د افغانستان د کريکټ ټیم نړيوال جام ته لار ومونده — محسن علی زی

 

د افغانستان د کريکټ ټیم نړيوال جام ته لار ومونده

 

(افغانستان ايرلنډ ته په پايلوبه کې ماتې ورکړه)

 

 

 

لیکوونکی سمیع الله رحمتی

لیږونکی: محسن علی زی

 

ايرلنډ ١٤٢ اته لوبغاړي سوځيدلي

افغانستان ١٤٧ منډې دوه لوبغاړي سوځيدلي ، افغانستان دا لوبه د اتو لوبغاړو په لرلو وگټله.

 

افغان مينه وال يوازې هغه وخت غلي شول چې د افغانستان ملي سرود وغږيدۀ او دوى يې په درناوي چوپ ودريدل ، نور نو د دوى شور ، ځوږ ، اتڼونه او ټوپونه و چې د افغان لوبغاړو زړۀ يې لا ډاډه کړ .

 

د شاوخوا پنځه شپږ زره بري ته تږو مينه والو په شته والي کې افغانستان ايرلنډ ته نه هيريدونکې ماتې ورکړه .

 

په شل اوريزو لوبو کې داسې ماتې چې اته لوبغاړي لا پاتې وي او نژدې درې اوورونه هم لا نه وي کاريدلي ، خورا لوى شکست بلل کيږي .

 

که څه هم دا برى بې له دې چې د غوراوي په روانو سياليو کې اتل معلوم شي نوره کومه گټه نه لرله .

 

افغانستان او ايرلنډ دواړه نړيوالو اتلوليو ته لار موندلې ده او اوس به افغانستان له سويلي افريقا او هند سره بخت ازمويي او ايرلنډ به له انگلستان او ويسټ انډيز سره ډغرې وهي .

 

افغان لوبغاړو په نننۍ پايلوبه کې داسې لوبه وکړه لکه چا چې له بنده خلاص کړي وي .

 

د ملي لوبډلې دوه ستوري کريم صادق او شهزاد محمدي په دې سياليو کې ښه نه لوبيدل داسې اټکل کيدۀ چې د لوبو اهميت پر دوى فشار ډير کړى و .

 

خو په پايلوبه کې چې دغه فشار نه و نو دوى دواړه داسې ولوبيدل لکه له اوبو ليرې شوى کب چې څوک بيرته اوبو ته ورخوشي کړي .

 

کريم خورا تيزه لوبه وکړه او شهزاد دا وياړ هم خپل کړ چې په شل اووريزو نړيوالو رسمي لوبو کې لومړنى افغان شو چې يو ځايي يې پنځوس منډې وکړي .

 

د منډه جوړونکو بې جوړې لوبه که يو خوا کړو په پاى لوبه کې د نوروز منگل بالينگ هم بايد ياد شي .

 

نوروز چې په دغو سياليو کې تر اوسه بالينگ نه وکړى ناڅاپي راښکاره شو او په څلورو اوورونو کې يې درې لوبغاړي وسوځول .

 

حميد ، نبي ، سميع او شاپور يو يو لوبغاړى وسوځاوۀ .

 

دا برى به د افغان لوبغاړو مورال لا لوړ کړي او ايرلنډيان چې له افغانستان سره په پنځو نړيوالو لوبو کې مخامخ شوي لا هم داغ په زړۀ گرځي چې يوازې يوه لوبه يې گټلې او څلور ځلې پرې افغانان برلاسي شوي دي .

 

د لوبې مخامخ حال

 

افغانستان :١٨ اوور کې ١٤٧ منډې ٢ اوټ

 

شهزاد محمدي :٦٥

نوروز منگل : ٢١

اضافه منډې : ١١

 

زه محسن علی زی ددې بری مبارکې ټولو افغانانوته وایم. زمونږ داتلو ځلمیانو دلابریالیتوبونوپه هیله.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *