درنې کورنۍ او خواخوږو ته يې د جميل صبر هيله کوي. اجمل خټک نه تنها د پښتنو بلکه په نړې کې د آزادې خواهې بهير يو ځلانده ستوری وه چې بشري تاريخ به د هغه د افتخاره ډکې کارنامې هيڅکله د ياده ونه باسي ٠
الله تعالی دی دا دحق د لیاری مبارز او رسالتمند مسلمان غریق رحمت او دفردوس جنتونه یی ځای کړی او ددی خدایبخښلی کورنی، د سنګر ملګرو، پښتنو او د هغوی ټولو خواخوږو ته یو ځل بیا د تسلیت او صبر جمیل د الله تعالی له درباره غواړو.
نن په غم کې د اجمل بابا ماتم دي
پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا
پښتنو په لر او بر مرګی مرګي دي
نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا
رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي
جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا
آمین یا رب العالمین
س . افغاني
د حــق دلـیـاری کلتوري مرکـز – نیټه : ۸/۲/۲۰۱۰ میلادي کال
بریښنالیک پته : drsalahuddinsayedi@yahoo.com