برلین: دافغانستان دکړکیچ یوازینی حل سوله ده! — غورځنګ خیال

 

برلین: دافغانستان دکړکیچ یوازینی حل سوله ده!

 

لیږونکی: غورځنګ خیال

 

دافغانستان دسولې بیارغونې اوکلتورکمیټه او د آلمان په پارلمان کې دسوسیال ډیموکرات ګوندګډه ناسته!!!

د۲۰۱۲ کال دجنوري میاشتی په ۱۸ نیټه،مازدیګرمهال دآلمان دسوسیال ډیموکرات ګونددنړۍ وال سیاست،سولې اوپرمختیاکمیسیون اودافغانستان دسولې،بیارغونی اوکلتوردکمیټې ګډه غونډه دبرلین دپارلمان په ودانۍکې جوړه شوه.

دسوسیال ډیموګرات ګوند دلس ګونوغړوبرسیره،افغان پیژندل شوی حقوق پوه ښاغلي استاد روستارتره کي، دآلمان له نوروښارونو څخه راغلوافغان سیاست والو،برلین میشتوافغانانواومحصلینوپه دې غونډه کی ګډون کړی ؤ.

په دې غونډه کی په افغانستان کې په روان کړکیچ،په افغانستان کې د(آیساف) دوظایفو د اوږدیدواودآلمان دنظامي قواوودماموریت په باره کې هراړخیزبحثونه وشوه.

دغونډې په پیل کې ښاغلي ډاکټر ګل رحیم ساپي  راغلوګډون کونکوته ښه راغلاست ووایه اودغونډې اجنډایې برخه والوته واوروله. نوموړي دافغانستان په اوسني وضعیت اوحالاتوهراړخیزه رڼاواچوله،چې دحاضرینودپاملرنې وړوګرځیده .

دافغانستان اوپاکستان لپاره دآلمان دسوسیال دیموکرات ګونددضربتي ډلې غړی اوویاند Johannes Pflug, M.d.B.،دبرلین ګروپ ویانده،دالمان په پارلمان کی دسوسیال دیموکرات ګونددپارلمان غړېMechthild Rawert, M.d.B.،دبرلین دګروپ نه دآلمان دپارلماند (SPD) دګونددوه نورغړيSwen Schulz    او  Petra Merkel دغونډې نورویناوال وچې په ټوله یې پرلاندې مسایلوبحثونه وکړل:

تر۲۰۱۳وروسته کله چې دآلمان پوځیان له افغانستان څخه وځي، دافغانستان دملکي حکومت دملاتړلپاره څنګه پالیسي غوره شي. دوی ته مهمه مسئله دافغانستان بودیجه ده چې افغان حکومت نه شي کولای خپله بودیجه دخپلوکورنیوعوایدوله لارې ترلاسه کړي. ددوی سره ترټولولویه اندېښنه نظامي بودیجه وه چې څنګه وتوانیږي دافغان حکومت سره په دې برخه کې خپله ستراتیژي تدوین کړي.

په تېره میاشت کې دځینوافغاني سیاسي کړیوپه هغه غونډه هم خبرې وشوې چې په برلین کې د(آسپین انستیتوت) له خواجوړه شوې وه. دسوسیال ډیموکرات ګوندغړو دغه غونډه داهمیت وړ ونه بلله اوپه ډاګه یې کړه چې په دغه غونډه کې افغاني اړخ دټولوافغانانواستازیتوب نه شي کولای.

ترډېروبحثونووروسته دوی په یوه خوله وویل چې دافغانستان دکړکېچ یوازینۍحل سیاسي حل لاره ده اوبایدټولې هلې ځلې دمخالفووسله والوسره دسولې پر پروسه متمرکزې شي.

په همدې ډول یې په نوروموضوعاتوهم خبرې وکړې.

آغلې لیلاچې دفرانګفورت څخه دهغه ښاردښځودټولنې په استازیتوب راغلې وه،دموضوع اړوندیې خبرې وکړې. هغې په هېوادکې دننه دښځودحقونوپرحالت رڼاواچوله اوزیاته یې کړه چې دبهرنیوځواکونوتروتلووروسته به دښځوحقوق بېرته ترپښولاندې شي. نوموړې زیاته کړه،چې بهرنیوکړیوڅودګوتوپه شمارجنایتکاران په افغان ولس برلاسي کړي اوترڅوچې دوی خپلې دغې ناوړې کړنې ته دپای ټکی کې نږدي دیوباثباته افغانستان جوړول ممکن نه دي.

میرمن الهام مسعودآزاده ژورنالیسته اودفرانګفورت ښاردښځو د ټولنې غړې هم بله ویناواله وه چې دموضوع اړوندیې اوږدې خبرې وکړې  . د نوموړې خبرې ډېروبرخه والوته په زړه پورې وې  . هغه دښځودحقوقوپه هکله سخته ناهیله وه اوپه افغانستان کې یې دښځودحقوقوپایمالول چې دډېرپخواڅخه جاري دي داندېښنې وړوبلل.

دآلمان دمګډيبورګ ښارڅخه ښاغلی انجنیرسیدعبدالقادرهم دغونډې بل برخه وال ؤ چې خپلې اندېښنې یې دغونډې له برخه والوسره شریکې کړلې. هغه په افغانستان کې دسولې دژر راتلولپاره داسې یووړاندیزدرلود: چې دملګروملتونوترمشرۍ لاندې دې دجګړې ددوواړخونوسربېره دملي اوډيموکراتیکو شخصیتونو په ګډون یوه جلسه جوړه کړل شي،چې پرېکړې یې دملي ګټوپه پام کې نیولوسره وټولواړخونوته دمنلووړوي اوترڅنګ دی یونړیوال تضمین هم واخیستل شي، چې په راتلونکووختونوکې بیا د افغانستان په چاروکې د نورو ملکونو واکمنان هیڅ ډول لاسوهنه ونه کړي.

ډاکټرعثمان تره کی دغونډې ځانګړی مېلمه ؤ هغه هم خپله عالمانه وینا ګډون والو ته واوروله،چې دوینا ځینې برخې یې دلته را اخیستل شويدي:

که دشوروي اتحادواحداومتجانس پوځ په دې باندې بریالی نشوچې افغانستان لاندې کړي،په ډاګه ویلای شوچې دناټوکثیرالاضلاع اوغیرمتجانس پوځ هیڅکله دجګړې دلارې خپلومقصدونوته رسیدلای نشي. دوسله وال مقاومت سره خبرې اترې چې اوسمهال ترلاس لاندې دي دجګړې دپای زیرئ ورکوي اوددې زمینه برابروي چې:

دافغانستان ملي واکمني تأمینه شي.

دافغانستان دننه سوله اوسیاسي ثبات برقراره شي.

دجګړې لګښت بیارغونې ته ځانګړی شي.

کوم پښتانه چې دډیورندپه دواړوخواووکې دوسله وال مقاومت دملاتیرجوړوي، د دوی سره پخلاینه، د دې لامل ګرځي چې دپښتونخواپه سیمه کې د ناټو د لوژیستیکي لارې امنیت تضمین شي.

دلنډې مودې په ترڅ کې چې ناټوپه افغانستان کې نظامي حضورلري، د جګړې استقامت د تروریزم اصلي مرکزونوته را اړولای شي.

افغانستان به دې ته چمتو وي چې دیومتساوي الحقوق پارتینر په دریځ کې دخپلوملي ګټوپه نظرکې نیولو سره، د بهرنیوقوتونو، لنډ مهال حضور ومني، په دې شرط چې دغه حضور د کورنیو او نړیوالو قوانینو په  درناوی او د یو ملي واکمني له لاری تنظیم شي  . ملي واکمني به  د وسله وال مقاومت په توافق دناپېیلو تکنوکراتانو په ترکیب د یو لنډ مهاله حکومت دلاری تمثیلیږي.

په افغانستان کې د ناټوحضور په سیمه کې حساسیتونه راپارولي دي. افغانستان د نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو او ټکرونو په میدان بدل شوی دی. خو لنډ مهاله واکمني به دنده ولري چې دبهرنیانو لنډ مهال حضور د سولې او د سیاسي ثبات سره وتړي.

د ناټو پوځونه د افغانستان په جګړه کې دبې شمېره جنګي جرمونوپه ارتګاب تورن دي اود غیر عادلانه جګړې د پیل او دوام له امله د جګړې د تاوان اړخ ګڼل کېږي. په افغانستان کې ناټو د خپل راتګ سره د یو مرکزي پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه نیولې. جګړې اوبې ثباتۍته یې لمن وهلې ده. ناټوسیاسي او اخلاقي دنده لري چې دخپل پوځونوپه ایستلوسره دسولې اوسیاسي ثبات خاوندافغانستان، افغانانو ته وسپاري.

ځینوافغاني سیاسي کړیودې ته چمتوالی ښودلی دی چې دسولې د یومنظم پلان چې په کې دیولنډمهال حکومت جوړول ځای لري دجګړې اړخونوته وسپاري اوپه عملي توګه دسولی په پروسه کې رول ولوبوي.

غونډه ناوخته ماښام د استاد روستار تره کي له خبرو وروسته  دافغانستان دسولې بیارغونې اوکلتور د کمیټې  د مشر ډاکټر ګل رحیم ساپي  له خوا چې  ویل یې    «دا کمېټه به  تر دې وروسته نور هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د آلمان د نورو مسولینو او چارواکو سره به په آلمان کې دنورو افغانانو اوسیاستوالو په ګډون او ملګرتیا ګډې غونډې او سيمینارونه  دایروي . د افغانستان دسولې بیارغونې اوکلتورکمیټه  به  د خپلو موخو او اهدافو د سرته رسولو په  لاره کې ستاسو حاضرینو او افغانانو غوښتنې او پیشنهادونه را ټول او په ګډه به  غور  ور باندې کوو .» پای ته ورسیده  .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *