افغانستان : تریخ پای که خوږ پیل؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

افغانستان : تریخ پای که خوږ پیل؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

افغانستان د سیمی یو لرغونی ، تاریخی او ځانګړﺉ هیواد دی . افغانستان په وچه کی ایسار هغه بد نصیبه هیواد دی چی شاوخوا یې بی وفا او بدخواه ګاونډیان پراته دي . د افغانستان تاریخ او جغرافیې له یوې خوا ، او مذهب او کلتور یې هم له بلی خوا تل د دې ولس پرمخیون ته لورﺉ ورکړی دی . ښه به دا وی چی د افغانستان هغه عمده ځانګړتیاوی وشنو چی نور هیوادونه یې نه لری . دا هغه ځانګړني دي چی د افغانستان  برخلیک یې تل پورته کښته کړی دی. د دې هری ځانګړتیا څیړل یو علیحده مبحث غواړي ، نو ځکه یې فقط  پر سرټکو اکتفا کوو . ځینی دغه عمده مشخصات په دې ډول دي :

 

۱ ـ افغانستان د الفبأ له مخی د نړۍ د هیوادونو د لیست په پیل کی ( یعنی لومړنی هیواد ) دی .

۲ ـ افغانستان د « ایډز » د ناروغۍ له پلوه لږترین ناروغان لری او ځکه د نړۍ لومړنی هیواد دی .

۳ ـ افغانستان په نړۍ کی د تریاکو او هیرویًینو لومړنی لوی تولیدونکی او صادرونکی هیواد دی .

۴ ـ افغانستان په دغو کنایو او استعارو سره اوڅار دی : « د آسیا څلورلارﺉ » ، « د امپراتوریو قبرستان » ، « د ستری لوبی ډګر » ، « د ورېښمو نوې لار » او نور .

۵ ـ افغانستان د څلورو اټومی ځواکونو ( لکه چین ، روسیې ، هند او پاکستان )  نښلونکی دی .

۶ ـ افغانستان د شمال او جنوب ، ختیځ او لویدیځ ، او سوق الجیشی سیمو تر منځ د مځکني پُل حیثیت لری .

۷ ـ افغانستان تل د خپل حساس او مهم جیوپولټیک دریځ له امله کلکي ضربې خوړلي دي .

۸ ـ افغانستان د منځنۍ آسیاهغه ستراتیژيکی مرکز دی چی د ایران ، پخواني شوروی اتحاد ، چین او پاکستان غوندی حساسي سیمی سره تړي .

۹ ـ افغانستان د تیلو د هغه نل یو باالقوه لورﺉ دی چی د کسپین نفتی حوزه د عربي سمندرګي سره وصلوي .

۱۰ـ افغانستان د چین ـ روسیې سره د امریکا د پوځیتوب راتلونکیً مورچل جوړوی .

۱۱ـ افغانستان په سیمه کی د امریکا د آینده پراختیا غوښتني د ټوپ تخته ده .

۱۲ـ افغانستان د امریکا د راتلونکي مُهلکی بزکشۍ ډګر دی .

۱۳ـ افغانستان د خورا دنګو او ټینګو غرونو او میړنیو خلکو ټاټوبی ثابت سوی دی .

۱۴ـ افغانستان د ډکو سیندونو سرچینه ده خو ګټه نور ځنی وړی .

۱۵ـ افغانستان تل منطقوی او نړیوال ځواکونه ځانته راکش کړي دي .

۱۶ـ افغانستان د تاریخ په اوږدو کی تل ځان زیانمن کړی خو بل یې ګټمن کړی دی .

۱۷ـ افغانستان همیشه د استعمارچیانو او یرغلګرو هدف نه بلکی د هدف یوه وسیله وی .

۱۸ـ افغانستان د سیمی تر بل هر هیواد ډیري بهرنۍ حملې او نیوني زغملي دي .

۱۹ـ افغانستان یوازینیً هیواد  دی چی وګړو یې تل خپله انرژي د بهرنیو یرغلګرو په شړلو یا کورنیو شخړو کی ضایع کړې ده .

۲۰ـ د افغانستان نیول ډیر آسان خو ساتل یې ډیر ګران دی .

۲۱ـ افغانستان هغه وچ اغزﺉ دﺉ چی نه تر ستوني تیریږی او نه هضمیږی بلکی هغه یې هر ځل څیرلي دي .

۲۲ـ افغانستان تل د چریکانو « جنت ! » ثابت سوﺉ دی .

۲۳ـ افغانستان د نړۍ یوازینی هغه بد نصیب هیواد دی چی په صرف ۸۳ کالو کی د درو پیړیو درو سترو ځواکونو نیولی او ځپلی دی ( لکه برتانیې ، روسیې او امریکې ) .

۲۴ ـ افغانستان پخوا  د دوو امپراتوریو تر منځ ډال/ سپر/ بفر و ، خو نن بیا د یوازینۍ امپراتورۍ تر اشغال لاندی د منطقوی ځواکونو سره وصلونکی رول لوبوی .

۲۵ ـ افغانستان هغه « زیرو پاور » دی چی تل یې « سوپر پاور » راڅملولی او پر ګونډو کړی دی .

۲۶ ـ افغانستان اکثرأ تاریخ جوړوی ، خو ورڅخه جغرافیه سی !

۲۷ ـ د افغانستان تاریخ ، جغرافیه او عنعنه تل د یرغلګرو دښمنان دي .

۲۸ ـ افغانستان یوازینی هغه هیواد دی چی انګریزانو ته یې تر بل هر هیواد زیاتي د بدن ټوټې سوغات کړي دي.

۲۹ ـ افغانستان د محک ډبره ثابت سوﺉ چی ځینی قدرتونه یې نړولي  خو ځینی یې بیا غوړولي دي .

۳۰ ـ افغانستان لوی ځواکونه کوچني کړي ، شتمن یې غریب کړي ، او غښتلي یې کمزوره کړي دي .

۳۱ ـ افغانستان وړمه ورځ « برتانوﺉ ګوډاګی » درلود ، پرون یې « شوروﺉ ګوډاګی » درلود او نن هم « امریکایی ګوډاګی » لری .

۳۲ـ افغانستان تل ثابته کړې چی جګړې بهرنیو یرغلګرو پر ترپلي خو فساد بیا خپلو واکمنانو پر تحمیل کړﺉ دی.

۳۳ ـ افغانستان همیشه ښودلې چی انتخاباتو یا اکثریت  نه بلکی دودیزه لویی جرګې یې ستونزي ور حل کړي دي.

۳۴ ـ افغانستان نن په مجموع کی یوه یرغمل سوې ټولنه ده .

۳۵ـ په افغانستان کی نن دین « سیاسی » سوﺉ، عبادت « مادي » سوی، او روحانیت « ایډیالوژیکي » سوﺉ دی .

۳۶ ـ ټولنه تل د لوړي او کښته لورې بدلون مومی ( یعنی له پاسه دولت او له کښته ملت ) ، خو په افغانستان کی نن متأسفانه درېیم عامل یعنی « بهرنیان » هغه بدلوی .

۳۷ ـ افغانستان نن د امریکا د بهرنۍ تګلاری قرباني دی .

۳۸ ـ افغانستان د ناټو عراق دی ، او عراق بیا د امریکا فلسطین دی .

۳۹ ـ امریکا د دیموکراسۍ پلار دی ، خو په افغانستان کی یې دیموکراسي یرغمل کړې ده .

۴۰ ـ امریکا په افغانستان کی د دیموکراسۍ عاشقان او د دیموکراسۍ قاتلان پر یوه کاسه کښینولي دي .

۴۱ ـ افغانستان د غربی وارداتی دیموکراسۍ هغه افراطی بیلګه ده چی نن تقریبأ ۱۰۰ سیاسی ګوندونه لری .

۴۲ ـ افغانستان د پردیو  وارداتي ایډیالوژیو ، مثلأ په نولسمه پیړۍ کی د « امپریالیزم » ، په ۲۰مه پیړۍ کی د « کمونیزم » او په ۲۱مه پیړۍ کی د « لیبرالیزم » مرګونې کنده بلل سوېده .

۴۳ ـ افغانستان د ۲۱می پیړۍ د وژونکو وسلو ، کیمیاوی او کمزوره یورانیمی وسلو لابراتوار پیژندل سوی دی.

۴۴ ـ افغانستان  د نړۍ د سرمایدارترینو هیوادونو د کوربه توب سره سره ،  بیا هم د نړۍ غریب ترین هیواد دی.

۴۵ـ افغانستان په تاریخ کی یوازینی هغه کوچنی هیواد دی چی نن د نړۍ تقریبأ پنځوس هیوادونه پکښی جنګیږی .

۴۶ ـ د افغانستان « سړکونه » نن هغه ښامار دی چی هره ورځ د امریکایی او ناټویی پوځیانو ککرۍ خوري .

۴۷ ـ که افغانستان نن پوځی حل نه لری ، نو پرون یې بیا غیر پوځی حل هم  نه دﺉ لرلی .

۴۸ ـ په افغانستان کی تل ایًتلافونه د وسلو تر منځ سوي او افغانان په بې اتفاقۍ کی اول خو په اتفاق کی آخر دي.

۴۹ ـ په افغانستان کی امریکایی پوځیان صرف د سپیني ماڼۍ قرباني کیږی ، نه د امریکایی ولس .

۵۰ ـ په افغانستان کی همدا  نن  امریکا د کابل د فاسد رژیم د بقأ لپاره هره دقیقه  ( ۵۷۰۷۷ ) ډالره اور ته اچوی .

۵۱ ـ افغانستان « د تروریزم پر ضد د جنګ! » مرکزی جبهه ده مګر امریکا د تروریزم د تعریفولو جرأت نلری .

۵۲ ـ په افغانستان کی نن د نړۍ کمزوره ترین او قوي ترین دوه هیوادونه د مقابلې پایلوبی ( فاینل ) ته راوتلي دي.

۵۳ ـ په افغانستان کی نن د امریکایی نالایقه اشپز او د هغه د بې کفایته شاګردانو څخه پلو شوله سوﺉ دی .

 

 هو ، په لنډه توګه  ویلای سو چی افغانستان ځکه یرغلګرو ته د ناسور زخم  دی چی :

 الف  : زیږه قبایل لری ؛

 ب  :  کلکه مذهبی عقیده لری ؛

 ج  :  سخت استقلال طلبانه کلتور لری  ؛

 د   :  غرني عوارض لری ؛

 و  :  شډل او ستونځمن دښتونه لری ؛

 ی :  تیت او پرک نفوس لری ؛

 

افغانستان نن د امریکا سره هغه فاینل ته راوتلیً  چی دواړو خواوو په « سیمی فاینل » کی لوبه نه ده بایللې ، بلکی دواړه  بریالي دغه فاینل ته رسیدلي دي . خو که ښه ورته ځیر سو ، نو امریکایانو په دې ټورنمنټ کی د ویتنام څخه ماتې خوړلې او  د شمالی کوریا ، سومالیا او لبنان سره مساوی سوي دي ، مګر افغانان د شکست او مساویتوب هیڅ کومه سابقه نه لری بلکی ټولي یې ګټلي دي ( که هغه صفویان وو ، یا مغول ، او که انګریزان وو یا شورویان ) . نو ځکه پوښتنه پیدا کیږی چی دغه حقه مبارزه باید د افغانستان تریخ پای وبولو او که خوږ پیل ؟ ځواب دا چی « د تاریخ حتمی تکرار ! » به انشاالله هرڅه ژر یا وروسته راباندی ووینی . والسلام  ( ن . صمد )

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *