دعلامه سید جمال الدین افغان(رح) کلیزه — محسن علی زئ

 

دعلامه سید جمال الدین افغان(رح) کلیزه

 

ليکونکی: اسدالله عمر خیل

لیږونکی: محسن علی زی

 

دافغانی او اسلامی ټولنې نامتو فیلسوف او مفکر علامه سید جمال الدین افغان (رح) په کال (۱۲۵۴) سپوږمیز چې (۱۸۳۹)ز کال سره سمون خوری دشعبان په میاشت د کونړ ولایت د اسعدآباد په سیمه کښې په یوه درنه او درنه کورنۍ  کښې زیږیدلۍ دی پلار یې سید صفدر نومیده چې د شاهی دربار مخورو څخه شمیرل کیده، سید جمال الدین افغان(رح) لومړنۍ زده کړې په کونړ کښې تر سره کړې او په (۱۸۴۴)ز کال کې د خپل پلار سره یو ځای د امیر دوست محمد خان په بلنه کابل ته راغۍاو د وخت د لویو عالمانو څخه په زده کړه بوخت شو له ماشومتوبه په ده کې د نبوغ نښې نښانې څرګندېدې وې ډیر هوښیار، ذهین او د پراخه ذهن خاوند وؤ ده به په هره برخه کښې پراخه مطالعه کوله   وؤ او په اتلس کلنۍ کښې یې په صرف،نحو،معانی،بیان،تاریخ، تفسیر، حدیث، فقه، اصول،عقاید،منطق، ریاضی ،هندسه او طب کښې زده کړې سر ته رسولې وې علامه سید په دغه علم قناعت ونکړ او په کال (۱۸۵۵)ز کې هند ته لاړ په ځینو دینی او عصری علومو کې یې زده کړې وکړې په هند کښې یې د یو کال او څو میاشتې تیرې کړې اوله هغه ځایه  حجاز ته لاړ او د حج د اداکولووروسته په (۱۸۶۰)ز کال کښې بیرته هیواد ته راستون شو، هیواد ته په راسانېدو سره د وخت د پاچا محمد اعظم خان لخوا د هغه د مشاور په توګه و ټاکل شو خو د ځینو خپل منځی تاوتریخوالی له امله د  محمد اعظم خان پاچاهی نسکوره شوه او امیر شیر علیخان په دوهم ځل پاچاسو او  امیر شیر علیخان  علامه (رح)سره د محمد اعظم خان د نږدې اړیکو یا د انګریزانو په غوښتنه اویا هم  ده علامه(رح)  خپل واک ته خطر باله ځکه یې نو علامه(رح)  دې ته اړ کړ څو هیواد پریږدی ، ویل کیږی چې علامه سید حمال الدین افغان  (رح) د هیواد څخه د وتلو مخکې خپلې ټولې طرحې او پلانونه چې د افغانستان د سوکالۍ لپاره یې جوړې کړې وې امیر شیر علیخان  ته وسپارلې په دغو طرحو کښې : په کابل کې د یوې جریدې خپرول، د افغانستان دسیاسی خپلواکۍ د اخیستلو اعلان کول،د کابینې جوړول، د عسکرو منظمول، دملی ژبې پښتو پالل،د ښوونځیو جوړول، سړکونه جوړول، د پستې او مخابراتو وسایل برابرول شامل وه باید ووایو چې ده  محمد اعظم خان ته پوره درس ورکړې وو که نوموړۍ پاچا شوای وې نو سید به د افغان خاورې د آبادۍ او خپلواکۍ ګټلو په لار کې او د خلکو د هوسا ژوند لپاره نه ستړی کیدونکی ګامونه اوچت کړی وه خو هغه ددغو امیرانو د اختلاف په وجه  د خپل هیوادپریښودو ته اړ شو او په کال (۱۸۶۹)ز کې لومړۍ هند ته لاړ او هلته یې د انګریزانو په وړاندې د مسلمانانو د پاڅون او د هغوی د راویښولو لپاره هلې ځلې پیل کړې خو د انګریزانو د مخالفت له لاسه یې دغه ځای هم پریښود او مصر ته لاړ او له هغه ځایه ترکیې ته لاړ هلته هم علامه خپلې هلې ځلې جاری وساتلې او د نبوغ او هوښیارتیا له امله د ډیر لوی شهرت څخه برخمن شو او د ترکیې د حکومت له خوا د پوهنې او معارف د مجلس غړی وټاکل شو.

  علامه سید حمال الدین افغان(رح) په کال (۱۸۷۱)ز کښې د ترکیې څخه مصر ته لاړ او د الازهر په مدرسه کښې یې بشپړ نهه کاله تدریس وکړ، ستر سید د مصر وروسته بیا هند ته لاړ  او له هند نه لندن ته لاړ او د ضیأ الخافقین په نامه یې یوه مهالنۍ پیل کړه وروسته بیا فرانسې ته لاړ او د عروةالوثقی په نامه یې یوه بله مهالنۍ  خپره کړه علامه علامه  افغانی(رح)  په دغو مهالنیو کښې ستر اسلامی مضامین او لیکنې خپرولې چې د وخت په چارو او حالاتو یې لویه اغیزه درلوده نوموړی د فرانسې څخه یو وار بیا ترکیې  ته راستون شو.

په دغو سفرونو کښې علامه(رح)  د نوموړو سیمو اقتصادی اوټولنیزې چارې په ژوره او غوره توګه وڅیړلې او هڅې یې وکړې چې په ټوله نړۍ کښې هغه مسلمانان چې د انګریزی استعمار لاندې ښکیلاک او استعمار لاندې یې ژوند کاوه راویښ کړی او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره منډې ووهی، برسیره پردې علامه ځینو نوره هیوادونو ته هم سفرونه کړی دی يعنې :

روسیې ته کال (۱۸۸۷)، ایران ته (۱۸۹۰)،لندن ته (۱۸۹۱)، جرمنی ته (۱۸۸۹)،پاریس ته (۱۸۸۲)، امریکا ته (۱۸۸۲) ز ، پترسبرګ او ځینو نورو مهمو ښارونو ته هم تللی وؤ ، نوموړی په پښتو، فارسی، عربی، اردو، ترکی او  انګلیسی ژبو ښه پوهیده او فصیحه خبرې یې پرې کولې.

دغه نومیالې پوهاند په کال (۱۸۹۷)ز کښې چې د (۱۳۱۴) لمریز کال سره سمون خوری د سرطان په ناروغۍ له فانی دنیا څخه سترګې پټې کړې او د ترکیې په استنبول ښار کښې خاوروته وسپارل شو چې وروسته بیا د افغانستان او ترکیې د حکومتونو په ګډه موافقه د نوموړی عالم تابوت کابل ته راوړل شو او د یو لړ رسمی مراسمو په ترڅ کښې د کابل پوهنتون په ساحه کښې خاورو ته وسپارل شو (انا لله وانا الیه راجعون) .

 علامه سید جمال الدین افغان (رح) یو اصلاح غوښتونکی ، مذهبی مشراو لارښود، فیلسوف ، لیکوال، ژورنالست او د ټولو نه زیات یو ستر سیاست پوه اوپه نولسمه پیړۍ کښې د ختیځ او ټولې اسلامی نړۍ ستر ژغورونکې او آرادوونکې وو هو یوازې ستر سید(رح)  د خپلو لیکنو او مفکورو له لارې ټولې اسلامی نړۍ ته پیغامونه استول دده ده پیغامونه یوازې د یوې ټولنې یا یو تن لپاره نه وه بلکې د هغه لیکنې د خپل وخت د ټولو هغه هیوادونو اوقومونو لپاره لوی درس وو چې د انګریزانو تر واک لاندې راغلی وه چې تر ټولو غوره بیکه یې د عروةالوثقی مهالنۍ (مجله) ده علامه افغانی(رح)  د اسلامی نړۍ ټول هېوادونه د یوه بدن د غړو په څېر ګڼل  او تل یې ددوی د آزادې او خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کولې او دوی یې د وروولۍ او یووالی په لور هڅول څوځانونه ددغه ستر یرغل د ښکېلاک څخه وباسی او دې ته یې پریږندی څو د مسلمانانو مادی او معنوی شتمنۍ خپلې کړی ، د شرق دې ستر لار ښود کله چۍ ټوله آسیا د غفلت او ناپوهۍ په درانه خوب ویده وه یوازې پرته له کوم ملاتړ څخه د خپل قلم او ایمان په زور جنګیده او او دا جنګ یې د هر ډول ستونزو او مشکلاتو سره سره جاری وساته ، ده د انګریزانو د ستر ښکیلاک د تور ټغر راټولولو او ددې ناوړه تلن لارې د ورکولو لپاره په هر هیواد کښې هر قام ته خپلې سوې سوې نارې په ستر جرائت او زړه ورتیا سره وهلې حتی هغه خپل غږ د یرغلګرو تر زړونو چې لندن، پاریس ، برلین او پترسبرګ دی ورساوه څو مسلمانان د مفکورې او عمل له لارې راویښ کړی او ددښمن ښکیلاکی نقشې ورانې کړی، که څه هم علامه(رح)  د خپل خوب تعبیر چې آزادی او خپلواکی وه په ژوند ونه لیده خو ولې دده د مفکورو ، نظریو او علمی تحریک او خوځښت اغیزه دده د مرګ وروسته د ګران هیواد افغانستان څخه خپره شوه او بنګال او هند په خاوره او د افریقا په ساحلونو ولګیده، هر هغه څه چې علامه(رح)  په یوازې ځان  او په تشو لاسونو د اروپا د ویروونکې زور او ښکېلاک په وړاندې وکړل او همدارنګه د غربی هیوادونو او دهغوی د ګوډاګیانو ددسیسو او چلونو سره کومه مبارزه چې علامه افغانی(رح)  تر سره کړې یقیناً چې ستره لاس ته راوړنه ده د کومې په اغیزه کښې چې په ترکیه او ایران اوبیا په خاصه توګه په افغانستان او هندوستان کښې د انګریزانو واک له منځه ولاړ.

په هر صورت ددې ستر لار ښود، نړیوال سیاست پوه او فیلسوف د کارنامو په اړ که هر  څومره یادونې وکړو بیا به هم کافی نه وی خو باید دومره وویل شی چې مونږ باید د هغه مفکوره او نظریه چې ملی یووالۍ او د ټول عالم اسلام ورورولی او ویښتیا ده بیرته راژوندی کړو ځه د خپلو واکمنو ،حکومتی ارګانونو او مخالفو جنګیالیو ډلو څخه هیڅ تمه نه لرم ولې چې دوی هر یوه په خپل نوبت د سولې لېوال ستر علامه سید جمال الدین افغان(رح) د ویاړ او فخر نه ډک زیارت په مرمیو او ګولیو سوری سوری کړ او دهغه په آرمانونویې اور پورې کړ خو نن وار زما او ستا دی نن باید ټول افغان ملت د علامه سید جمال الدین افغان(رح)  دمفکورې، عمل او لارښودنې له لارې ځانونه ویښ کړی او دخپل دښمن په وړاندې په کلک عزم سره ودریږی او د غلامۍ حلقې او ځنځیرونه د تل لپاره له غاړې وباسی.

 

اسدالله عمر خیل

لیږونکی محسن علی زی

 

اخیستنلیک :

۱. د افغانستان مشاهیر

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *