یو دروغجن سړی په مزار شریف کی د پیغمبری دعوه کړی ده — صفی الله صوفی زاده

 

 

یو دروغجن سړی په مزار شریف کی د پیغمبری دعوه کړی ده

 

لیکوال: صفی الله صوفی زاده

 

د افغانستان په مزارشریف کی یو تن چی د آغا صاحب په نوم یادیږی، دپیغمبری دعوه کړی ده او وایی چی زه پیغمبر یم . دا وایی چی زه دناجیه ډلی نه یمه او ما ۱۶ کاله په یو خاص ځای کی چی د نوموړی شخص کور دی د قرانکریم تلاوت کړی دی، خو دی وایی چی زه اوس د قرانکریم تلاوت نه کوم ځکه چی پرما وحی راځی او زه پیغمبر یم . کله چی دمزارشریف علماء له دی خبری څخه خبریږی نو د نوموړی شخص کور ته ځی او د اسلام دعوت ورکوی او ورته وایی چی ته څه دلیل لری چی پیغمبر یی؟ نوموړی شخص ورته په ځواب کی وایی چی دلیل می دادی چی پرما وحی نازلیږی. کله چی علماء ورته وویل چی ته وایی چی زه دنا جیه له ډلی څخه یم، ناجیه څه معنی لری؟ هغه ته دناجیه معنی زده نه وه. حال دا چی محمد (ص) ویلی  چی ناجیه هغه ډله ده چی زما د سنتو نه به پیروی کوی. کله چی علماوو تری پوښتنه وکړه چی توحید څه معنی لری؟  هغه ته د توحید معنی زده نه وه . کله چی علماوو دنوموړی شخص ځنی وغوښتل چی کلمه ووایی هغه ورته وویل چی زه خپله کلمه یم. بلآخره علماوو وویل چه نوموړی شخص خپله ګمراه  او مرتد دی او غواړی چی نور خلک ګمراه کړی . خو لږ شمیر نادان خلک بیا هم دهغه پیروی کوی.

 

مونږ مسلمانان الحمدلله په دی عقیده یو چی الله (ج) په ذات او صفاتو کی یودی او نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله (ج) او محمد (ص) د الله (ج) رسول دی . مونږ په دی عقیده یو چی محمد (ص) وروستنی پیغمبر دی چی له هغه وروسته بل هیڅ پیغمبر نه راځی او دپیغمبری سلسه په محمد (ص) باندی ختمه ده .

د دی مباحثی د لیدلو لپاره په دا ځای باندی  کلیک وکړی.

 د یو بل دروغجن سړی چی د پیغمبری دعوه یی کړی ده د ویدیو د لیدلو لپاره دلته کلیک وکړی.

لیکوونکی: صفی الله (صوفی زاده)

ننګرهار

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *