جنرال عظیمی: پر پاکستان ځوابیه بریدونه پیل شول

 

جنرال عظیمی: پر پاکستان ځوابیه بریدونه پیل شول

 

د بینوا وب پاڼه

 

دهېواد دفاع وزارت چارواکي وایې، چې دافغانستان ملي اردو ځواکونو په هغو سیمو کې، چې دپاکستان له لوري پرې راکټي او توغندويز بریدونه شوي وو، ځوابي بریدونه کړیدي.

په داسې حال کې، چې دڅو اونیو په تېرېدو سره پاکستاني پوځ دشپې او دورځي له خوا دافغانستان، کنړ، ننګرهار، خوست او پکتیا دولایتونو په سرحدي ولسوالیو باندي راکټي حملي کولې او افغان دولت ورته چوپه خوله ناست وو، خو نن دهېواد دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وویل، وروسته له دې چې دیپلوماتیکو هلوځلو نتیجې ته ونه رسیده افغان ځواکونو هم په هغو سیمو باندې، چې دپاکستاني ځواکونو له لوري پرې راکټي او توغندیز بریدونه کیدل ځوابي بریدونه کړي دي.

دافغانستان دفاع وزارت دا اقدام وروسته له دې وکړ، چې په کابل او جلال آباد کې مظاهرې وشوې او افغانانو پاکستان ته دځواب یا متقابلو بریدونو غوښتنې وکړې، نوموړي دافغانستان له لوري توغول شویو توغندیو شمیره او ځای په اړه څه ونه ویل، خو دریپوټنونو له مخې ویل کیږي، چې دغه توغندي پر وزیرستان لګېدلي، چې په پایله کې یې یوشمېر عام خلک ټپیان شوي او همداراز څو کورونه نړېدلي دي.

دا په داسي حال کې ده، چې له اسلام آباد څخه رارسېدلي ریپوټونه دافغانستان د دفاع وزارت اعلان د تایدولو تر څنګ زیاتوي، چې دپاکستاني ځواکونو دحملو ځواب یې ورکړی او دپاکستان پر هغو سیمو یې ځوابي بریدونه کړي، چې له هغو څخه افغانستان ته توغندي ویشتل شوي وو. دویلو ده، چې دا لومړی ځل دی چې دافغانستان دفاع وزارت رسماً اعلان کوي چې دپاکستان بریدونو ته یې ځواب ویلی دی. پاکستان په تېرو څو اونیو کې دافغانستان لور ته تر اووه نیم سوه زیات توغندي ویشتي او په لسګونو ماشومان، ښځې او نور ملکیان یې وژلي دي.

 

رازمل زمان/کابل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *