د سلما بند په جوړونه كې د ايران خنډونه — محسن علی زئ

 

د سلما بند په جوړونه كې د ايران خنډونه

 

جاويد صبوري

 

روانې اوبه د افغانستان له پراخو طبيعي سرچينو څخه شميرل كېږي. له بده مرغه تر اوسه افغانستان له خپل دغه زېرمې څخه مفيده ګټه نه ده پورته كړې. ويل كېږي چې د افغانستان بهاند سيندونه د كابو پنځه ويشت زره مېګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، خو اوس مهال د ټول هېواد له سيندونو څخه ۷۰۰ مېګا واټو په شاوخوا كې برېښنا ترلاسه كېږي.

د افغانستان سيندونه نه يوازې موږ ته ګټه رسوي، چې زموږ نورو ګاونډيو هېوادونو لكه پاكستان او ايران ته هم په مخامخه توګه ګټور دي. هغوى لپاره همدا ګټورتيا لامل شوې چې ايران او پاكستان د خنډونو او ستونزو په رامنځ ته كولو سره پرې نږدي موږ له خپلو سيندونو څخه پراخه ګته پورته كړو.

په تيرو لسيزو او هم اوس مهال، د اوبو پر سر لانجه، تل د افغانستان او اېران ترمنځ راپورته شوې، چې اصلي لامل يې هم د هريرود پر سيند د سلما بند جوړېدل او د هلمند پر سيند د كمال خان بند جوړېدل دي.

كه څه هم په تير كې د افغانستان او ايران تر منځ تل د دغه دواړه سيندونو د اوبو پر سر شخړې راپورته شوي، خو له ۲۰۰۱ لومړي كال راهيسې دا د سلما بند دى چې ويل كېږي ايران هڅه كوي د جوړېدو پر مخ يې خنډونه رامنځ ته كړي. ځكه اوس مهال د كمال خان بند د جوړېدو خبره په ټپه درېدلې.

د سلما بند بنسټ د داوود خان د واكمنۍ پر مهال كېښودل شو، خو په هېواد كه د جګړو او ناوړه حالت له امله وروسته له درې كاله، كار يې وځنډېد. دغه بند د هريرود پر سيند چې ۵۶۰ كيلومتره يې د افغانستان په خاوره كې بهيږي او پاتې نور يې د ايران په خاوره كې، د هرات چشت شريف په ولسوالۍ كې جوړيږي. د سلما بند د ۴۲ مېګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، او ويل كېږي چې په جوړېدو سره به يې ۷۵۰۰۰ هكتار كرنيزه ځمكه خړوب شي. د دې بند جوړېدو لګښت چې ۱۸۰ ميليون ډالر دى، د هند لخوا وركول كېږي.

له ۲۰۰۶ كال راهيسې، كله چې د سلما بند جوړولو كار وروسته له كابو ديرش كلن ځنډ څخه بيا پيل شو، تر اوسه د دغه بند لسګونه ساتونكي او كارګران وژل شوي دي.

وروستۍ پېښه كابو يوه مياشت وړاندې د چشت شريف ولسوال وژنه ده، چې د بند جوړولو كلك هوډ يې درلود. هغه خپلو پنځه تنو ساتونكو سره ووژل شو. هغه مهال د دې وژنو پړه پر طالبانو اچول شوې وه او هغوى هم د ولسوال وژل په غاړه اخيستى وو، خو اوس ويل كېږي چې د چشت شريف ولسوال، عبدالقدوس، په وژنه كې ايراني كړۍ لاس لري. د سلما بند ساتونكې قطعې قومندان تور لګولې چې ايران هڅه كوي د بند د جوړولو پر وړاندې ستونزې راپورته كړي. تير اكتبر كې هم د ولسي جرګې يوه غړي ايران د دې بند جوړلو په لار كې د خنډونو رامنځ ته كولو تورن كړ.

دا چې ولې د افغانستان حكومت د ايران دغه خنډ جوړولو پر وړاندې چپه خوله دى، ښاغلى داد نوراني، د چارو كارپوه يې په اړه وايي، له هغه ځايه چې د افغانستان د اوسني حكومت او ايران ترمنځ ډيرې نژدې اړيكې دي، د افغانستان حكومت د ايران په هر ډول لاس وهنو خوله بنده ساتلې. هغه وايي: "د افغانستان حكومت نه يوازې د سلما بند او د هلمند سيند پر اوبو چپه خوله پاتې شوى؛ په دې اړه چې ايران وسله والو طالبانو ته وسلې وركوي، هم څه نه دي ويلي. يوازې يو ځل د امنيت رييس وويل چې ايران وسله والو ته وسلې وركوي او زموږ په هېواد كې لاس وهنه كوي."

ښاغلى نوراني د سلما بند د جوړېدو پر وړاندې د ايران لخوا د خنډونو رامنځ ته كېدو لامل څه داسې ګڼي: " د ايران شمال ختيځه برخه د همدې سيند له اوبو څخه خړوبيږي. كه چيرې دا بند جوړ شي، نو ايران ته تلوونكې اوبه كمېږي او د ايران شمالي ختيځه برخې به له ستونزو سره لاس او ګرېوان شي."



لیږونکی: محسن علی زی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *